بریا او پرمختګ ګټه وټه مخکښان

د بریالیو کسانو شپږ شتمنې ذهني وړتیاوې

لیکوال: لاري الټون
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

په ژوند کې هر څوک غواړي بریالي واوسي. ډیری خلک غواړي شتمن واوسي، خو پوښتنه دا ده چې موږ او تاسې ولې خپلو موخو ته نه رسیږو؟ سره له دې چې ډیری خلک خپلو هیلو ته د رسیدو لپاره له موقتي لارو سره مخ کیږي، چې دا په حقیقت کې داسې کوم بهرنی فکتور نه دی چې موږ خپلو هیلو ته له رسیدو څټ ته پاتې کوي. په حقیقت کې دا زموږ د وجود دننه خنډونه دي، چې موږ خپلو هیلو ته له رسیدو منع کوي.

په همدې اساس، که غواړې په ژوند کې شتمن او بریالی شې، نو لومړۍ باید څو سالمې فکري وړتیاوې خپل کړې:

۱. موخې “سره زر” دي
د موخو ټاکل او د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو تر مینځ مثبت تړون شته. هغه مسلکي کسان چې موخې لري او د موخو د ترلاسه کولو لپاره کار کوي، له هغو کسانو څخه خورا زیات تولیدوونکي دي، چې یوازې موخې ټاکي. هغه کسان چې موخې ټاکي او خپلو موخو ته د سرو زرو په څیر ګوري، فکري وړتیا یې له هغو کسانو خورا زیاته اوچته وي چې یوازې موخې ټاکي، خو لاسته راوړلو ته يې هیڅ څه هم نه کوي. په همدې اساس، ته باید خپلو ټاکل شویو موخو ته لومړیتوب ورکړې؛ د لاسته راوړلو لپاره یې باید قرباني ورکړې او که اړتیا شوه، نو باید چې په وړو برخو یې وویشې. خپل ځان ته موخې ټاکل یوازې د پروسې لومړنی ګام دی، نو ته باید د لاسته راوړلو لپاره یې، همدا ټاکلې موخې وڅارې، ترڅو بریالی شې.

۲. له حاضر وخت څخه راتلونکی ډیر اړین دی
دغه موضوع له ذهني اړخه د مباحثې وړ ده. ښایي چې ته به په ډیرې اسانۍ سره دا ووایې، چې په حاضر وخت کې ژوند کول نسبت راتلونکي ته ډیر مهم دی، خو هغوی چې راتلونکي ته فکر کوي او یا هم په بله اصطلاح که چیرې ووایو، هغه کسان چې اهداف لري تر دې نورو ډیر بریالي وي. د اوږد مهاله لاسته راوړنو لپاره هدف لرونکي خلک له لنډ مهاله قربانیو څخه نه ډاریږي او بل دا چې د دې هڅه هم نه کوي چې په هغو لنډ مهاله خوشالیو کې ځان ښکیل کړي، چې له دوی څخه راتلونکې اوږد مهاله خوشالۍ اخلي.

۳. ناکامي کومه بده خبره نه ده
زموږ په ټولنه کې د (ناکامۍ څخه ډار) نفوذ کړی او په میلیونونو خلک یې دې ته اړ ایستلي چې پرته له کوم بدلون څخه، خپل ورځنۍ چارې پرمخ یوسي. د بیلګې په ډول: ته داسې یوه دنده ترسره کوې چې خوښیږي دې هم نه او معاش یې هم کم دی. سربیره پر دې، تاته دا انتخاب هم درکړل شوی چې نوموړې دنده پریږدې او خپلې ازادې سوداګرۍ ته مخه کړې، خو ته له ناکامیدو (تاوان کولو) څخه ډاریږې او وایې چې دا کار خو ما تر دې دمه هیڅکله هم نه دی ترسره کړی. ناکامي (تاوان) تل شونی (امکان لرونکی) دی او د ټولنې د وګړو په توګه، باید چې غندلو ته یې د پای ټکی کیږدو. بریالي خلک ناکامۍ ته د پروسې د پیل د اړتیا وړ ګام او د یوه ارزښتمن درس په سترګه ګوري.

۴. فرصتونه په هرځای کې شته
فرصتونه هغه وخت راڅرګندیږي، کله چې ته تمه ترې کمه کړې. فرصتونه ښايي ستا په هغه نااظهار شوي نظر کې د پیاوړتیا پټ ځای نیولی اوسي، چې ته یې غواړې اظهار کړې او یاهم ښايي په هغه ځای کې اوسي، کله چې ته له یوه بیګانه سره په یوه کافي شاپ کې په ناڅاپي ډول مخامخ کیږې. کله چې ذهن دې په دې روږدی کړ، چې فرصتونه په حقیقت کې په هرځای کې شته، ان د ورځې په هره شیبه کې هم، نو هغه وخت به ته د فرصتونو څارونکی واوسې. یوازې په همدې ښیګڼې سره، ته به نور فرصتونه هم ومومې او په ژوند کې به داسې ډیر زیات نور ارزښتمن څیزونه ومومې چې لا تر اوسه دې په خوب کې هم نه وي لیدلي.

۵. اټکل شوي خطرونه ډیر اړین دي
خطرونه له ډار څخه ډک دي، خو پرته له خطرونو څخه، په ذاتي ډول د پرمختګ ډیر کم چانس شته. څیړونکي وایي، د اوس زمانې تر ټولو شتمن او بریالي کسان هغه دي چې له اټکل شویو خطرونو څخه یې هیڅ ډار نه درلود. دوی به د سیند د اوبو برخلاف حرکت کاوه او په هغې مفکورې چې د پانګونې وړتیا به یې درلودله، قمار وهلو او له پیښیدونکو سرښندنو څخه به یې هیڅ ډول ډار نه درلود. په همدې اساس، که چیرې ته خطرونه په ځان نه منې، نو د مکافاتو د لاسته راوړلو لپاره ته هیڅ ډول مثبت ګام نه اوچتوې او په یقیني توګه چې، پرته له مکافاتو څخه، ته به هیڅ ځای ته هم ونه رسیږې.

۶. هیڅ څه هم بشپړ نه دي
دغه حقیقت منل چې هیڅ څه هم بشپړ نه دي له تاسره په ډیرو برخو کې مرسته کولای شي. د خطر منلو په اړه به تشویش ونلرې او د نوې پروژې د پیلولو په اړه به زړه نازړه نه اوسې. کله چې یو څه ناسم روان وي او یاهم په هغه لاره چې ته یې غواړې نه یي روان، نو ستا زړه به ترې تور نه شي.

همداراز، که هغې لارې کار ورنکړ چې له طریقه یې ته غواړې خپلو موخو ته ورسیږې، هیڅکله به نهیلی نه شې او خپلې ټاکلې موخې به بدلې نه کړې، یوازې لاره به بدله کړې.

د دغو ذهني وړتیاو خپلول کومه ساده خبره نه ده. دا تمه مه کوه چې دا ذهني وړتیاوې به په فوري ډول خپلې کړې. د دغو ذهني وړتیاو له جملې څخه د ځینو په منلو کې به ډیره سختي وګالې؛ په ځانګړي ډول، هغه وخت چې دغه ذهني وړتیاوې ستا له ذاتي او لوستو لیدلورو سره په ټکر کې واوسي. خو که چیرې کولای شې چې ورو په ورو یې له خپل فکر سره یوځای کړې او د حقیقت په توګه یې ومنې، نو د غوره پریکړو کولو لړۍ به پیل کړې او هغه عادتونه به په ځان کې وزیږوې، چې یوه ورځ به وکولای شي تا هغې بریا ته ورسوي چې تا به یې تل خوب لیده. یوازې صبر ولره او مخ پر وړاندې ځه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل