کلتور او هنر کورنی ژوند

د انجلینا جولي لور د هلکانو اکټونه کوي؛ غواړي د پلار ځای ونیسي

لیکنه: ياران

د هالیووډ د وتلې سینمايي ستورې انجلینا جولي لور شیلوه د هلکانو جامي اغوندي، ويښتان يې کم کړي او وايي، چې د خپل پلار په څیر به شي.
براډ پیټ د هالیووډ وتلی ستوری دی او د شیلوه پلار دی. انجلینا جولي او پیټ ۶ ماشومان لري، چې مشر زوی ۱۶ کلن دی.

انجلینا جولي او برایټ پیټ په ۲۰۱۶ کال کې یو له بله جلا شول او اوس يې بچي ټول د خپلې مور انجلینا جولي سره دي.


شیلوه ۱۱ کلنه ده. هغې آن له کوچینوالي د هلکانو جامې اغوستلې. هغه د هلکانو په جامو کې بلکل د خپل پلار د ماشومتوب په څیر ښکاري.

د شیلوه مور انجلینا وايي:


“شیلوه لور يې د هلکانو په څير ژوند کوي. موږ هم د هغې ویښتان غوڅ کړل. هغه هر څه د هلکانو په څير اغوندي. هغه ځان د خپلو خویند او ورونو ورور بولي.”
انجلینا جولي او د هغې غبرګو لورګانو شیلوه او زهرا په ګډه خپل وروستی فلم خپور کړ، چې څو ملي او نړیوالې جایزې يې هم واخیستې.
دا فلم چې د بریډ وینر یا ډوډۍ ګټونکی نومیږي، د یوې افغانې جلۍ دردونکې کیسه ده، چې د خپل کور لپاره د نفقې ګټلو لپاره يې له ځانه هلک جوړ کړی.

دا افغانه جلۍ د هلکانو جامي اغوندي، خپل ویښتان لنډوي او بیا بهر کار کوي او کور ته پیسې ګټي.
فلم کې د نجلۍ نوم پروانه دی، د غریبۍ مزدورۍ تر څنګ د خپل پلار لټون هم کوي. پلار يې د طالبانو لخوا نیول شوی او ورک دی.

فلم د میړانې او هیلې درس ورکوي. بریډ وینر تیر ۲۰۱۷ کال نومبر کې خپور شو.
دا فلم د اوسکار جایزې ته هم نومول شوی دی.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران