کلتور او هنر

د بالیوډ د کامیاب ولنز (منفي رول ادا کارو) ناکام زامن 

په فلمونو کې چې څومره د هیرو(د مرکزي رول اداکوونکي) اهمیت زیات وي او فلم ته ښکلا ورکوي، همدا ډول په فلم کې ولنز( منفي رول اداکوونکی) هم زیات اهمیت لري.

کله چې د ولنز یا د بالیوډ د فلمونو د منفي رول ادا کوونکو خبره کیږي نو حتمن به د د مینوالو ذهنونو ته د امجد خان، شکتي کپور، ګلشن ګروور او یو شمېر نور نومونه ورځي.

په فلم کې د مرکزي کردار په شان منفي کردار وړاندې کوونکی هم ځانګړي مینوال لري او کله چې د فلم ولنز د خلکو د خوښې وړ ونه ګرځي نو فلم ورته ستړی کوونکی ګرځي.

د بالیوډ داسي ولنز هم شته چې په خپله منفي ادا کارۍ باندې یې خپل ځان د شهرت اوج ته رسولی، خو کله چې یې بچیانو فلمي نړۍ ته قدم ایښی د شهرت په ترلاسه کولو نه دي کامیاب شوي او ناکام ثابت شوي دي.

1) شاداب خان د امجد خان زوی


د بالیوډ د ولنز خبره چې کله کیږي نو حتمن به د امجد خان نوم هم یادیږي، ځکه نوموړي په خپل منفي کردار سره زیات مینوال پیدا کړي.

ده وروسته له هغې زیات شهرت وموند چې په فلم (شغلې) کې یې د (ګبر) رول ولوباوه او د بالیوډ یو له کامیابو بدماشانو شو. اوس د امجد خان زوی شاداب خان هم فلمونو ته مخه کړې ده خو په کامیابېدو کې پاتې راغلی دی.

شاداب خان د راني مکر جي سره په یوه فلم (راجا کي ائي ګي بارات) کې کار کړی، خو قسمت ورسره یاري نه ده کړې.

2) دهروو تاهل د دلیب تاهل زوی


دلیب تاهل هم د بالیوډ یا هندۍ سینما یو له کامیابو فلمي بدمعاشانو شمېرل کیږي کوم چې په منفي ادا کارۍ یې ډېر مینوال موندلی.

نوموړي د شاه رخ خان سره په فلم (بازیګر)، (راجا) او(قیامت سی قیامت تک) کې لا مثاله کار کړی او د بالیوډ کامیاب ولنز کې شمېرل کیږي، خو زوی یې دهروو تاهل چې د خلکو او رسنیو له قوله موډل او فلمي لوبغاړی دی نه دی کامیاب شوی څو خپل ځان ثابت کړي.

3) رن زنګ ډین زونګ د ډیني ډین زونګ زوی


ډیني ډین زونګ هم یو له کامیابو منفي رول ادا کوونکو څخه دی او له تېرو ۴۰ کالو راهیسې په بالیوډ کې په جلا جلا فلمونو کې کار کوي او خپل ځان یې ثابت کړی، خو ځوی یې هم د خپل پلار لاره غوره کړې.

د نوموړي د زوی رن رنګ ډین زونګ هم فلمي نړۍ ته مخه کړې، خو هندۍ رسنۍ او خلک یې په تړاو څه نه وایي.

4) سنجی ګروور د ګلشن ګروور زوی


ګلشن ګروور هم د بالیوډ د مشهورو ولنز اداکارانو څخه دی نوموړي په ډېرو زیاتو فلمونو کې منفي رول ادا کړی او په خپل دغه هڅه کې بریالی شوی هم دی او د ډېرو خلک زړونه یې ګټلي خو زوی یې چې د فلمونو د ډایریکټر په حیث کار کوي، نه دی بریالی شوی تر د خپل پلار په شان کامیاب شي.

5) ایډم بیدی د کبیر بیدی زوي!


فلمي ستوری کبیر بیدي هم د هندۍ سینما د کامیابو منفي ادا کارۍ ادا کوونکو څخه دی، نوموړی په فلمونو کې په سټایل او ډیلاک هم مشهور دی خو زوی یې ایډم بیدی هم فلمي نړۍ ته د راتګ هڅه کړې او فلم (هیلو کون هی) یې لومړی فلم وه خو په بالیوډ کې په نوم ویستلو بریالی نشو.

6) وکرانت د مک موهن زوی


په فلم شغلي کې د (سامبا) د رول ادا کوونکي مک موهن چې په همدغه رول ادا کولو سره یې زیات مینوال پیدا کړل او د بالیوډ د کامیابو ولنز کې ځان ثابت کړ، زوی یې هم په فلمونو کار کړی او په وروستي (دی لاسټ ماربل) فلم کې راښکاره شوی و خو په شهرت اخیستو او کامیابېدو کې پاتی راغلی.

7) چرنجیو د رنجیت زوی


د هندي فلمونو هر مینوال شاید د بالیوډ دغه مشهور منفي رول ادا کوونکی ستوری رنجیت وپيژني چې په ډېرو فلمونو کې یې کامیاب رول ادا کاړی، خو زوی یې چرنجیو د خپل پلار په شان کامیاب نه دی ثابت شو.

8) سدهانت د شکتي کپور زوی


دغه فلمي ستوری هم یو د کامیاب فلمي بدمعاشانو شمېرل کیږي، که څه د نوموړي لور شردها کپور د خپل پلار په څېر په فلمي نړۍ کې کامیاب ثابته شوې او ډېرو کامیابو فلمونو کې یې کار هم کړی، خو زوی یې سدهانت تر اوسه پورې ځان په خلکو نه دی پیژندلی.

که څه هم د شکتي کپور زوی سدهانت په (شوټ اوټ ایټ واډالا) او (حسینه پارکر) کې کار کړی خو ناکام ثابت شوی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی