بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

د بریالي او خوشحاله ګډ ژوند په موخه ۹ سپارښتني

ژباړه: نور احمد فضلي

ګډ ژوند یوازي په طلاق سره نه شو تضمینولای. کله کله هغه څیزونه چې ګډ ژوند ته پایښت ورکوي د هغو څیزونو سره چې ګډ ژوند ته ګواښ پېښوي؛ ډېر حساس او باریک وي. رښتیا دا دي چې خوشحاله او صمیمانه ژوند ته ډېر خطرونه پېښېدلای شي، د لاندي څو سپارښتنو په عملي کولو سره کولای شو چې تر یوه حده خپل ګډ ژوند تضمین کړو:

یو او بل ته د زړه جموالی (سکون) ورکړئ
د یوې ژوري اړیکي له بنسټونو نه یو هم د زړه ډاډ دی چې ښځه او مېړه یې یو او بل ته ورکوي. د زړه په جموالي کښې روحي سکون دی. د ارواپوهانو له نظره، دا یو داسې سکون دی چې د ژورو اړیکو بنسټونه- لکه د مور او پلار سره اړیکه – را ژوندي کوي. په دې وخت کښې ښځه او خاوند یو پر بل باندي تکیه کوي، رښتیا که تر دې وړاندي دوی د کومو ستونزو سره مخامخ کېدل- د دوی له پاره مور او پلار ول چې تکیه یې پر کوله، خو نن ورځ د ژوند پر ګران ملګري تکیه کوي. کومي جوړې چې یو او بل ته د زړه ډاډ ورکوي هغوی د ګرانښت او صمیمي ژورو اړیکو اصول مراعاتوي.

له یو او بل سره مخلصانه او هوساکوونکي اړيکي وساتئ
د ګډ ژوند اړیکي مو پر بېلابېلو متفاوتو اړیکو ووېشئ، په دې معنی چې د ملګري سره مو بېلابېلي اړیکي و ازمایئ. په ځینو ځایونو کښې په بشپړه توګه جدي اوسئ، په ځینو کښې یو او بل ته د زړه ډاډ ورکړئ او په ځینو ځایونو کښې پر ستونزو او کمزورو ټکیو تمرکز وکړئ، کله یو ملګری اوسئ او کله هم یو همکار، خپل احساسات او افکار په ډیري خوښۍ او آسانۍ سره څرګند کړئ، په ځینو ځایونو کښې باید جر او بحث پرېږدئ او یا یې وځنډوئ.

له اختلافاتو سره سره یو او بل وزغمئ
په ګډ ژوند کښې اختلافات معمول دي. په یوه سالمه اړیکه کښې، مېړه او ماینه یعنې میرمن، د اختلافاتو سره اغېزناک سلوک کوي او په ښه توګه یې مدیریت کوي. د اختلافاتو حلولو مهارتونه ترلاسه کېدای شي او هیڅ ښځه او مېړه یې له زده کولو نه مستثنا نه دي.

خپلي تېروتني ومنئ
څه وخت و چې له خپل ملګري نه مو په وروستي ځل بخښنه وغوښتله؟ کله چې په حساسو شېبو کښې د خپلو تېروتنو په خاطر د مناظرې او مناقشې پر ځای بخښنه غواړئ، ملګري ته مو داسې تجربه هدیه کوئ چې تر دې وړاندي مو نه ده ورکړې. کله چې په مېړاني سره بخښنه غواړئ، په دې معنی چې خپل کاذب خیالات، واک طلبي او تسلط اړخ ته کوئ او په یوې ساده بخښني غوښتلو سره د پخوا په نسبت ډېر ګرانښت او صمیمیت ته لاره پرانېزئ.

په بشپړه توګه د یوه او بل ملاتړي اوسئ
جوړې په ډيرو برخو کښې د یوه او بل سره اختلافات او متفاوت نظریات لري، خو همېشه یو او بل ته له کوم قید- شرط پرته منلو، تکیې کولو او ملاتړ احساس ورکوي. ملاتړ کول یعنې د ټولو ستونزو او اختلافاتو سره سره بیاهم هرڅه سم دي.

د اوونیزي تفرېح له پاره وخت جلا کړئ
د یوه او بل خوشحالولو په موخه پلان ولرئ او د مېړه او ماینې په توګه د یوه او بل له پاره وخت ځانګړی کړئ، داسې وخت چې کورنۍ، دوستان، کار او حتا خپل اولادونه مو هم مزاحم نه شي.

پر مشترکاتو تمرکز او توپيرونو ته درنښت وکړئ
کله چې خپلي ګډي هیلي، ارزوګاني او ګډي خوښوني په نظر کښې نیسئ، کولای شئ چې له دوی نه یو او بل ته په نژدې کېدو، د یوه او بل سره د خبرو کولو او یوه او بل ته په ښه ایسېدلو کښې ګټه واخلئ. هو نو، توپیرونو ته باید درنښت وکړئ او هڅه وکړئ چې د ملګري شخصي ژوند مو زیانمن نه کړئ. ستاسي فردي احساس د هري پیاوړې او اوږدمهالي اړیکي له پاره لازم دی.

خپل ځان ومنئ
ځان منل یعنې ځان، غوښتنو، حقوقو او په ټولیزه توګه په ژوند کښې جدیت او قاطعیت ته درنښت کول. کوم کسان چې د ځان منني پیاوړی حس لري، د نورو په منلو کښې ډېر پیاوړي دي. د متقابل اړخ منل مو – ستاسو او- ستاسي د اړیکې د ودې او کمال سبب کیږي.

معقولي او واقعي هیلي ولرئ
په ټولنه کښې د واده او ګډ ژوند د اړیکو په اړه غیر واقعي خیالات او تصورات شتون لري. کوښښ وکړئ چې خپلي هیلي مو منظمي کړئ او هغه غیرواقعي او نامعقولي هیلي او ارزوګاني چې ستاسي ژوند اغېزمن کوي؛ وپېژنئ. ورځ تر بلي ټولنیز بنسټونه د کورنۍ له وظایفو نه رابېلیږي خو تر اوسه هیڅ بنسټ نه دی توانېدلی چې د انسان دوه اړتیاوي ور پوره کړي؛ چې هغه دوې اړتیاوي مینه او وفاداري دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي