ياران
له ژوند سره تړلې خبرې

د ایرلینډ خلاف سیالیو ته لوبډله اعلان شوه

د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې ۳ پنځوس اوریزه کرکټ سیالۍ پلان شوې دي، چې د روانې ډیسمبر میاشتې په ۵ مه نیټه ترسره کیږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ غواروي کمیتې دغه سیالیو ته د هېواد د کرکټ ملي لوبډله اعلان کړه.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

د ایرلینډ خلاف کیدونکو دغه سیالیو ته په اعلان شوې لوبډله کې د لوبډلمشر اضغر ستانکزي ترڅنګ نور علي ځدران، جاوید احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه زرمتی، محمد نبي عیسی خیل، راشد خان، شفیق الله شفق، ګلبدین ناییب، نجیب الله ځدران، ناصر جمال، حمزه هوتک، دولت ځدران، شاپور ځدران او مجیب ځدران شامل دي.

اوس تاسو کولی شئ چې خپل موبایل ټیلفون کې یاران اپ ښکته کړئ.
په اندریوډ او ایفون دواړو اپ سټورونو کې یاران په انګلیسي ( Yaraan ) تور وپلټئ او زموږ اپ تر لاسه کړئ

همدې سیالیو ته په احتیاطي اعلان شویو لوبغاړو کې د افسر ځاځي، کریم جنت او فرید ملک نومونه شامل دي.

د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبدلو ترمنځ د ۳ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ د روانې ډیسمبر میاشتې په ۵ مه نیټه په لمړۍ سیالۍ سره پیل کیږي، چې دویمه لوبه به یې په ۷ مه او دریمه وروستۍ لوبه به د همدې میاشتې په ۱۰ مه نیټه ترسره شي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د روان ۲۰۱۷ م کال په وروستي سفر کې څو وروځې وړاندې متحده عربي اماراتو ته ولاړه، چې د انټر کانټینینټل جام سیالیو په وروستۍ لوبه کې یې د متحده عربي اماراتو لوبډلې پر وړاندې په بریا خپلولو سره د دغه جام اتلولي خپله کړه او د روان ۲۰۱۷ م کال وروستۍ لوبې به د ایرلینډ خلاف ترسره کړي.

تبصرې
Loading...