ژوند بڼه له نړۍ

د اوسنیو ځوانانو په اړه د روغتیا پوهانو اندیښنې؛ دوی به د والدینو په شان اوږد عمر ونه لري

ژباړه او زیاتونه: حشمت الله رحمتي

د صحت متخصصین پدې تشویش کې دي چې اوسني ځوانان د ژوند د ناسم طرز له امله د خپلو والدینو په نسبت به کم عمر ولري:
څیړنې ښايي چې:

 ۳۰٪ ځوانان د سهار ناری نه کوي.

 ډیری ځوانان د یوې هفتې په جریان کې هر ورځ دوه یا حتا درې ځلې هغه غذآ استعمالوي کومه غذآ چې په تیزۍ سره تیاریږي او ډیر ویټامین هم نلري، بله دا چې په یو کړايي غوړیو کې د ۱۰ ځلو څخه ډیر غذآ پخیږي، چې ډیر وخت د زړه د ناروغۍ لامل ګرځي.

 د اوسنیو ځوانانو تازه سابه نه خوښیږي، او تقریبآ ۷۵٪ ځوانان کله کله میوه او سابه استعمالوي.

 ډیر تعداد ځوانان ۸ ساعته خوب هم نه پوره کوي، کوم چې د ښه صحت لپاره ۸ ساعته خوب ډیر مهم دی. ۳۰٪ ځوانان د ۴-۷ ساعته خوب کوي)، او اکثریت ځوانان د خوب څخه د راپاسیدو پرمهال د ستړیا احساس کوي.

 اوسني ځوانان د هفتې ۳۱ ساعته په انټرنیټ یا تلویزیون او یا هم کومې بلې رسنۍ مصرفوي. ډیری ځوانان سپورټ هم نه کوي.

 اوسني ځوانان ډیر د خپلې اینده په اړه فکر کوي، او ډیر کله د بیکارۍ پر مهال منفي فکرونه کوي، او منفي فکرکول عصبي حجرې تخریبوي.

اوس راځو د نړۍ په دریو برخو کې د اوږده عمر تر شاه په راز ځان پوه کوو!

د نړۍ پرمخ پدې درې سیمو کې د ډیری خلکو اوسط عمر تر ۱۰۰ کلون پورې رسیږي، ساینس يوهانو یې په اړه درانده بحثونه کړي چې مونږ یې هم در سره شریکوو:

1. اکوادور:
د اکوادور د هیواد د ویلکم بابا چې د انډس د ښار یو کلی دی په نړۍ کې د (اوږد عمر په دره مشهوره ده). څه فکر کوئ ولې پدې لقب دغه سیمه پیژندل کیږي؟

لومړی دا چې دغه د ویلکم بابا سیمه نه ډیره سړه هوا لري او نه هم ډير ګرمه، هوا د ۶۴-۸۰ فارنهایت پورې ده (۱۸-۲۷ سانتي ګریت)، هوا يې ډیره پاکه ده.

دوهمه دا چې ددې سیمې ډیر خلک بزګران دي او په پټیو کې سخت کار کوي، چې په پټیو کې کار کول یو ښه تمرین په نظر راځي.

دریمه دا چې ددې ځای خلک ډیر کله د خپلو پټیو سبزي خوري، د خپلوباغونو د میوو څخه پخپله ډیره استفاده کوي، غوښه او د ماهې د خوراک څخه هم ډیره فاصله لري، د ویلکم بابا سیمې د ویلکمبا د سیند اوبه هم د منرالونو څخه ډیرې غني دي. دوی همدارنګه ډیر ښه ټولنیز ژوند هم لري، د ویلکم بابا د سیمې خلک یوه ډیره مشهوره وینا لري( ښه او چپه پښې په ښه صحت کې ډیرې مهمې دي، ځکه همدا پښې دي چې تاسې کولی شئ چې د خپلودوستانو څنګ ته ولاړ شئ.

2. ایټالیا:
د ایټالیا د هیواد د سردانیا د اګلایسټا غرنۍ سیمه یوه د هغو سیمو څخه ده چې په هرو ۲۰۰ کسانو کې یو کس د ۱۰۰ کلو څخه ډير عمر لري. ددې سیمې ډیر خلک دهقانان او څاروي ساتونکی دي. ددې سیمې ډير خلک د ناروغۍ پرمهال درمل نه استعمالوي. ددې سیمې خلک یوه مشهوره وینا لري( زه اخبار نه لولم، ځکه زه نه غواړم چې خپه شم)، مطلب دا چې ددې سیمې خلک هیڅکله هم خپل زړه نه خپه کوي.

3. جاپان:
د جاپان د اوکینوا سیمې خلک د غوښې او ماهیانو پرځای د سبو څخه استفاده کوي. ددې سیمې خلک د ژوند یو ډیر ښه طرز لري، دوی د ورځې په جریان کې د خوب لپاره هم وخت ځانګړی کړی دی، یوه میرمن چې د اوکینوا د سیمې اوسیدونکې ده د ۱۰۷ کلونو ده او میشي نومیږي یو ژورنالیست ته ددې پوښتنې په ځواب کې چې د ډیر عمر تر شاه دې څه راز پروت دی؟ نوموړې میرمن داسې ځواب ورکوي مونږ د ملګرتیا ډیر خیال ساتو، مونږ ډیر خوشحاله ژوند تیرو، مونږ همیشه مثبت فکرکوو، او هیڅکله هم عجله او چالاکي نه کوو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حشمت الله رحمتي