ټولنیز ژوند ژوند بڼه سیاست

د افغان سکانو او هندو باورو د یوازیني پارلماني نوماند نریندر سینګ د ژوند کیسه !

لیکوال: عابر شایګان
ژباړه: بریښنا ارغند

د روانې چنګاښ میاشتې د یکشنبې ورځې د مازیګر پينځه نیمې بجې ورته ډېرې بدې شېبې وې، په دغو شېبو کې د ننګرهار د ولایت مقام ودانۍ ته نیږدې پر دوی چاودنه وشوه ، چې د ده ۹ عزیزان یې ووژل . د ده لاس و غاړه هم په وینو سره ول، په ټپي ځان یې د پلار جسد پر اوږه او د روغتون پر لور منډې وهلې، هیله یې وه چې ښایي د پلار وتلی روح بیرته را وګرځولای شي . کله چې روغتون ته ورسیدل، پلار یې نور ژوندی نه و .

پلار یې ومړ او ده ته لا ډېر مصیبتونه په میراث پاتې شول، په دې پېښه کې یوازې د ده پلار نه و وژل شوی، دغې چاودنې د ټولو اهل هنودو او سیکانو هیلې سیزلې وې.

نریندر سینګ وایي: پلار مې تل ویل، چې زه مې د خلکو او وطن لپاره شهادت ته حاضریم . زما زړه پرهغه نه دردیږي، دې ته دردیږي، چې له هغه سره نور مشران او ځوانان هم وسوزیدل، زه هم سخت ټپي شوم، خو په درد مې نه پوهیدم، اوس هم نه پوهیږم .

نریندر سینګ اوس هم د پلار او د اهل هنودو او سیکانو د نورو مشرانو ویر ژاړي، خو له دې سره باید یوه لویه پریکړه هم وکړي . دا پریکړه د افغانستان په پارلمان کې د سیکانو او اهل هنودو استازیتوب دی، چې ور له غاړې شوی دی . د افغانستان د اهل هنودو او سیکانو سراسري شورا پریکړه کړې، چې دی باید د راتلونکي میزان میاشتې په پارلماني ټاکنو کې د خپل وژل شوي او یوازیني نوماند پرځای دغو ټاکنو ته نوماند شي . ټاکل شوې، چې نریندر سینګ د دې کار لپاره نن دوشنبه یا سبا سې شبنه د ټاکنو خپلواک کمیسون ته لاړ شي او نوم لیکنه وکړي .

۳۷ کلن نریندر سینګ د اوتارسینګ خالصه مشر زوی دی. دا عمر ممکن په پارلمان کې د استازیتوب لپاره مناسب وي، خو نریندر سینګ ته ستونزمنه ځکه ده چې نه د رسمي او سیاسي کارتجربه لري، نه یې سواد شته او نه یې دا کار کله خوښ کړی و . هغه ټول عمر یوازې کار او مزدوري کړې ده، ده ته د زده کړو چانس هیڅ کله نه دی مساعد شوی . ده په ۳۷ کلن عمر کې یوازې ۷ کاله د ماشومتوب او ازاد ژوند تجربه لرلې، پاتې نور عمر یې یوازې کار او مزدورۍ ته ځانګړی و .

اوتارسینګ خالصه چې پارلمان ته د اهل هنودو یوازینی نوماند و، څو ورځې وړاندې په جلال اباد کې په یوه برید کې ووژل شو

د اویایمې لسیزې د جګړو پر وخت د ژمي په یوه سړه ورځ اوتارسینګ خالصه دوه موټرې کرایه کوي څو د کورنۍ غړي، چې مجاهدینو یې هرڅه لوټ و تالان کړي وي، په تش لاس غزني ته واستوي . اوتار سینګ خالصه یوازې دې ته هم خوښ و، چې دا او کورنۍ یې په روغ ځان له شره ژغورل کیږي . هغه وخت نریندر سینګ ۸ کلن او د یوه دوکان شاګرد و . دی وایي: ((ما هیڅ درس نه دی لوستی، کله چې ۷ کلن وم او مجاهدین ګردیز ته راغلل، زموږ ژوند ډېر خراب شو، یوې مړۍ ډوډۍ ته محتاجه وو، د همدې لپاره زه د یوه دوکان شاګرد شوم او څو کاله مې دغه کار وکړ)).

له څو کلنې شاګردۍ څخه وروسته نریندر خپله د یوه کاروبار تابیا کوي، دی د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې د چینایي نفتي څراغونو(ګیسونو) د ترمیم دوکان جوړوي، کار یې تازه بازار موندلی وي، چې مجاهدین او په ځانګړي ډول حقاني شبکه یې کور ورانوي او ټول هست و نیست یې لوټي . د بدې ورځې حساب ورسره یوازې دا نه وي؛ یوه ورځ یې پر کور راکټ لګیږي او د درېیو پېغلو خویندو ترڅنګ یې یوه پينځه ـ شپږ کلنه خور وژني؛ تر دې بده دا چې په همدې اویایمه لسیزه کې یې اووه ترونه څه د مجاهدینو لخوا وژل کیږي او څه هم د خپلو ناروغیو له لاسه مري .
نریندر سینګ وایي: اووه ترونه مې د مجاهدینو په وخت کې له لاسه ورکړل، یو یې ډاکټر، بل یې سرتېری او درېیم یې قومندان و، یوازې یو تره مې پخپل طبیعي مرګ ومړ، نور مجاهدینو؛ په خاص ډول حقاني شبکې او څو تنه یې کوچیانو ووژل .

کله یې چې په غزني کې په دویم ځل ژوند له صفره پيل کړ، پلار یې اوتار سینګ لومړی نهه میاشتې او بیا درې کاله پرله پسې سخت ناروغ او ځای پرځای شو . نریندر څو کاله په غزني کې د کور د ګټې یوازینی سړی و، ده د خپلې کورنۍ ترڅنګ د وژل شویو ترونو د کورنۍ سرپرستي هم کوله، چې د غړو شمېر یې لسګونو ته رسیده . په غزني کې د کاروبار خرابوالی سبب کیږي، چې اوتارسینګ له کورنۍ سره له پېښو ډکې پلازمېنې کابل ته راشي . د کابل ژوند ځانګړې ستونزې لرلې، دلته نریندرسینګ بیا دې ټولو ستونزو ته اوږه ورکوي او له درسه لیرې بیا په پردۍ شاګردۍ خپله کورنۍ ساتي .

دی وایي: هلته غزني کې زموږ اقتصادي وضعیت نه ښه کیده، کابل ته راغلو، دلته مې هم شاګردي کوله، کورنۍ ډېره ګڼه او ستره وه، د وژل شویو ترونو کورنۍ هم را د غاړه وې، ما نه شو کولای، چې درس ووایم، باید د ژوند سختیو ته مې اوږه ورکړې وای .

هغه د پلار له مرګ څخه وروسته اوس د یوې ۱۴ کسیزې کورنۍ مشر دی . ده د ترونو له وژل کیدو وروسته د هغوی له مېرمنو او ماشومانو سره ګډ ژوند کړی دی، دی درې وروڼه او درې خویندې لري. خویندې یې ټولې واده شوي، خو وروڼه یې د ده په شان(حکیمان) او د یوناني درملو پلورونکي دي . د هغوی توپیر ورسره دا دی، چې هغوی څه نا څه لیک لوست کولای شي، یانې تر ۷ـ ۸ پورې یې زده کړې کړي، خو د اقتصادي ستونزو له کبله یې بشپړولو ته نه دي برابر شوي .

نریندر سینګ که د پلار په برخلیک اخته نه شي، نیږدې ۴ میاشتې وروسته به د افغانستان په ۲۴۹ کسیز پارلمان کې د سیکانو او اهل هنودو یوازینی او لومړنی استازی وي . د دغه استازیتوب حق اهل هنودو ته په ۱۳۹۲ کې د هغه وخت ولسمشر حامد کرزي د یوه تقنیني فرمان په ورکولو سره ورکړ . هغه په فرمان کې ویلي و، چې دغه مذهبي اقلیت په پارلمان کې په امتیازي ډول د یوه استازي حق لري .
اوس پوښتنه دا ده، چې نریندر سینګ په نالوستۍ او بې تجربه ګۍ کې څنګه د وکالت مسولیتونه مخته وړي او آیا د خپلو خلکو د حق او غوښتنو تمثیل به وکړای شي ؟ دی یې په ځواب کې وایي، چې که سواد نه لري، خو ښه دلیل او منطق ورسره شته . نریندر سینګ تل د پلار په رسمي او نارسمي ناستو کې ګډون کړی او په وینا یې د پلار ترڅنګ یې کلونه ـ کلونه نیږدې والی ورته لویه تجربه او زده کړه وه .

دی وایي: هیله من یم، چې د پلار موخې تعقیب کړای شم، غواړم د پلار پر لاره لاړشم او د خلکو خدمت وکړم، پلار مې راته نصیحت کړی، چې هیڅکله حرام ونه خورم او څوک هم له دروازې څخه نهیلی ونه لیږم .

نریندر سینګ وایي: پلار به مې تل راسره مشوره کوله او ویل یې، چې که پارلمان ته لاړشم ته به مې لومړی سلاکار یې .

ښاغلي اوتار سینګ خالصه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې پارلمان ته د لار موندنې په ترڅ کې به نه یوازې د سیکانو او اهل هنودو؛ بلکې د ټولو افغانانو لپاره خدمت کوي . د هغه د اهدافو بله برخه د بېوزله او سوالګرو ماشومانو لاسنیوی و . هغه په ۵۵ کلن عمر کې د ټولنیزو، فرهنګي او رسمي کارونو اوږده تجربه لرله .

اوتارسینګ ۲۲ کاله د افغانستان د اهل هنودو او سیکانو د سراسري شورا ریس او دغه راز د کابل ښار د درمسالونو ریس و . هغه د ملي شورا په ۱۵ مه دوره کې د مشرانو جرګې غړی هم و .نوموړي د سیکانو د قانون په برخه کې لوړې زده کړې کړې وې او کلونه ـ کلونه یې په دې برخه کې په کابل او غزني کې د درمسالونو زده کوونکي روزلي وو . اوتار سینګ د افغانستان د پکتیا ولایت اړوند و او په ۶۰ او ۷۰ مه لسیزه کې یې د افغان پوځ په لیکو کې خدمت کړی و .

اوس د هغه مشر زوی نریندر سینګ غواړي د هغه پر پل پل کېږدي .دی د خپل دوکان او د ځمکو د پیر و پلور مسولیتونه خپلو درېیو نورو وروڼو ته سپاري او خپله د پلار د ارمانونو پر کرښه مزل کوي .

نریندر سینګ وایي: ما هم که پارلمان ته لاره ومونده، هیله من یم چې قوم او وطن ته خدمت وکړم، زه هم چمتو یم چې د پلار په شان د خپل وطن لپاره ځان قربان کړم !

سرچینه : اطلاعات روز ورځپاڼه

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بريښنا ارغند