مخکښان

د برايان ټريسي ژوند ته لنډه کتنه او د هغه ۴۰ غوره ويناوې

لیکنه: ياران

ژباړن: محمد عزيز پردېس

بريان ټريسي د ۱۹۴۴ د فبرورۍ په پنځمه د کاناډا پرنس اډوارډ ټاپو د شارلوټ ټاون په سيمه کې وزېږېد. د هغه مسلک نوښتيزې ويناوې وړاندې کول دي، ۷۴ کلن ټريسي ۴ اولادونه لري، ښځه يې بارباراټريسي نومېږي.
نوموړی انګلیسي مشهور ليکوال دی، ګڼ شمیر اثار یې چاپ شوي چې ځینې په لاندې دي:
۱- د جذبې قدرت ۲- د وخت مديريت ۳- د برنامې جوړونې قدرت ۴- د بحران مديريت ۵- څېنډښه دې ښکل کړه …

نوموړي خپل ډېری اثار د سيمينارونو په بڼه په ژوندي ډول خلکو ته وړاندې کړي دي، معمولا د هغه د سيمينارونو موضوعات په لاندې ډول وي:
رهبري، پلورل، د کسب او کار په اړه ګټورې ستراتېژيانې…

بريان ټريسي د برايان ټريسي نړيوال شرکت عمومي مدير دی، هغه د دې شرکت د بنسټ ډبره په کال ۱۹۸۴ کې د کاناډا په ونکوو ښار کې کېښوده. دا شرکت خلکو ته د رهبرۍ، خرڅلاو، پر نفس اعتماد، موخه ټاکل، ستراتېژۍ، نوښتونو او ارواپوهنې برخو کې مشورې ورکوي.
ټريسي تر اوسه د پانګې اچونې، جوړونې، وارداتو او صادراتو او د مديريت په هکله په لسهاو کتابونه ليکلي دي. هېره دې نه وي چې د ټريسي ګټور کتابونه د نړۍ مختلفو ژبو ته ژباړل شوي دي او لا ژباړل کېږي، چې په دې کاروان کې زمونږ پښتانه ژباړونکي هم له چا کم نه دي او تر دې دمه يې د ټريسي ډېر شمېر کتابونه پښتو ته ژیاړلي دي او لا يې ژباړي.

