ټولنیز ژوند روغه سټه زده کړې

د بریالي او خوښ ژوند لپاره په دې څو خبرو عمل وکړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

که دې ژوند له خوښې سره سم هم نه وي روان، هڅه وکړه، چې خپلو موخو ته د رسېدو شوق او ذوق له لاسه ورنه کړې او تل په دې هڅه کې وې، چې زه باید خپلو موخو ته ورسېږم.

که په ژوند کې بې انګېزې پاتې شوې نو فکر وکړه، چې د ژوند له ټولو خوندونو بې برخې شوې. اړینه نه ده، چې ته دې خپلو ټولو موخو ته ورسېږې او له ځانه سره فکر وکړې، چې زه نو نه شم کولای، چې بریالی شم، پر ځان باور له لاسه مه ورکوه، همدا چې ته تل په هڅه کې یې موخو ته د رسېدولپاره دې تخم کرلی په صبر او حوصلې سره به دغه تخم شین کېږي او مېوه به کوي.

هېڅ وخت بل چاته سترګې مه پټوه. د هغه څه لپاره، چې د اخیستو توان یې نه لرې او یا ورته کافي پانګه نه لرې، د بل قرض او دین ته غاړه مه ږده. د ژوند له کوچنیو خوښیو لکه، پلی تګ، له دوستانو سره ناسته ولاړه او په طبعت کې له یوې ښې ورځې تېرولو خوند واخله.

سمه خبره ده، چې د پیسو سپما هم ګټوره ده، خو د دې پر ځای، چې پیسې سپما کړئ او ورځ تر بلې یې ارزښت را کم شي ښه به دا وي، چې پیسې مو په کار واچوئ او پانګونه پرې وکړئ، ځمکه واخلئ او یا له چا سره ګډ کار پرې وکړئ.

د دې لپاره، چې په ژوند کې خوښ واوسئ؛ هڅه وکړئ د خپلې خوښې په کورسونو کې لکه: کمپیوټر، خطاطي او د ژبې زده کړه(هغه که هره ژبه وي) نوم لیکنه وکړئ او د ورځې په اوږدو کې ورشئ.

که وخت نه لرئ، نو د همدې اړوندو برخو سي ډې ګانې واخلئ او یا یې هم د انټرنېټ له لارې تعقیب کړئ. که وایې چې ماشومان او یا هم د کور کارونه پر غاړه لرم، دا نو بیا هسې بهانې دي. ته باید په ډېر دقت او خلاص ذهن سره فکر وکړې په نویو نظرونو پسې وګرځې په دې کار سره به د وخت په تېرېدو سره درته معلومه شي، چې ته څومره یو عامه فهمه او ځېرک کس شوی یې. مور او پلار به دې هم په دې ویاړي، چې ستا په شان با بصیرته اولاد خدای پاک ور په برخه کړی.

هڅه وکړه، د ناستې ولاړې لپاره درته داسې ملګري وټاکې، چې د ژوند تر پایه د یوه ملګري او راز ساتونکي کس په توګه در سره پاتې شي. فکر وکړه په ژوند کې هر څه ته رسېدلی یې، ایا بې له ملګري او خواخوږي دې ژوند پوره دی او بې له داسې چا ژوند کولای شې؟
نه هېڅ کله هم دا څه امکان نه لري. اصلاً هغه اړیکې، چې ته یې له کورنۍ، ملګرو او دوستانو سره لرې ستا لپاره د خوښیو یوه سرچینه ده. په ژوند کې د کورنۍ، دوستانو او ملګرو ته هم وخت ځانکړی کړه. که په خپل ژوند کې دغه ډله کسانو ته ځای او وخت ورنه کړې پوه شه، چې د ژوند اصلي خوند به هېڅ کله هم ونه څکې.

ته یوازې یو وجود لرې اوبس، د هغه په قدر ځان پوه کړه. کله، چې ستا روغتیا له ګواښ سره مخ شي هغه وخت بیا هېڅ هم نه شې ترسره کولای. هڅه وکړه، چې ورزش ته دې د کارونو په اونیز مهال وېش کې ځای ورکړې. له بې خاصیته غذاګانو څخه، چې یوازې وزن دې زیاتوي ځان وژغوره. پوهېږم، چې د عادتونو پرېښودل ستونزمن دي؛ خو د وخت په تېرېدو سره به له هماغه څه سره عادت شې او د خوښۍ احساس به وکړې.

که ته له ځانګړو مهارتونو برخمن وې، کولای شې له خپلو خپلوانو، کلیوالو او ګاونډیانو سره مرسته وکړې او ان د دوی لپاره کورس ونیسې او خپل مهارت دوی ته هم انتقال کړې. که له مالي اړخه پر ځان بسیا وې کولای شې هغه کسان، چې له زده کړو سره مینه لري، خو د بې وزلۍ له کبله نه توانېږي، ته مرسته ور سره وکړه تر څو دوی هم له دې نعمته برخمن شي. ته، چې هر ښه کار تر سره کوې له یوې خوا د خدای پاک رضا لاسته راوړې او بله بلې خوا ستا د خوښۍ سبب هم ګرځي. مجبور کسان په ټولنه کې کم نه دي، مالي وضعیت ته دې په کتو له هغوی سره مرسته وکړه. مهمه نه ده، چې ته فقیر یې که بډای، اصلي خبره داده، چې ته هم د نورو خلکو په شان غواړې خپلو هیلو ته ورسېږې. په هر ډول چې یې پورته شه او د ځان لپاره مهال وېش جوړ کړه او د هغه له مخې دې خپل ژوند پر مخ بوځه.

ډاډه اوسه هڅه دې اخر خپلو موخو ته رسوي او په ژوند کې به دې د خوښیو یوه غوغا جوړه شي. نو له همدې نن څخه، چې لا هم ناوخته شوې نه ده، لاس په کار شه!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.