سپورټ کلتور او هنر

د باليووډ ستوري ولې پر IPL مئين دي او امیتا بچن د کومې لوبډلې مینوال دی؟

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

کرکټ او باليووډ سېنما دواړه په نړۍ کې ډېر زيات شهرت لري، او په هندوستان کې دواړه د پيسو او شهرت ډېرې ښې سرچينې دي.

IPL د نړۍ يو له ډېرو مشهورو لېګونو څخه دی چې ډېرې پيسې پرې مصرفيږې، پياوړي لوبغاړي ورته اخيستل کيږي او د هر کال په تېرېدو سره يې مينوال ډېرېږي.

ددې ټورنمينټ لويه ځانګړتيا داده چې د کرکټرانو ترڅنګ پکښې د باليووډ ستوري هم ليدل کېږي، پخپله د IPL شروع هرکال د باليووډ د ستورو له لورې په خورا ځانګړو مراسمو او جم وجوش سره کېږي، چې په دې وروستيو کلونو کې يې بيا بېل رنګ اخيستی.

د IPL په ۱۱ کلن دوران کې د باليووډ ستوري هم په دې ټورنمينټ کې لوبډلي لري، لکه دباليووډ باچا (شاهرخ خان)، جوهي چولا او پريتي زينتا يې د يادولو وړ دي.

خو دلته جالبه داده چې ددې ستورو ترڅنګ نور فلمي اداکاران هم ددوی ترڅنګ ليدل شوي، پوهېږۍ هغوی دڅه لپاره لوبغالي ته راځي؟
ښه، که تاسو تعجب شوي ياست نو راشئ پوه شو چې ددوی د راتګ اصلي موخه څخه ده:

۱ـ د فلمونو پرمختګ

ډېری فلمي ستوري پدې خاطر لوبغالي ته راځي تر څو خپل راتلونکي فلمونه مشهور کړي، تبليغ ورته وکړي او د کتلو لپاره يې خلک راجلب کړي.

په لوبغالي کي په زرګونو کسان شتون لري او ددې ترڅنګ په ميليونونو کسان دوی په تلويزيونونو کې ويني.

نو ددوی د فلمونو لپاره به د پرمختګ تر دې ښه لار بله کومه وي؟

۲ـ د ميني کيسې

د کلونو په جريان کې به تاسو ډېرې ښځينه اداکارانې ليدلي وي چې د IPL د لوبغالي په يو کونج کي ليدل کيږي.

دوی اکثريت وخت ددې لپاره راځي ترڅو په لوبغالي کې خپل ملګری کرکټر تشويق کړي، او خپله مينه ورته اظهار کړي.

انوشکا شرما او ويرات کوهلي له ياده مه باسئ، انوشکا هم همداسې کوي.

۳ـ تجارت

IPL په هندوستان کې د پيسو ګټلو او تجارت ډېره لويه سرچينه ده، فلمي ستوري هم دلته لوبډلې لري، لکه د باليووډ د باچا شاهرخان او جوهي چولا(KKR) لوبډله چې دوه ځل يې ددې لوبو اتلولي ګټلې او همدارنګه د پريټي زينټا (KXIP) لوبډله چې ډېرې مشهورې دي او د نړۍ په سطحه ډېر مينوال لري.

۴ـ د کرکټ سره مينه

دباليووډ ځيني فلمي ستوري د کرکټ سره بې کچې او لېونۍ مينه لري، دوی هيڅکله دا چانس له لاسه نه ورکوي چې رانشي او د خپلې خوښې لوبډلې لوبه له نيږدې ونه ګوري، يو مثال يې د باليووډ نامتو ستوری اميتاب بچن دی، چې دممبی انډيان لوبه هيڅکله د تلويزيون په پرده نه ګوري، بلکې نیږدې نه ورته راځي.

۵ـ شانداره پيل

IPL هرکال په جلا شانداره ډول پيل کيږي، دباليووډ ستورې راغوښتل کېږي او ددوی په نڅاګانو او اکټونو سره د ټورنمينټ پېل بېل رنګ او خوند اخلي.

کلونه وړاندې ددې ټورنمينټ د پيل لپاره يوازې په لومړۍ شپه جشن نيول کېده او افتتاح به يې کېدله، خو په دې وروستيو دوو کلونو کې د هرې لوبډلې په لوبغالي کې جلا جلا مراسم نيول کيږي او د باليووډ ستوري يې پخپل ناز او ادا سره افتتاح کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورتي برخه کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي مدثر د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.