دا هم تاسو او د برايان ټريسي ۴۰ غوره ويناوې:
۱- زمونږ ارزښت لرونکې شتمني د عوايدو د لاسته راونې وړتيا ده، نه هغه پيسې چې مونږ يې لاس ته راوړو. ممکنه ده څو ځلې شتمني له لاسه ورکړو، خو وړتيا مو له لاسه نه وځي.
۲- برياليتوب يوې زينې ته ورته دی او زمونږ مهارتونه د هغې پلې جوړوي، که پلې بشپړې نه وي، نو مونږ نشو کولی چې په زينې پورته شو.
۳- مونږ کولی شو چې هرڅه زده کړو او په هره برخه کې متخصص واوسو.
۴- زده کړه د برياليتوب کلي ده، خو چې ستونزمنه او وخت نيونکې ده او ډېری انسانان ټنبله دي، نو څوک يې په اهميت نه پوهېږي.
۵- په دې عصر کې نه يواځې دا چې بايد په هوښيارۍ سره کار وکړو، بلکې بايد په هوښيارۍ سره سخت او ډېر کار وکړو، ترڅو برياليتوب او شتمنۍ ته ورسېږو.
۶- په ژوندانه کې د کلماتو اهميت ډېر مهم دی. ښه کليمې، ښه فکر رامنځ ته کوي.
۷- بريالي کسان د ستونزو د حل او د له منځه وړلو په اړه فکر کوي، خو عادي او متوسطه خلک بيا د هغه چا په اړه فکر کوي چې ستونزه يې زېږولې.
۸- زمونږ د ژوند څرنګوالی او اصلي موخه، زمونږ احساس پورې اړه لري.
۹- موخه لرل، د موخې ټاکلو سره توپير لري. د موخو ليکل لوړ اهميت لري. هغه کسان چې مکتوبي (ليکل شوي) موخې لري، نو لس برابره د نورو په پرتله بريالي دي.
۱۰- هغه څوک بريالي دي چې لوړ او پراخ فکر لري، عادي خلک لنډ او سطحي فکر کوي.
۱۱- بريالي کسان لوړ او ستونزمن کارونه ترسره کوي، خو عادي خلک تل د اسانه او معمولي کارونو په لټه کې وي.
۱۲- مونږ هر يو بايد يوه شل کلنه نقشه ولرو او د دې پرځای چې د خپلو اقتصادي ستونزو په اړه تشويش وکړو، بايد د خپلو موخو د تر لاسه کولو پر لور ګړندي ګامونه واخلو.
۱۳- هغه څوک چې مالي وړتياوې لري نو بريالي کېږي. تاسو بايد د ورځې په اوږدو کې حداقل دوه ساعته د اقتصاد او پانګه اچونې په اړه مطالعه وکړئ.
۱۴- د ډېرو برياليتوبونو راز په سخت کارکولو او مقاومت کې دی، بايد خپل ځان سره ژمنه وکړئ چې ماتې به نه منئ او خپلې موخې به څارئ.
۱۵- زمونږ د نفس اعتماد بايد دومره لوړ وي چې بايد هېڅ څه زمونږ د موخې پر وړاندې خنډ واقع نشي.
۱۶- که غواړئ ښه خرڅلاو ولرئ، نو خپلې اړيکې او تماسونه مو ډېر کړئ.
۱۷- د نه اورېدلو په اړه تشويش مه کوئ، نه يانې پيسې.
۱۸- هغه څوک تر ټولو ډېر (نه) اوري، نو تر ټولو زيات (هو) هم اوري.
۱۹- بايد په خپلو محصولاتو او خدماتو، چې وړاندې کوو يې باور او اعتماد ولرو، که باور ولرئ چې محصولات مو لوړ دي، نو په ناخبرۍ سره مو پېرېدونکي دا موضوع درکوي. ( او په برعکس ډول هم ).
۲۰- بريالي خرڅوونکي د خپل کار، شرکت يا ادارې او د خپلو محصولاتو مئينان دي.
۲۱- د دې پرځای چې پلورونکی اوسئ، نو يو زړه سواندی مشاور واوسئ، هغه وخت به خرڅلاو خپله ترسره شي.
۲۲- يوازې دا مهمه نه ده چې تاسو دې پلورل وکړئ، بلکې بايد لومړی وګورې چې پېرودونکی ستا محصول ته اړتيا لري او که نه.
۲۳- قدرت د هغه کسانو په لاس کې دی چې ترټولو ښه د يادښت نيولو وړتيا ولري.
۲۴- د پلورلو لپاره لومړی بايد د اعتماد او رښتينولۍ فضا ورغول شي.
۲۵- ستاسو نننۍ ټاکنې ( انتخابونه ) ستاسو د راتلونکي ژوند څرنګوالی ټاکي. تېر هېر کړئ او د سبا په اړه فکر وکړئ.
۲۶- هېڅکله مه ووايئ چې اوس وخت تېر دی. د پرېکړې نيولو لپاره هېڅکله ناوخته نه ده.
۲۷- د لمر پر لور تمرکز وکړئ، ترڅو سيوری ستاسو شاته موقيعت ونيسي.
۲۸- مونږ بايد بدلون ومومو، که بدلون ونکړو، نو د ژوند کنټرول به له لاسه ورکړو.
۲۹- د ژوند د هرې برخې لپاره بايد ټوليزه برنامه جوړه کړو. بايد پراخ ليدلوری ولرو او د راتلونکې په اړه تمرکز وکړو.
۳۰- هغه کسان چې بريالي دي او په ټولنه کې ورته ټول احترام کوي، دوی هغه کسان دي چې خپل ډېر وخت د راتلونکې لپاره په برنامې جوړونې تېروي.
۳۱- د دې لپاره چې خپله راتلونکې روښانه کړو نو اړينه ده، چې د اوسمهال خوندونو څخه لاس واخلو.
۳۲- د ماتې لوی لامل، د اصلي موخې څخه لرې کېدل دي.
۳۳- بريالي کسان سخت او په هوښيارۍ سره کار کوي. په هوښيارۍ يانې دا چې، داسې کړنې ترسره کړو چې زمونږ د موخو سره په ټکر کې نه وي.
۳۴- ساده، اسانه او راحته کارونه مه ترسره کوئ، ځکه پرې عادت کېږئ. د سختو او لويو کارونو څخه ګټه پورته کړئ‌.
۳۵- بريالي کسان داسې کړنې ترسره کوي چې د پايلو ارزښت يې ډېر لوړ وي.
۳۶- تل د هر کار د ترسره کولو لپاره پلان جوړه کړئ، ترڅو وشئ کولی چټک ګامونه واخلئ.
۳۷- د هر کار د ترسره کولو څخه وړاندې، خپل برنامه او یا پلان په لنډيز ډول وليکئ.
۳۸- په ميلياردونو خلک دا عادت لري چې د ورځې په اوږدو کې موخې وټاکي.
۳۹- په ميلياردونو خلک عادت لري چې خپل کارونه بشپړ کړي. خپل کار په نيميايي کې مه پرېږدئ.
۴۰- په ميلياردونو خلک عادت لري، چې خپله ورځ د مهمو کارونو په ترسره کولو سره پيل کړي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران