ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د انسان د ژوند پر روح او روان د رنګونو اغیز؛ دلته مو ځیني رنګونه تحلیل او شنني دي

د انسان پر ژوند د رنګونو اغېز

ژباړه: محمد عزيز پردېس

رنګونه کولی شي د انسانانو پر ژوند ژور اغېز ولري او زمونږ پر رواني او روحي حالاتو خپل تاثير پرېږدي.
په دې مطلب کې مو هڅه کړې چې د ځينو رنګونو تحليل او شننه وکړو، له مونږ سره واوسئ.

سور Red


سور رنګ د اور يوه برخه ده. د اعصابو او وينې محرک او د ادرنالينو د ازادېدلو، د وينې د فعالېدلو او بدن ته د سکون وربښلو لامل کېږي. دا رنګ تاسو سره مرسته کوي چې په ستړيا، تشويش او بې حالۍ غلبه وکړئ. که شاوخوا ته مو دا رنګ شتون ولري، نو ټپونه به مو ژر ورغېږي.

سور رنګ تاسو سره مرسته کوي، ترڅو د سردرد زوروونکي شر څخه خلاص شئ ( د دې کار لپاره مو د سترګو مخ ته يوو سور رنګه ټوټه ونيسئ ). سور تر يو حده د وينې د فشار د لوړوالي لامل ګرځي. په هرصورت تل په ټولو څيزونو کې اعتدال مراعت کړئ. سور رنګه خوراکي توکي وخورئ، لکه: الوبالو، سره توتان، سره الو، سره مرچ ….

نارنجي Orange


نارنجي رنګ د ششونو، معدې او طحال د غښتلتيا باعث کېږي. په تاسو کې د سلامتي حس رامنځ ته کوي. نارنجي رنګ محرک او ګرم دی. همدارنګه دا رنګ د آسم ( يو ډول ناروغي ده ) او اشهتا د ښه کېدو لپاره غوره بلل کېږي.
نارنجي رنګه مېوې او خواړه وخورئ: زردالو، نارنج، نارنجي مرچ…

بنفشViolet


بنفش رنګ اراموونکی خاصيت لري. د اعصابو لپاره ګټور او په ځانګړي ډول د عصبي لرونکو کسانو لپاره توصيه کېږي. دا رنګ د معنوي اموراتو، د شپږم حس د فعالولو او د ذهني وړتیاو لپاره هم اغېزمن بلل کېږي.
د روحي او عصبي ناروغيو، روماتيزم، مغزې ضربې، د کليې او مثانې ناروغيو لپاره بنفش رنګ ګټور دی.
بنفس رنګ لرونکي خواړه وخورئ: بانجان، بنفش رنګ لرونکي انګور، بنفش رنګ لرونکي کرم…

ژېړ Yellow

ژېړ رنګ د بدن د عصبي ساختمان لپاره مثبت رنګ دی، چې د هوش د هڅونې لامل کېږي او په درسي ټولګيو او يا هر هغه ځای چې د خبرو اترو لپاره وي؛ وړ دی. د ژېړ او نارنجي رنګونو ته په کتلو سره مو روحيه پياوړې کېږي. دا رنګونه د لمر د وړانګو په څېر د انسان بدن ته اړين دي.

ژېړ رنګ د کبد د اضافي موادو په لرې کولو او د کولمو په پاکولو کې مرسته کوي او د پوستکي لپاره هم ګټور بلل کېږي. ژېړ رنګ د عصبي، ستړيا، هاضمې سيستم، د پوستکي د ستونزو او د کبد د ناروغيو د مخنيوي لپاره وړ بلل شوی.
ژېړ رنګه خوارکي توکي وخورئ: ليمو، کيله، اناناس، ژېړ مرچ…

زرغون (شين) Green

د طبيعت او سکون رنګ دی او په غريزوي توګه انسان ته سکون او ارامښت ورکوي. شين رنګ د پسرلي په پيل کې د نوي، اغېزمن او روښانه ژوند زېری مونږ ته راکوي. په همدې توګه، شين رنګ د وينې فشار او پر زړه مثبت اغېز لرٍي او د سردرد تسکينوونکی بلل کېږي. مخکې له دې چې فکر وکړئ، نو دا رنګ مو اراموي. زرغون رنګه خوراکي توکي وخورئ: کرم، سابه، شنه مرچ، بادرنګ…

ګلابيPink


ګلابی رنګ په ماشومانو کې د نوښتيزو کړنو وړتيا لوړوي او په لويانو کې د لنډمهال لپاره د غوسې او عصابنيت مخنيوی کوي. که تاسو په ګلابي رنګه خوب ځای ځان ته غوره کړئ، نو ستاسو د کم خوبۍ سره مرسته کولی شي. ګلابي رنګه خواړه وخورئ: روميان، هنداوڼې…

آبي Blue


آبي رنګ سکون بښونکی دی. د تبه لرونکو ناروغيو د مخنيوي لپاره ګټور رنګ دی. د ارواه پوهنې له اړخ نه د فکري ارامښت لامل کېږي.
آبي رنګ د ستوني درد، عضلي ستونزو، سردرد او د بې خوبۍ لپاره اغېزمن بلل کېږي. آبي رنګه خوراکي توکي وخورئ: آبي الوبالو. انګور، شاه توت…

سرچينه: Online Life

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی