روغه سټه ژوند او ژواک

که پر هوټل یا ریسټورانټ برید وشي، څنګه ځان خوندي کوئ؟!

ژباړه او راټولونه : شاهین

بې له شکه چې د نړۍ هوټلونه او میلمستونونه ورځ تر بلې د وسله والو د سختو بریدونو سره مخ کیږي. د هوټلونو امنیت او هلته د میلمنو د خوندیتوب تابیا د سیلانیانو، تجارانو او په ټوله کې د عامو خلکو لپاره اوس په لویه اندیښنه بدله شوې ده.

په میلمستونونو او هوټلونو بریدونه په هر هیواد کې او هر کله ترسره شوي او په راتلونکې کې يې هم څوک د نه پیښیدو ډاډ نه شي ورکولای. نو د همدې له امله، دلته موږ تاسې ته په هوټل کې ستاسې د خوندیتوب لپاره، ځینې مشورې درکوو:

مخکې له دې چې هوټل ته لاړ شئ:

چرته چې ځئ، کوښښ وکړئ، چئ هغه ځای او چاپیریال په تمامه مانا وپیژنئ. کوم هوټل یا ریسټورانټ ته چې د غرمنۍ، ماښامنۍ او یا هم د شپې تیرولو لپاره ورځئ؛ د موقعیت، شاوخوا او حتا د هغه ښار په اړه مالومات راټول کړئ.

خپله هم پلټنه وکړئ. که اړتیا شوه، د نږدي امنیتي مسؤلینو څخه هم پوښتنه وکړئ.

انټرنیټ او ګوګل میپ هم تاسې سره د اړوند معلوماتو په راټولو کې مرسته کوي.

که په کوم تجارتي سفر ځئ، ځان ډاډه کړئ، چې کمپنۍ مو تاسې ته خوندي او مناسب ځای نیولی.

هوټل ته په لاره:

له هوټل نه هوټل ته تلوونکي ټکسي ډیره له خطره ډکه وي. که ډریور (موټروان) مو د هماغه هوټل څخه په تاسې پسې راغلی وي، چیرته چې تاسې شپه کوئ؛ نو په احترام سره ترې د پیژندنې د کارت غوښتنه وکړئ. که په کومه بله ټیکسي یا موټر کې سپریږئ، ځان ډاډه کړئ، چې کس د اعتبار وړ دی.

په هوټل کې:

خپل چهار چاپیر وپیژنئ. ځان پوه کړئ، چې هوټل مو له دفتره، د مجلس له تالاره، د پولیسو له نژدې سټیشن نه، له روغتون نه او نورو بیړنیو مرکزونو څخه څومره لرې دی.

دا کار باید هوټل ته له تلو مخکې تاسې کړی وي. که مو نه وي کړی، د ګوګل میپ په مرسته دا ټول موقعیتونه ځان ته پیدا او مشخص کړئ.

ددې سربیره، د هوټل سره نږدې یو خوندي ځای هم تر سترګو لاندې ونیسئ. که خدای مه کړه هوټل کې کومه ستونزه پیښیږي، ستاسې د موخې دوهم خوندي ځای باید معلوم وي. دا ځای باید هوټل سره په نږدې فاصله کې وي.

هوټل څخه د وتلو ټولې خوندې لارې باید تاسې ته معلومې وي. تر ټولو په نږدې دروازه مو باید سترګې وي.

په هوټل د برید پر مهال:

دلته موږ تاسې ته د باید او شاید مشوره نه شو درکولای؛ خو ځینې عمومي لارښوونې لرو، چې که خدای مه کړه په داسې یو حالت کې رایسار شوۍ، درسره مرسته وکړي.

دا لارښوونې معوملاٌ تاسې ته هغه وخت ډیرې ګټورې تمامیدلای شي، کله چې تاسې د حملې په نوعیت او ډول پوه وئ.

د حملې پر وخت باید ستاسې لومړی کار، د پیښې له ځایه تيښته وي. څومره چې په بیړه کیږي، د پیښې له ځایه ووځئ. که بریدکوونکي ډزې کوي، نو پروت وکړئ او په سینه ورو ورو وڅښیږئ څو د حملې له ځایه ووځئ. کله چې پوه شوئ، چې د بریدګر له ډزو خوندي يې، نو په منډه د برید له ځایه یو خوندي ځای ته وتښتئ.

که د هوټل یا ودانۍ څخه مو د وتلو کومه لاره ونه موندله، نو ژر تر ژره یوې نږدې خونې ته د ننه شئ. دروازه د داخل څخه بنده کړئ. ټول ګروپونه ګل کړئ. که تلویزون یا راډیو لګیدلي وي، هغه هم خاموشه کړئ. پردې ټولې راښکته کړئ. په ځمکه پریوځئ او غږ مو مه وباسئ. که چا د بهر څخه دروازه په ارامه یا سخته وټکوله، مه يې خلاصوئ. آن کې وويل، چې پولیس دي، هم مه يې خلاصوئ. تر هغې له خپل خوندي ځایه څخه مه راووځئ، تر څو چې ښه ډاډه شوې نه يۍ.
کله کله د ډزو غلي کیدل، دا مانا نه لري، چې برید پای ته ورسید. تاسې یواځې هغه وخت راووځئ، کله مو، چې د لوډسپیکرونو له له لارې د پولیسو د ډاډ ورکولو غږونه واریدل.

کله چې د برید له ځایه راوتلې، خپل لاسونه مو پورته د څټ شاته ونیسئ. تر هغې خپل لاسونه مه ښکته کوئ او مه هم منډه کوئ، تر څو چې تاسې ته پولیس نه وي رسیدلې.

په لنډ توګه ویلی شو، چې په هوټل یا بله هر ودانۍ د برید پرمهال، د خلاصي کومه صافه او اسانه لار نشته؛ خو که تاسې د چاپیریال، حالاتو او د هوټل څخه د وتلو د دروازو او لارو په اړه لومړني مالومات ولرئ، په هغه وخت ستاسې د خلاصي چانس ډیر دی.

پروردګار مو له هر ډول زیان څخه په امن لره!

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */