کلتور او هنر

د بالیوډ راتلونکي فلمونه؛ هغه چې بازار یې ګرم دی، نورې برخې یې جوړیږي

لیکنه: ابوبکر عليزی

په وروستیو کې د فلم جوړونکو کمپنیو هغه فلمونه چې بازار یې ګرم وي او مینوال یې زیات وي هم د خپلې ګټې او هم د مینوالو د ځان سره ساتلو لپاره فلم دوامداره کیږي او د لومړي پسې یې دویم او بیا دریم او کله کله تر دې هم ډیريږي.

په ۲۰۱۶ کې د ټایګر شرف د باغي فلم ډېر لیدونکي لرل همدا لامل دی مینوال یې د دویم فلم لپاره بې صبرانه انتظار باسي.

اوس د باغي ۲ فلم ټریلر خپور شوی چې زیات لیدونکي لري او اټکل دی چې دا فلم به د مارچ په ۳۰ مه د خپلو مینوالو انتظار ته د پای ټکی کیږدي.

بل د روبوټ ۲ فلم دی، چې اصلي رول یې اکشي کمار او رجني کانت په غاړه لري، ټریلر یې له ډېر وړاندې کتل کیږي او په ټولنیزه میډیا کې هم لاس په لاس کیږي، خو لا تر اوسه د دغې فلم د ریلیز کېدو نیټه نه ده معلومه شوې.

د اجي دیوګن او الیانا ډی کروز(ریډ) فلم ټریلر هم د سینما پر پرده او سوشل کې ډير کتونکي پیدا کړي، خو لا یې مینوال یوازي د خپریدو نیټې معلومېدو ته انتظار باسي.

ورسره د راني مکرجی د فلم (هچکي) ټریلر هم ډیر لیدونکي لري، دغه فلم به د مارچ د میاشتې په ۲۳ میاشته د سینما پر پرده ښکاره شي.

خو ټاکل شوې چې تر دې ټولو وړاندې د نانا پټیکر او راجني کانت د (کالا) فلم څرک ژر ولګیږي.