کلتور او هنر

د بالیوډ پنځه وتلي اکټران چې فلم جوړونکي هم دي

په هندي سینما یا بالیووډ کې ډېر نامتو او لوی لوی پرودیوسران (فلم جوړونکي) شته لکه: کرن جوهر، ادیته چوپړا، ساجد ناډياډ ولا، سورج رجاتیا، او سنجي لیلا بینسالي سمیت چې تر نورو په خپلو چارو کې ډېر مشهور دي او نامتو فلمونه يې هم جوړ کړي دي.

خو اوس د فلمونو جوړولو په برخه کې د بالیووډ ځينې فلمي ستوري هم ورګډ شوي او نن سبا دوی خپل فلمونه په بریالیتوب سره جوړوي.

عامرخان
په فلمونو کې د اداکارۍ وروسته عامرخان د هندي سینما هغه فلمي ستوری دی چې د فلم جوړنې په برخه کې يې هم تر ټولو میدان وړی او مخکې دی.

د هندي سینما دا نامتو فلمي ستوری نن سبا د خپلې ښې اداکارۍ او ځانګړي هنر له امله تر نورو فلمي ستورو څو ګامه مخکې روان دی او هر نوی فلم يې تر ټولو ډېر بازار کوي.

عامر خان ددې ترڅنګ چې وتلی فلمي ستوری دی او همدا کال يې (دنګل) نومي فلم د کال د ښه فلم جایزه هم واخیستله د فلم جوړونې خپل پروډکشن (مرکز) ”عامر خان پروډکشنز“ هم لري چې تر دا مهاله يې اته فلمونه د همدې مرکز له خوا جوړ کړي دي.

په دغو فلمونو کې اوه فلمونه کامیاب شوي او یو فلم دومره ښه بازار نه دی کړی. په بریالیو فلمونو کې د عامرخان لګان، تارې زمین پر، تلاش او دنګل شامل دي.

د عامر خان “دنګل” فلم د ۲۰۱۶ کال تر ټولو د ډېرو پیسو ګټونکی فلم دی چې تر ۳۸۳ کروړه هندي کلدارو ډېرې پیسې يې ګټلي دي او همدا لامل دی چې عامران د فلمونو په کامیابۍ او ګټه کې تر نورو فلمي ستورو مخکې روان دی او د غوره اداکارۍ تر څنګ د فلم جوړونکو د کتار په سر کې هم دی.

شاہ رخ خان

د هندي سینما پاچا شاه رخ خان د اداکارۍ تر څنګ یو کامیاب سوداګر هم دی. شاه رخ هغه فلمي ستوری دی چې د هندي سینما د پاچا په نوم یادیږي او هر فلم ته يې مینه وال ورځې او ساعتونه شمېرې.

دغه فلمي ستوری د اداکارۍ تر څنګ د “ریډ چلیز انټرټینمنټ” خپل پروډکشن هاوس (د فلمونو جوړولو مرکز) هم لري چې د هغه مېرمن ګوري خان يې چارې مخې ته وړي.

شاه رخ خان ددې پروډکشن له لارې ۱۸ فلمونه جوړ کړي دي چې له ډلې يې ۱۳ فلمونه د فلم په بازار کې بریالي ثابت شوي دي او پاتې ۵ يې چندان ښه بازار نه دی کړی.

د شاه رخ خان د فلم جوړونې “ریډ چلیز انټرټینمنټ” مرکز له خوا په جوړو شویو فلمونه کې ” می هونا، اوم شانتي اوم، بلو ، مای نیم از خان ، راون، چنايي ایکسپریس، هپي نیواییر، دل وا، “ډییر زندګي او رییس“ فلمونه شامل دي.

شاه رخ خان د پرله پسې دوه ناکامو فلمونو سربېره اوس هم دوهم بریالی پروډیوسر دی.

اجی دېوګن

د بالیووډ اکشن فلمي ستوری اجی دېوګن هم په فلمونو کې د ښې لوبیدنې له امله د ډېرو پیسو په ګټلو کې تر نورو کم نه دی. اجی دېوګن هم( اجی دېوګن ایف فلمز) په نوم باندې د فلم جوړونې خپل مرکز لري چې تر اوسه پورې يې د همدې مرکز له لارې اوه فلمونه جوړ او تولید کړي دي چې په کې د بلیک میل، بول بچن، سن اف سردار، سنګم ریټرن اور شیوي شامل دي.

د اجي د فلم مرکز له لوري جوړو شویو فلمونو کې پنځه يې د فلم په بازار کې کامیاب شوي او دوه نورو یې چندان ښه بازار نه دی کړي چې له امله يې اجی دېوګن د هندي سینما د فلم جوړونې په دریم نمبر کې راغلی دی.

اکشی کمار


اکشی کمار د هندي سینما هغه نامتو فلمي ستوری دی چې تر نورو ډېر فلمونه جوړوي او په تېر کال کې يې درې جوړو شویو فلمونو د پام وړ بازار کړی دی چې په عمومي ګټه کې اکشي کمار تر ټولو فلمي ستورو مخکې روان دی.

اکشي کمار هم د فلمونو جوړولو خپل مرکز د(هري اوم اڼترټینمنټ ) په نوم لري چې له لارې يې کابو ۱۴ فلمونه جوړ کړي دي چې په دغو فلمونو کې اوه يې کامیاب شوي او پاتې اوو نورويې چندان ښه لاسته راوړنه نه ده درلودلې.

د اکشي د فلم جوړنې مرکز له خوا جوړ شوي فلمونه: سینګ از بلنګ، تیس مار خان، پتیاله هاوس، کیلاړي ۷۸۶،هالي ډي، اییر لفټ او رستم دي چې د فلمونو د کامیابۍ تناسب يې ۵۰ فیصده ویل شوی دی او له امله يې اکشی د فلم جوړونې په برخه کې په څلورمه درجه راغلی دی.
سلمان خان

د بالیووډ سلطان سلمان خان د فلمونو له لارې د پیسو په ګټلو او ټکس ورکولو کې ټول فلمي ستوري شاته پرېښي دي. خو د فلم جوړونې په برخه کې دومره ښه نه دی ثابت شوی.

سلمان خان هم د فلم جوړونې خپل مرکز(سلمان خان فلمز) لري چې تر دامهاله يې ټول څلور فلمونه جوړ کړي دي چې یوازې یو فلم يې د بازار له پلوه بریالی شوی دی او پاتې درې نورو يې چندان ښه بازار نه دی کړی.

د سلمان خان د فلم جوړونې مرکز له خوا په جوړو شویو فلمونو کې: ډاکټرکیبي، هیرو، او بجرنګې بايي جان شامل دي.

ددې فلمونو تر جوړولو وروسته سلمان خان د فلمي ستورو فلم جوړونکو په ډله کې په پنځمه شمېره کې نومول شوای دی.

  •  بیا ځلي

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */