بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند زده کړې

د انګېزې رامنځته کولو آسانه لارې چارې

ژباړه: نور احمد فضلي

که بې حوصلې یاست؛ که کاري انګېزه نه لرئ، فکر وکړئ چې له انګېزې مالامال یاست. ددې کار ښه والی په دې کښې دی چې په محضی خوځښت سره، کرار کرار داسي احساسوئ چې په رښتیا سره احساسات او جذبات ستاسې په وجود کښې ژوندي شوي دي.

دا زموږ د ټولو له پاره معمول دی چې کله د روانو چارو څخه نهیلي کېږو او سره له دې چې یوه ټاکلي هدف ته د رسېدو په درشل کښې یوو؛ خو کله داسي وسي چې د مخته تلو څخه یې نهیلي او زړه ماتي شو. په دغسي حالاتو کښې چې کوم کار باید وکړو، هغه همدا خپل تلاش او کوښښ ته دوام ورکول دي. کله چې نهیلي کوونکي شرایط درته چمتو سول او ستړیا مو احساس کړل- نو دا حقیقت ومنئ چې پر دې وخت ستړیا او ستومانتیا کاملاً طبیعي خبره ده. کوم کار چې تاسي یې باید دلته وکړئ دا دی چې په هماغو کوچنیو ګامونو سره خپل کار ته دوام ورکړئ – چې دا کار تاسي خپلې موخي ته رسوي.

له انګېزې مالامال انسان په توګه اقدام وکړئ
که بې حوصلې یاست؛ که کاري انګېزه نه لرئ، فکر وکړئ چې له انګېزې مالامال یاست. ددې کار ښه والی په دې کښې دی چې په محضی خوځښت سره، کرار کرار داسي احساسوئ چې په رښتیا سره احساسات او جذبات ستاسې په وجود کښې ژوندي شوي دي.

یو کوچنی کار وکړئ او د سرته رسولو په موخه یې پلان جوړ کړئ. د بېلګي په ډول خپل کاري مېز پاک کړئ، لوښي پرېمینځئ او یا یو بل کوچنی کار وکړئ- خو پیل یې وکړئ. پر دې اساس کله چې مو خلاص کړ داسي احساسوئ چې د وروستنیو کارونو د سرته رسولو چمتو والی مو هم پیداکړی دی.

ځکه نو هرکله چې مو کار د لاسه نه کیږي؛ بې حوصلې یاست او انګېزه مو په وجود کښې نه وي، یو کوچنی کار را پیل کړی چې په پای ته رسولو سره یې ستاسې حوصله زیاته او علاقه مو پیداسي.

هره ورځ د سهار پر مهال له ځانه څو مثبت او روح بخښوونکي سوالونه مطرح کړئ. سوالونه دي درې اړخیز- هیله بخښوونکي وي:
• پر همدې وخت په ژوند کښې له څه شي څخه خوښ یم؟
• کومه ځانګړنه په ما کښې خوشحالي رامنځته کوي؟
• څنګه په ما کښې دا حالت رامنځته کوي؟
ډېره مهمه ده چې پوه شئ ولي او څنګه حالاتو تاسو ته یو ښه احساس درکړی دی. دا سهارني سوالونه فوق العاده دي، ځکه یاد سوالونه تاسي ته له روانو چارو څخه د ژور درک امکان درکوي او وروسته هماغه مثبت احساس تاسو درلېږدوي.

د خپلې پرمختیا کچه مو وارزوئ
له څو میاشتو راهیسي ستاسې یو دوست ته ځانګړی غذايي رژیم ور شروع دی. وروسته تر څو میاشتو چې کله د نوموړي سره وینئ – ګورئ چې په نوموړي کښې زیات بدلونونه راغلي دي، خو په زړه پوري دا ده چې ستاسې دوست دې بدلونونو ته هیڅ متوجه نه دی. تاسي ورته وایاست چې د پخوا په پرتله یې ډېر تغییر کړی دی. ځکه ستاسې په ذهن کښې د نوموړي د پخواني غذايي رژیم تصویر دی همدا وجه ده کله چې د نوموړي د وروستني غذايي رژیم سره یې پرتله کوئ؛ په اندام کښې یې ښکاره توپير تشخیصوئ.

د انګېزې او موخو په لاس راوړلو له پاره ښه ده چې لږ تېر ته ور وګرځئ او د فعالیت د پیل ټکي ته مو کتنه وکړئ. په کومه مرحله کښې واست او اوس کومي مرحلې ته رسېدلي یاست؟ در په یاد یې کړئ چې څنګه د موخي د پیل له لومړنیو خنډونو او وهمونو څخه په بریالیتوب سره راتېر شوي یاست او اوس د لاري په منځ کښې یاست. کله چې خپل تدریجي پرمختګ ته کتنه کوئ – د پر لاس راوړو بریالیتوبونو څخه به د خوښۍ او خوند احساس وکړئ او په تاسو کښې به موخو د بیاځلي تکرار انګېزه او علاقه پیداسي.

ستونزمن کار لومړی را پیل کړئ
ډېر وختونه چې کله خپلو ورځنیو چارو ته فکر کوو یو ډول اندېښمن سو چې څنګه به دا ټول کارونه کوو. له سخت ترین کار څخه یې را پیل کړئ. کله چې په نوملړ کښې له سخت کار څخه پیل وکړئ او پای ته یې ورسوئ، داسي احساس کوئ چې یو دروند پېټی مو له اوږو لیري کړی دی. همدلته دی چې په وجود کښې مو د لا زیات سکون احساس راڅرګندیږي او پاته ورځ به پر ځان باندې زیات اعتماد ولرئ او ورځنۍ اندېښنې مو کمیږي.

خپل بریالیتوب مه هېروئ
همېشه او په هر وخت کښې پر ناکامیو او ماتیو د فکر کولو پر ځای خپل بریالیتوبونه او موفقیتونه در په یاد کړئ. ښه او غوره به دا وي چې بریالیتوبونه مو یاداښت کړئ؛ تر دې چې جزئیات هم له لیکلو پرته پرېنږدئ، ځکه چې د بریالیتوب هېرول ډېر آسان دي او هرکله چې خپلو یاداښتونو ته رجوع کوئ – دا کار کولای سي په تاسو کښې یو ښه احساس را ژوندی کړي او په وجود کښې مو د کار او کوښښ انګېزه ژوندۍ او تازه وساتي.

موخه یوازینۍ پایله نه ده
متاسفانه ډېری کسان موخي یوازي تر پایلو څرګندېدلو پوري څاري. بریالیتوب یوازي په یوه ځانګړې برخه کښې یا د یوې خاصي پيښي په راڅرګندېدو کښې نه تعریفیږي. د بېلګي په ډول: ځیني کسان په دې باور دي چې که ۵ کیلو وزن کم کړي نو دوی به سالم او ښه اندام لرونکي وي دا په داسي حال کښې ده چې په روغتیا او سلامتیا کښې بریالیتوب یوازي تر دې نتیجې پوري نه منحصريږي. کوم څه چې موخي له خوند او کیفه ډکوي هغه د جریان سره یوځای کېدل او موخي ته د رسېدو جریان دی- کټ مټ لکه هغه سفر چې یوازي مقصد ته تر رسېدو پوري نه وي بلخوا مسیر او جریان هم د سفر یوه برخه ګڼل کیږي.

له ماتې مه بېرېږئ
له ماتې څخه د بېري پر ځای، هغه د بریالیتوب د یوې طبیعي برخي او اړینو – ګټورو مالوماتو یو ډول په توګه ومنئ. د باسکټبالانو یو مشهور (مایکل جردن) وايي: تر ۹ زره واري ډېر تېروتم او کابو ۳۰۰ لوبي مي وبایللې. ۲۶ واري یې پر ما اعتماد وکړ چې زه کامیاب سم خو زه کامیاب نه سوم. په وار وار ناکام سوم او همدا وجه ده چې په ژوند کښې بریالی سوی یم. ځکه نو له خپلو ماتېو تجربه واخلئ او له ځانو وپوښتئ چې دا ځل، دا ماتې ماته کوم درس راکوي؟

هر کار په یوه مثبت فکر او نظر سره را پیل کړئ
دا زده کړئ چې ډېری وخت باید مثبت فکره اوسئ او منفي فکرونه وړاندي تر دې چې ستاسې په لاره کښې خنډ وي، له ذهنه وباسئ. سمه ده چې ټول همېشه نه شو کولای مثبت فکره و اوسو، مګر په باور سره زموږ څخه ډېر کولای شو چې یاد حس په ځانو کښې تقویه کړو او لاسته راغلې پایله هم کولای سي چې زموږ په لا هڅو او هاند کښې مرسته وکړي.

دا ګډ احساسات دي
تر دې چې ډېری بریالي او مشهور کسان هم ځیني وختونه د انګېزې نه درلودلو په بند کښې راګېریږي خو د نورو کسانو سره د دوی توپیر په دې کښې دی چې دوی حتا په ډېرو ستومانوونکو حالاتو کښې هم د خپل رواني حالت په کنټرول کښې راوستلو په حللاره پسې وي او نه پرېږدي چې احساسات یې پر منطق غالب سي. د انګېزي په لاس راوړلو له پاره د لنډي مودې احساساتو ته په ذهن کښې ځای مه ورکوئ.

شته مالومات بیاځل وګورئ
د هر کار په پیل کښې لازم مالومات درلودل اړین دي، خو کله ټولنه او رسنۍ داسي مالومات انسان ته ورکوي چې منفي اغېز لري. نو د خپلو ذهني محفوظاتو ارزونه وکړئ. منفي ټکي لېري کړئ او خپلې پوهي ته په پاملرني سره، د خپلو موخو پر لاس راوړلو له پاره د مثبتو او ګتورو مالوماتو څخه ګټه واخلئ.

پوه شئ چې کوم څیز ستاسې د خوشحالۍ سبب ګرځي؛ موږ ټول پوهېږو چې ځیني خاص حالات یا کارونه زموږ د خوښۍ سبب کیږي، نو په هره اندازه چې تاسي کولای شئ یا غواړئ هغه کار وکړئ چې تاسي خوشحاله کوي. البته باید پام مو وي چې دغه غوښتنه د هغو ټولنیزو آدابو او رسومو سره چې تاسي پکښې ژوند کوئ او انساني او مذهبي باورونو سره په ټکر کښې نه وي.

د خپلو موخو ځای او وخت مو واړوئ
د ځانونو له پاره ځانګړي او ستري موخي وټاکئ. لوی هدفونه د کوچنیو هغو په پرتله په فرد کښې زیاته انګېزه رامنځته کوي. لویې موخې زیاتي اغېزناکي وي او کولای شي چې د قوي انګېزو تولیدولو منبع وګرځي.

کار مو په کرارۍ سره راپیل کړئ
په چټکۍ سره د کار راپیلولو پر ځای مو لومړني ګامونه په کرارۍ سره واخلئ. کله چې په زړه جمعي او ډاډ سره د کار سر ږدئ، ستاسې دماغ ته دا امر نه رسیږي چې دا کار باید په هرڅومره بېړه سره ختم سي. خو که د انسان دماغ داسي احساس کړي چې دغه کاري پروګرام یې باید په چټکۍ سره پای ته ورسیږي نو څه پېښیږي؟ ډېری وختونه سوني دي چې فرد له سره یاد کار را پیل نه کړي. نو له بېړي او عجلې پرته د یوه کار راپیلول بهتر دي تر هغه چې کار اصلاً پیل نه سي.

ځان مو یوازې د خپل ځان سره پرتله کړئ د نورو سره نه
د نورو سره د ځان پرتلنه او دا چې ستاسې د هڅو پایله څه شي اوسېدلې او په کوم موقعیت کښې ولاړ یاست، د انسان د انګېزې او خلاقیت قوې وژونکې ده. همېشه ډېر کسان سته چې تر تاسو پیاوړي دي او څو داسي کسان هم سته چې د مادي او معنوي دواړو اړخونو څخه د ټولو څخه وړاندي تللي دي، ځکه حواس او قوې مو یوازي پر ځان، په مخ کښې پر شته پلان او البته هغه پایلي باندي چې ستاسې عاید ګرځي، متمرکزي کړئ او پوه شئ چې څنګه کولای شئ خپل ذهني پلان ته پرمختیا ورکړئ او د اجراء تر مرحلې یې را ورسوئ. د لاسته راغلیو پایلو بیا ارزونه هم زیاته مهمه ده. په دې کار سره تاسي کولای شئ خپلې تېري تېروتني پیدا کړئ او د دوی او یا دوی ته ورته تېروتنو د بیاځلي تکرار څخه مخنیو وکړئ. د لاسته راغلیو پایلو د بیاځلي ارزوني یوه بله ګټه د څو برابره انګېزې رامنځته کول دي. ددې موضوع درک چې ستاسو د هڅو او کوښښونو حاصل څه شي شو او تر کومه ځایه راغلي یاست، ستاسو ځواک او علاقه څو برابره کوي او خپل بریالیتوب ته به هک پک شئ.

د یوه قهرمان په توګه اقدام وکړئ
د قهرمانانو ژوند او د ژوند تجربې مطالعه کړئ او د دوی سلوک او عمل د ځانو له پاره نمونه وګرځوئ او د دوی خبرو ته غوږ کښېږدئ. بیامومئ چې د دوی په کار او تلاش کښې داسي کومه ځانګړتیا وه چې دوی ته یې بریالیتوب ور نصیب کړی و. خو همېشه دا په یاد ولرئ چې یاد خلک زموږ او د نورو کسانو په شان دي. ځکه نو ددې پر ځای چې دوی تر ځانونو لوړ وګنئ او ستاینه یې وکړئ، پرېږدئ چې له دوی څخه الهام واخلئ.

کوښښ وکړئ چې کارځای او یا تصور کړی پلان مو داسي جوړ کړئ چې تفرېح او ساتېري ته هم پکښې ځای ورکړل سوی وي. په دې کار سره به د کار ترسره کولو او پای ته رسولو له پاره کافي انګېزه ولرئ.

یوازي هوساینه مه غواړئ
د کهالۍ سره چې د ټنبلۍ یو ډول دی، پرېکون اعلان کړئ او په ځان کښې د انګېزې رامنځته کولو له پاره د ستونزو سره مبارزه وکړئ.
هغه کار چې غواړئ ترسره یې کړئ، لومړی مطالعه کړئ، کله چې غواړئ کار را پیل کړئ، د پروسې په اړه یې څېړنه وکړئ. په دې سره به تاسي د کار مقدار او هغو ستونزو سره چې سوني دي تاسي ورسره مخامخ شئ؛ آشنا شئ.

کله بېځایه هیلي او توقعات د انسان د لومړنۍ انګېزې د کمېدو او د فرد د لومړني ذوق او مصمم واله د له منځه تلو سبب کيږي. د خپلو غوښتنو په محدودولو سره کولای شئ چې د ذوق او علاقې څخه حاصلي کړي انرژي د بیرته ضایع کېدو مخنیوی وکړئ او د کار ترپایه باانګېزه او پیاوړي اوشئ.

که د هغو کسانو حالت مطالعه کړئ چې یو وخت یې تاسو ته په ورته حالت کښې ژوند کاوه؛ پر دوی څه تېر سول، د کومو ستونزو سره مخامخ سول او څنګه یې له یادو ټولو حالاتو ځانونه را و ایستل- دا به درته ډېر ګټور او له پنده ډک وي. کولای شئ چې د دوی د ټاکلي کړنلاري سره په مرتبط کولو او هغه څه تاسي پوهېږئ، یو مناسب کاري کړنلاره غوره او خپل فعالیت را پیل کړئ. په دې سره تاسي د اندېښنو کچه کمیږي او لا ښه کولای شئ چې کاري شرایط مدیریت کړئ؛ هغه که له احساسي او یا عملي اړخه وي، ځکه لږترلږه پوهېږئ هغوی چې پر ورته لارو تګ کړی دی له کومو ستونزو او پیښو سره مخامخ شوي دي او د احساسي او عملي اړخه دغه پوهاوی ستاسې د تسویق او زړه ډاډمنتیا سبب ګرځي.

دا مالومه کړئ چې ولي غواړئ یو کار وکړئ- که نه پوهېږئ چې په کوم دلیل دغسي یو کار کوئ یا دا چې د ترسره کولو له پاره یې کافی دلیل نه لرئ، نو دداسي یوه کار پای ته رسول به ستاسو له پاره ستونزمن وي. داسي کار غوره کړئ چې د ترسره کولو له پاره یې څرګند او واضح دلایل ولرئ. که مو و نه شو کولای، ددې کار فعالیت پرېږدئ او پر ځای یې یو بل فعالیت را پیل کړئ- چې د کولو له پاره یې ښکاره او څرګند سببونه ولرئ.

خپلې موخې یاداښت کړئ
د ترسره کوونکي فعالیت څخه کومي موخي لرئ- دا ولیکئ، بیا یې راواخلئ پر یوه دېوال، یا هنداره باندي یېئ ونښلوئ. په دې کار سره د ورځې په اوږدو کښې د کار کولو مرحلې بیا بیا ګورئ او دا کله سبب کیږي چې تاسي ته د کار تداوم آسانه کړي.

تلوېزیون کم وګورئ
رښتیا تاسي د ډېر تلوېزیون کتلو علاقمند یاست؟ هڅه وکړئ چې د تلوېزیوني پروګرامونو د کتلو له پاره ډېر وخت ور نه کړئ او په خپل حقیقي ژوند کښې د خوښي وړ فعالیتونه وڅارئ او په خپلو مېتودونو سره یې ترسره کړئ.

کاري پروګرام مو په څو کوچنیو هغو واړوئ
که لویه کاري پروژه ترسره کوئ، هغه پر څو کوچینو پروژو تقسیم کړئ، وروسته د کار پر لومړنۍ برخي تمرکز سره خپل فعالیت را پیل کړئ او کله چې یاده برخه خلاصیږي، بله برخه را پیل کړئ. د لومړۍ برخي په ترسره کولو کښې چې مو کومي کوچنۍ لاسته راوړني درلودلي دي، ستاسې د انګېزې زیاتېدو سبب کیږي او پر ټول کار تمرکز کول چې سوني دي ستاسې د ستومانتیا سبب سي؛ مخنیوی کوي. که په همدې مېتود ولاړ شئ – د تر لاسه کېدونکو پایلو څخه به هک پک شئ.

د نوښت قوه مو وکاروئ
یو کاغذ را واخلئ او د کاغذ په سر کښې ولیکئ چې په کومه برخه کښې مو فعالیت او کار کول خوښیږي. سوني دي د ډېر عاید ګټل یا د مریضۍ سره مبارزه کول او خپل روغتیا تضمینول ستاسې هدف وي. اوس را ولاړ شئ د خپلې خوښي موضوع اړه ۲۰ نظریات ولیکئ. کوښښ وکړئ ۱۰ نور نظریات هم په لیست کښې ونیسئ؛ البته دا به ټول ګټور نظریات نه وي. تاسي تر اوسه خپل نوښتګر فکر په کار اچوئ او موخي ته په رسېدو کښې چې کوم نظریات ډېر ګټور دي؛ پیداکړئ. دا کار په دې خاطر ښه دی چې یوازي مو خپل نوښتګر فکر پر کار نه دی اچولی، بلخوا درته مالومه سوې به وي چې تر کومي اندازې نوښتګر یاست؛ هم مو په ځانو کښې د کار ترسره کولو انګېزه ژوندۍ کړې او هم مو د روحی اړخه د ځان له پاره مناسب شرایط مساعد کړي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي