د بالیووډ مشهور فلمي اداکار وینود کهنا ومړ

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې وینود کهنا د ۷۰ کالونو په عمر نن سهار مړ شوی دی. کهنا له اوږدې مودې د سرطان له ناروغۍ زوریده.

څو ورځې وړاندې هم د نوموړي فلي اداکار د روغتیايي وضعیت د خرابیدو خبرونه خپاره شوي وو، خو بیا وروسته رسنیو وویل چې اوس يې وضعیت ښه دی.

په هندي سینما کې وینود کهنا ډېر عمر کار وکړ او ان تر ۱۰۰ ډېرو فلمونو کې لوبیدلی دی.

نوموړي خپل فلمي مزل په ۱۹۶۸ کال کې د “من کا میت” فلم نه شروع کړی و او ځينې مشهور فلمونه هم لري، لکه: میرا ګاو میرا دیش، امتحان، انکار، امر اکبر انتوني، لهو کې دو رنګ، قرباني او جرم.

وینود کهنا په فلمونو کې د خپلې ښې کاردګۍ له امله ځينې ایوارډونه (جایزې) هم اخیستي وې.

کینا د ورستي ځل لپاره “ د دیل والۍ” فلم کې راښکاره شو چې د شاه رخ خان د پلار رول يې په کې لوبولی و.

پر دې موضوع د یاران پخوانۍ لیکنه 

د هندي سینما وتلی ستوری وینود کهنه روغتون کې دی

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */