اقتصاد بریا او پرمختګ ځوانان او زده کړې

د بریا راز داسې ومومئ

لیکنه: ياران
اعلان

لیکنه: حمیدالله حمیدي

بریا یعنې موخو ته رسېدل او د بریا رازونه یعنې هغه پټې لارې، چې نور بریالي وګړي خپلو موخو او بریاوو ته پرې رسېدلي دي.

که څه هم بریا بې شمېره او بې کچې رازونه لري، خو موږ یې هغه ثابت او تجربه شوي رازونه یادوو، چې نور پرې بریالي شوي دي.

د بریا تر ټولو لوی، غوره او لومړنی راز خپله موخه ټاکل دي. هر کله، چې موخه وټاکو وروسته له هغې کولای شو د خپل زحمت او زیار ایستلو په واسطه خپلې همدې ټاکلې موخې ته ځان ورسوو او کله مو، چې موخې ته ځان ورسوو، نو موږ بریالي یو او همدا موخه ټاکل مو راته د بریا یو لوی راز ګرځي.

د بریا بل راز له هغه پروګرام سره مهالوېش جوړول دي کوم، چې هېڅ کومه نیمګړتیا ونه لري او هر څه ته له کتو سره سم پکې ځای ورکړل شوی وي. هر کله، چې موږ له یاد ډول مهالوېش څخه ګټه واخلو، نو هېڅ کوم کار به راباندې زیات او بوج نه شي او هېڅ کوم کار به مو نیمګړی پاتې نه شي بلکې ټول کارونه به مو په سم ډول او زموږ په خوښه مخ پر وړاندې روان وي او په پای کې به خپلې بریا ته هم رسېدلي وو او دا راز له بریا سره نه پرېکېدونکې اړیکې لري یعنې د بریا اړین راز همدا دی.

د بریا بل راز ځان کم نه ګڼل او خپله وړتیا او استعداد پېژندل دي. هر کله، چې د خپلو استعدادونو له کچې خبر شئ، نو حیران به شئ.

د پوهانو په وینا هر انسان د خپل استعداد او وړتیا له بشپړې کچې څخه یوازې دوه ۲ سلنه ګټه اخلي او آته نوي ۹۸ سلنه یې بېرته له ځان سره خاورو ته وړي. دا خبره دا ډول مثال لري لکه: احمد ټوله ۱۰۰ افغانۍ شتمني لري، د ژوند په ټولو چارو کې یعنې تر مړینې پورې یې یوازې له ۲ افغانیو ګټه اخلي او نورې ۹۸ افغانۍ یې همداسې بشپړې او پرته له ګټې اخیستنې ترې پاتې کېږي، په داسې حال کې، چې ده ورته تر ټولو زیاته اړتیا هم درلوده، خو ګټه یې ترې وانه خیسته او ټولې ترې په یوه داسې ځای کې پاتې شوې، چې بل څوک هم ترې ګټه نه شي اخیستلای. دا په دې مانا کله، چې یو کس مړ شي او خپله ناسپړلې وړتیا له ځان سره بشپړه خاورو ته یوسي، نو بیا د هغه له استعداد او وړتیا څوک ګټه نه شي اخیستلای او ټولې وړتیاوې او استعدادونه یې له خاورو سره خاورې کېږي. نو هر کله، چې خپلې وړتیاوې او استعدادونه وپېژنئ، نو د ډېروالي له امله به یې حیران پاتې شئ او خپلو موخو ته د رسېدو او بریالي کېدو لپاره به ترې ګټه واخلئ او دا د بریا تر ټولو لوی راز بللی شو.

بریالیتوب له کچې ډېر رازونه لري. موږ خپلو موخو او بریاوو ته د رسېدو په موخه اړ یو، چې د بریا له هر راز څخه ګټه واخلو او هر راز و ازمویو ترڅو خپلې ټاکلې موخې، د ژوند تر ټولو غوره اصل، ريښتينې خوښۍ او بریا ته مو ورسېږو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران