روغه سټه

د امیندوارۍ په وخت کې د میرمنو د کم خونۍ علتونه، نښې نښانې او اسانه درملنه

لیکنه: ياران

ژباړه او زیاتونه: مریم محمدي

کله چې د وینې مقدار یا د سروحجرو مقدار کم شي، د انسان وجود له کم خونۍ سره مخ کیږي. د وينې په کمښت کې د وینې سره حجرې یا سره کرویات مهم دي، چې دنده یې د تازه اکسجن او تازه هوا رسول د بدن ټولوبرخو ته او په مقابل کې د بدن د غړو څخه ککړه هوا یا کاربن ډای اوکساید راټولول او د سږي (شش) په واسطه د خولې له لارې خارجول دي.

د نړيوال روغتیا سازمان د راپور پراساس ۱/۳ برخه ښځې د ويني له کمښت سر مخ دي. په امیندوارۍ کې، د میرمنو بدن د اوسپنې ډیرې برخې ته ضرورت لري.

اوسپنه د هیموګلوبین تولید لپاره اړینه ده، او امیندواري هغه وخت دی چې د مور وجود ۵۰ سلنه اضافه اوسپنې ته اړتیا لري، ترڅو د وینې مقدار په مور، جنین او پلاسنتا یا جوړه کې پوره شي.

ډیری ښځې له امیندوارۍ مخکې هم انیمیا یا کم خوني لري چې دا د امینداورۍ او ماشوم د زیږون وخت کې مور له ستونزو سره مخ کوي.

 ؛د امیندوارۍ په وخت کې د کم خونۍ علتونه
– استفراغات یا زړه بدوالی
– د زیږون تر مینځ د فاصلې نه مراعاتول
– دوه یا څو ګوني ماشومانو پیدا کیدل
– د بې کیفیته غذاګانو خوړل
– د امیندوارۍ په جریان کې خونریزي
– د وجود د اوسپنی کموالی

 د کم خونو میرمنو نښې نښانې دا دي؛
– د پوستکي رنګ یې سپیره او خاکي وي
– د سترګو رنګ یې لږ ژړوالی لري
– کله کله سپکه تبه او سستي ورسره وي
– ستړې او بې اشتها وي
– سپکه سرچرخي (تاویدل) او د سردرد ورسره وي
– د حرکت په وخت کې د زړه ضربان یې ډیر وي
– د لږ کار په کولو سره د ستړیا حس ورپیدا کیږي:

 د کم خونۍ تداوي؛
کم خوني په حقيقت کې د ناروغيو لپاره نښه ده چې ناروغۍ څومره پر مخ تللې، خو پخپله ناروغي نه ده. د وينې د کمښت د تداوۍ لپاره مختلف درمل شته، خو د دواګانو د لیکلو څخه یې تیریږو، دلته درته د امیندوارو میرمنو لپاره د هغو خواړو یادونه کوو کوم چې ډیر ارزانه او هم د ویني د مقدار په پوره کولو کې ورسره مرسته کوي دای دي:
– سره غوښه
– د چرګ غوښه
– هګۍ
– ماهي یا کبان
– دغنمو ډوډۍ
– کشمش (مميز)
– وچ زردالو
– بادام
– پلي (ممپلي)
– لوبیا
– ینه (جګر)
– پالک
د مور ښه صحت د ماشوم لپاره اړین دی، تمه ده چې میندې خپله روغتیا ته پوره پاملرنه وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران