عمومي نړۍ

د بشري حقونو د څار ډله: ډونالډ ټرمپ بشري حقونو ته ګواښ دی

د بشري حقونو د څار ډله هر کال یو راپور خپروي، چې په کې د نړۍ عامو خلکو ته شته ګواښونه په ګوته کوي.

د بشري حقونو دې ډلې په سږني راپور کې په چین، فیلیپین او سوریه کې د بشري حقونو سرغړاویو ته پاملرنه اړولې ده.

خو د ۲۰۱۷ م کال په راپور کې د بشري حقونو د څار دې نیویارک میشتې ډلې، په اروپا کې د شهرت غوښتونکو ډلو راپورته کیدل، او د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډونالډ ټرمپ بریا هم بشري حقونو ته یو خطر ګڼلی.

د بشري حقونو د څار د ډلې مشر کینیت روت وايي :

” د داسې یو انتخاباتي کمپاین وروسته چې د نه زغم او کرکې خبرې په کې کیدې د امریکا د ولسمشر په توګه د ټرمپ انتخاب او په اروپا کې د هغو سیاسي ګوندونو راپورته کیدل چې په نړیوالو بشري حقونو باور نه لري، په نړۍ کې د بشري حقونو سیستم له ګواښ سره مخ کړی.“

کینیت روت زیاته کړې، ټرمپ او په اروپا کې یو شمیر سیاستوال د راسیزم ( توکم پالنې) ښځې زپلو، پردي زپلو او بومې پالنې د نارو له لارې غواړي واک ته ورسیږي.

د بشري حقونو د څار د ادارې د مشري په وینا دا ټول ادعا کوي چې عام ولسونه د دوی په وینا د کارونو د پیدا کولو، د کلتوري بدلون او ترهګرو بریدونو څخه د خوندیتوب لپاره د بشري حقونو څخه دا ډول سرغړاویو ته چمتو دي.

د بشري حقونو د څار دا ډله وايي، د انتخاباتي کمپاین پر مهال ټرمپ په خپلو ځینو څرګندونو د بشري حقونو ملاتړي اندېښمن کړل. نوموړې وویل امریکا به بیا د ترهګرۍ په تورونو خلک شکنجه کړي، په ډله ایزه توګه به له امریکا بې اسنادو کډوال وباسي او رسنۍ به لارې ته برابرې کړي.

ښاغلی روت وايي، د ښاغلي ټرمپ انتخاباتي کمپاین د نه زغم یو پیاوړې بېلګه وه.

د بشري حقونو د څار ډلې همدارنګه په جرمني، فرانسه او نورو اروپايي هیوادونو کې هم د هغو ګوندونو راپورته کیدل د اندېښنې وړ بللي چې د کډوالو پر ضد سیاست لري او توکم پالي دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */