بریا او پرمختګ مخکښان

د اولمپیک پخوانی لوبغاړی؛ موخې او اهداف مو په دې ۱۰ لارو ترلاسه کړئ

لیکنه: ياران

ژباړه: حشمت الله رحمتي

د اولمپیک پخوانی لوبغاړی انګا سټاسیلیونټي وايي، د ژوند لوړو موخو ته د لاندې مواردو په پام کې نیولو سره ځان ورسوئ.
نوموړی زیاتوي چې ما د خپل ۲۰ کالو سپورت پر مهال د مختلفو باتجربه روزونکو څخه ډیر څه زده کړه، چې بلاخره مې په ۲۰۰۸ کال اولپیک سیالیو کې ښې سیالۍ وکړې. مګر کله چې مې خپله نورو ته روزنه شروع کړه پدې حقیقت پوه شوم چې روزنه واقغآ دومره اسانه نده څومره اسانه چې ما فکر کاوه.

د یو نوي کار شروع اسانه خبره نه ده، د خپلو موخو ته د رسیدو لپاره هر کله چې مونږ ګامونه پورته کوو، نو ډیرو ستونزو سره مخ کیږو، چې زمونږ مخه نیسي لکه ډار او نا باوري چې دا او دې ته ورته نورې ستونزې د تشویق په واسطه یو څه له منځه تلی شي. ددې لپاره چې دغه ټولې ننګونې کاملا لمنځه یوسو ،نو دلته مو تاسو محترمو لوستونکو ته ۱۰ هغه مهمې کړنې په ګوته کړي چې په پام کې نیولو سره به یې تاسې د ژوند ټولو موخوته په پوره کامیابۍ ورسیږئ:

۱. همیشه متعهد اوسه، د نورو تشویق ته سترګې مه نیسه
تر ټولو مهمه دا ده چې تاسې څومره خپل هدف ته ژمن یاست؟ دا هدف تاسې ته څومره مهم دی، او د ترلاسه کولولپاره یې څومره قربانۍ ته اماده یاست؟ هر کله چې تاسې پوره ژمنتیا ولرئ نو تشویق پخپله راځي.

۲. همیشه په نتایجو هم تاکید مه کوئ، بلکې زدکړه وکړئ
هر کله چې تاسې څیړنې، لاسته راوړنې، پرمختګ، کشفونو په هدف کړنې ترسره کوئ او ډیر فکر نتایجوته نه کوئ، نو تشویق بیا تاسې ته پدې مفهوم دی لکه وریځ چې د تیز باد په واسطه لمنځه تلی شي. لومړی باید د خپل سفر په رابطه ژور فکر وکړئ، نه دا چې خپل ټول وخت د منزل مقصود په فکر کولو تیر کړئ. همیشه پدې فکر او تاکید وکړئ چې مهمه خبره دا ده چې تاسې یو څه زده کوئ.

۳. خپل سفر او کړنې مو داسې اجرا کړئ چې خوند ترې اخلئ
دا یوه په زړه پورې لوبه ده او هر کله چې تاسې خپل هدف ته رسیدل غواړئ، نو بیا یو څه باید په جدې ډول هم اجرآ کړئ، معنا دا چې هدف ته کار کول داسې وکړئ چې خوند ترې اخلئ.

۴. خپلو واقعي فکرونو باندې کار شروع کړئ
فکرونه دي چې احساسات رامنځ ته کوي او همدا احساسات بیا سړی یو کار کولو ته تشویقوي، ممکن ستاسې په فکر ستاسې په ذهن کې مختلف نظریات شتون ولري، نو مهمه دا ده چې خپل وخت مو په فکرونو او سوچونو مه ضایع کوئ، ددې پر ځای هر هغه فکر چې تاسې ته مهم دی ژر پرې عمل وکړئ او لاس په کار شئ.

۵. خپل ذهن مو په کار واچوئ
هر کله چې تاسې منفي خیالات له منځه یوړل، نو ورپسې مرحله دا ده چې یو مثبت خیال وټاکئ، ځکه هر کله چې کړنې ښې روانې وي نو په خپله انسان ته یو نوعه انرژي ورکوي او کومه تجربه چې په سختۍ ترلاسه شوي وي، بیا له تاسې سره د سختو کړنو په اسانه اجرآ کې مرسته کوي.

۶. خپل ځان پخپله وهڅوئ
تشویق د عمل په معنا دی چې هر عمل بیا د ځان سره نتایج لري. بعضې وخت ستاسې کړنې ممکن هغه نتایج ترلاسه نکړي کوم چې ستاسې هیله ده. نو ددې لپاره تاسې باید پخپله ځان وهڅوئ او هیڅکله ځان ته کم فکر مه کوئ. موقع ېته انتظار وباسئ او ګټه ترې واخلئ او ځان مو پخپله له مشکل حالت څخه وباسئ. هر هغه څه چې تاسې ترې ویره لرئ نو په پوره میړانې یې تر سره کړئ.

۷. د ویرونکو او ناوړه شیانو په اړه فکر مه کوئ
هر کله چې تاسې د یو هدف په لټه کې یاست نو په دې لار کې ممکن د ځینو مشکلاتو او ننګونو سره مخامخ شئ، نو تاسې باید هیڅکه خپله حوصله د لاسه ورنکړئ او خپل وخت مو پدې عبث شیانو مه ضایع کوئ، همیشه د هغه څه په فکر کې اوسئ چې تاسې لره ډیر ګټور دي.

۸. په نورو تکیه مه کوئ
هیڅکله هم د بل چا د اوږو بار مه جوړیږئ او تل خپل کارونه په خپله کوئ او آن د خپل ملګري یا مشر څخه هم دا هیله مه کوئ چې ستاسې کارونه دې هغوی وکړي، ځکه هغوی خپله مصروفه دي، ځکه خپل ضروریات لري. پام مو وي چې هیڅوک به ستاسې د خوشالۍ لپاره ستاسې اهداف بل څوک لاسته وانه وړي.

۹. پلان
همیشه د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره درې خبرې په یاد لرئ: هر کله چې خپل اوونیز پلان طرحه کوئ. نو دا پکې ځای پر ځای کړئ چې څه، کله، او څنګه یې لاسته راوړل غواړئ. تل خپل روزمره فعالیتونه محاسبه کړئ، چې څه مونن تر لاسه کړیياو هغه کوم شیان دي چې تاسې باید کړي وای او نه مو دي کړي.

۱۰. د ستړیا او نا راحتۍ احساس مه کوئ
له ناراحتۍ او ستړیا څخه د وتلو یوه ساده لار تشویق دی. یعنې هر کله چې یو څوک د نورو له خوا تشویق شي نو بیا په خپلې ستومانۍ نه پوهیږي. ددې لپاره چې کارونه په ښه توګه تر سره کړئ، نو ټولې ستومانه کوونکيې نقطې وپیژنئ او یو څه وخت خپل ارام ته هم ورکړی.

د ذهن د ارامتیا او د وجود د فعاله ساتلو لپاره په خپل پلان کې تفریح ته هم وخت ځانګړی کړئ، هر کله چې د یوې مشکلې کړنې سره مخ شوۍ، نو د حل لپاره یې د کم وخت لپاره خپل ځای ترک کړه، ژوره ساه واخلئ، سترګې مو پټې کړئ او د ۵ دقیقو لپاره يې د حل په اړه فکر وکړئ.

د پورته لارښونو په عملي کولو سره به تاسې خپلو اهدافو ته په ارزانه، اسانه او ژر ورسیږئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران