ټولنیز ژوند سیاست

د اولاد درد

لیکنه: نعمان دوست

کوچنی باغ مو د لوکاټو له ونو ډک و. چې کله به ونې ګل شوې، تا به ویل لکه کتار عطاران چې ولاړ وي او پر خلکو شیبه په شیبه عطرونه شیندي. په باغ کې د بکیانډې یوه لوړه ونه ولاړه وه. د دې ونې ډډ صاف و او ښاخ یې نه درلود. ډیر وخت به مو همدې ونې ته د ختلو په تمرین تیریده. د باغ په یوه څنډه کې د رامبیلو بوټی و. له ګلانو مالمال و او له څنګه تیریدلو یې دماغ معطر کاوه.

موږ ماشومانو به په غولکو( لیندۍ) باغ کې کله تازه رسیدلې میوې ویشتلې او کله کوچنۍ مرغۍ. د مرغیو ویشتلو عجیبه کیف درلود او شاید همدې کیف سخت زړي کړي وو. موږ ته ویل کیدل چې ښکار مباح دی، رښتیا هم مباح دی. خو موږ ته چا دا نه و ویلي چې مرغۍ د خدای ج د ثنا او صفت سندر مارې دي. د طبعیت حسینۍ ډالۍ دي او خواږه غږونه یې روح ته سکون ورکوي او باید دا حنجرې پرې نشي.

موږ دومره سخت زړي شوي وو چې آن د مرغیو کوچني بچي مو هم ویشتل. داسې بچي چې د الوت متره به یې نه درلوده. ځای په ځای به ناست وو او وزرونه به یې رپول. کله به مو د مرغۍ کوچنی بچی وویشت، مور به یې شور جوړ کړ. د خپل اولاد پر جسد به یې دورې وهلې او کله خو به ګاټی د هغې په سینې هم ولګید او په هغه چاقو به یې غاړه پرې شوه چې د کوچني بچي په وینو به یې سور و.

په هغه ورځ، سهار وختي باغ ته لاړم. د رامبیل په بوټي کې یوه ډول ښایسته مرغۍ له خپل بچي سره ناسته وه. دې مرغۍ ته موږ( پیتړو) وایو. پر سر یې کوچنۍ جوغه وي. د لکۍ شاوخوا یې ژیړه ، سپینه یا سره وي. خوندور غږ لري. زما په لیدلو یې مور والوته او د بچي وزرونو کې یې د الوت زور نه و. غولکه مې راکش کړه، ګاټی پر هغه کوچني ښاخ ولګیده چې د مرغۍ بچي پرې ناست و. هغه له ویرې را ولوید او ما ور منډه کړه. له جیبه مې چاقو را وویست؛ خو وډار شوم. مور به یې راغله، یو شور به یې جوړ کړ. لنډه دوره به یې ووهله او بیرته به د ونې پر کوم ښاخ کیناسته. بل ځل چې مې د مرغۍ بچي ته لاس کړ، مور یې را والوته، مخامخ راته کیناسته، پر زمکه یې سینه سولوله او چیغې یې وهلې. لینده کې مې ګاټی کیښود او کش مې کړه. خو هغه پورته نشوه. نوره هم مخکې راغله او پر زمکه یې داسې سینه موښله تا وې خپله ځان ته قبر کاږي او له بې بچي ژوند مرګ غوره ګڼي. لاسونه مې سست شول. یو وهم پسې واخیستم، همداسې روان شوم او مور له خپل کوچني بچي سره روانه شوه.

له هغه وخته بلا کلونه اوښتي؛ خو اوس مې هم هیڅ نه هیریږي او چې کله مې په یاد شي له ځانه مې نفرت وشي.

دا کیسه نن بیا را یاده شوه. کیسه یوې لنډې ویډیو را یاده کړه. دا ویډیو په پیښور کې د پښتون د تحفظ مومنټ د یوې ګډونوالې وه. هغې د خپل وژل شوي بچي تصویر سینې پورې جوخت نیولی و او په چیغو چیغو یې کیسه کوله.

لر او بر زموږ د ډیرو میندو همدا حال دی. دلته د میندو په مخ کې د هغې نازولی زوی وژل کیږي. د زوی وینه آن د مورکۍ مخ ته والوځي. دلته د میندو د یوه زوی ویر ختم نه وي چې د بل جنازه یې په انګړ ور ننوځي. خو؛ دلته که میندې څومره چیغې ووهي او څومره سینې په خاورو وموښي؛ د قاتل لاسونه نه سستیږي.
خیر دی،
ما، له بچي سره د مرغۍ مینه لیدلې. ماته معلومه ده چې د مور لپاره اولاد څومره درد لري، نورې یې مه دردوئ. رښتیا، زموږ د ځوانانو وژل خو مباح هم نه دي.

محمد نعمان دوست، ۱۳۹۷، د وري ۱۸مه

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نعمان دوست

نعمان دوست تکړه افغان لیکوال، ژورنالیست او ټولنیز فعال دی. دا لیکنه یې په ځانګړې توګه د یاران لپاره ده.