ټولنیز ژوند روغه سټه

د امیندوارۍ پرمهال ورزش کول، مور او ماشوم ته ګټه لري

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه راټولونه: مریم محمدي

هغوی چې په دې پوهیږي، د خپلې روغتیا لپاره باید حرکت او خوځښت ولري، نو په هر حال کې سپورت کول ورته کوم عجیب کار نه دی. ډاکتران ټينګار کوي چې د امیندوارۍ پرمهال ورزش کول د مور او جنین لپاره ډېر اړین دی.

د امینداره ښځو لپاره د حمل پر مهال ورزش یا حرکت ډیر ګټور دی. دغه مهال ښځو ته ورزش کول ډيره ګټه رسوي. خو دغه ښځې باید له رزمي او هغو ورزشونو څخه ډډه وکړي چې په هغو کې د لویدو خطر موجود وي، لکه سيکي، سکیټ، آس ځغلونه او داسي نور.

په حقیقت کې هغه امیندواره ښځې چې له خپلو ماشومانو سره ورزش کوي دا یې د ماشوم د راتلونکي لپاره هم ګټور تمامیږي.

د جنین د زړه ضربان په یوه دقیقه کې ۱۴۰ وي، خو ازموینو ښودلې ده چې د ورزشکاره امیدواره ښځو د جنین د زړه ضربان فریکونسي په یوه دقیقه کې ۱۶۰ ته رسیږي.

ډاکتران وايي د امیدوارۍ پر مهال هر ډول ورزش باید نه یوازې د ښځې له جسمي وضعیت، بلکي د امیدوارۍ له مرحلې سره هم مطابقت ولري. په لومړیو دریو میاشتو کې ښځې زړه بدوالی لري او له ورزش سره اعلاقه نه لري، خو له ۴ څخه تر ۶ میاشتو پورې بیا په اسانۍ سره ورزشي حرکتونه کولای شي.

ډاکتران د د ګیډي یا نس حرکتونه د ترسره کولو سپارښتنه کوي. دغه منظم حرکتونه د ملا، ګیډي، ورنونو او لگن خاصرې عضلې تقویه کوي، په دې وخت کې ښځو لپاره ډیر ګټور ورزش دی.

د یوګا ورزش حرکتونه په مرسته کولای شئ چې د ماهیچه ډوله عضلانو پیاوړي کړئ، خو مهمه خبره دا ده چې د تنفسي تخنیکونو زده کړه د ماشوم د زیږیدو پر مهال د درد له زغملو سره ډیره مرسته کوي. یوګا د ملا درد په کمولو او د بدن د حرکاتو په منظم کولو کې هم مرسته کوي.

د امیدوارۍ پر مهال د ښځو بدن ته لږ اکسیجن رسیږي. په دې مرحله کې باید تر اندازې ډیر ورزش ونه شي کوم چې د ډیري ستړتیا سبب شي. په دې وخت کې باید نبض کنترول کړئ.

ځيني ساده حرکتونه او د سپکو وزنونو منظم ورزش د بدن او ملا د پیاوړې کیدو سبب ګرځي. د دا ډول حرکتونو له پاره منظم تنفسي تکتیکونه ډیر مهم دي.

څیړونو ښودلې چې د امیندوارۍ پر مهال د ښځو له پاره بایسیکل چلول ډیر ګټور ورزش دی. خو په وروستیو میاشتو کې د ګیډې د غټوالي له امله د خپل توازن ساتل مشکل وي، نو له دې امله بهتره ده چې په کور کې د ساکن بایسیکل ډوله ماشينونو څخه کار واخیستل شي.

که څه هم منډې وهل د یو شمیر امیدواره ښځو له پاره ډیر مشکل وي، خو پیاده ګرځیدل ورته ډیره ګټه رسوي.

ډاکتران سپارښتنه کوي چې د ۳ یا ۴ میاشتنې امیندوارۍ پر مهال جمناستيکي حرکتونه ډیر ګټور دي ځکه د ماشوم د زیږیدو پر مهال ډیره مرسته کوي، خو مخکې تر دې باید په نرمشي حرکتونو بدن ښه ګرم شي.

امیندواره ښځې باید متوجه اوسي چې د ورزش پر مهال د سرګرځېدنې، نفس تنګۍ، خونریزۍ، په لاره تګ کې د ستونزې او درد د احساس پر مهال په بیړه ورزش بند او د مشکل د دوام په صورت کې داکتر ته مراجعه وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي