کلتور او هنر

د ایشوریا رایې په ژوند فلم جوړیږي، په اړه یې خبرې کړي

ایشوریا رایې بچن د دې په ژوند په جوړیدونکي فلم په تړاوو د خپلو مینوالو لپاره لا زیات معلومات شریک کړي دي.

ایشوریا رایې د هندي سینما د وخت له ښکلو او تکړه فلمي ستورو وه چې د ډېرو مینوالو په زړونو کې لا هم ځای لري.

رایې بچن نه یوازې دا چې یوه ښه فلمي اداکاره ده بلکي ښکلا یې هم د مینوالو په پیدا کولو کې زیات ونډه لرلې ده.

ایشوریا مخکې له دې چې فلمي ستورې شي د ښکلا په سیالیو کې ونډه واخیسته او هماغه وه چې د نړۍ د ښکلا ملکه (MS World) شوه.

ایشوریا رایې بچن تازه د خپل ژوند جوړیدونکي فلم په تړاوو یوه مرکه کې ویلي چې ښه به وي دغه فلم تر ډېره په حقیقت ولاړ اوسي.

داسې هم معلومیږي چې په دغه فلم کې کارکولو ته ایشوریا خپله په تمه ده.

په یوه نوې خپره شوې مرکه کې نوموړې فلمي اداکارې ویلي چې دا د یوه هنر په لټه کې وه هماغه وه چې د ښایست په نړیواله سیالۍ کې یې برخه واخیسته.

دا وایي له موقع یې ګټه پورته او کله چې په دغه سیالۍ کې لومړی مقام وګاټه نو تر وروسته یې ژوند هم بدلون وموند.

د نوموړې په خبره کله چې یې دغه سیالۍ وګټله، نو په ډېرو فلمونو کې ورته د کار کولو ښه، ښه وړاندیزونه وشول او په همدې سره یې فلمي نړۍ ته قدم کېښود.

نوموړې وایي فکر یې نه کاوه چې په ژوند به یې فلم جوړ شي خو داسې هم نه ده چې امکان دې ونلري.

نوموړي وایي غواړي چې په ژوند یې فلم جوړ شي او خوښه به شي خو نه پوهیږي چې په اوس کې پر خپل ځان کتاب ولیکي او کنه؟

په تېر کې د ښایست ملکه وایي، هغه چې مهم دي دا دي چې فلم باید د حقیقت پر بنیاد جوړ شي او یا باید حقیقت ته ډېر نژدي وي، که نه نو په ژوند به یې د فلم جوړولو هسې فضول خرچه وي او نور هیڅ نه.

نوموړې وایي کله چې د خپل ژوند ځیني پېښې وریادوي نو ضرور ګڼي چې په ژوند یې فلم جوړ شي.

ایشوریا رایې بچن وایي که یې رښتیا هم ژوند ته په کتلو وړ فلم جوړیږي، نو هېڅکله به هم ترې شا ته نشي، خو وایي د اوس لپاره یې کوم پلان نه دی نیولی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی