کلتور او هنر

د امیتاب بچن د ټویټر زرګونه فالورز تري تم شوي؛ شارخ خان ترې مخکې شو

لیکنه: ګلاب هېواد

د هندي سینما د شهنشاه امیتاب بچن د ټویټر زرګونه فالورز (Followers) کم شوي، چې له امله يې نومړی د ټویټر کمپنۍ ته په عوصه دی.
بچن ګواښ کړی، چې که د ټویټر اداره، په یو دمي ډول ددومره ګڼ شمیر فالورزو د تري تم کیدو په تړاو ده ته قناعت ورنه کړي، ټویټر به پریږدي.

نوموړي اداعا کړې، چې ټویټر په لوې لاس دده فالورز کم کړي دي.
په ټویټر د نوموړي دا تور لګونه وروسته له هغې راځي، چې په متحده ایالاتو کې استخبارتي ادارو په ټوټیر کمپنۍ فشار راوړی، چې جعلي اکونټونه او ادرسونه له مینځه یوسي.
د نیویارک ټایمز په رپوټ کې راغلي، چې څارګرې ادارې هڅه کوي، هغه جعلي او بې اساسه انټرنیټي مرکزونه په نښه کړي، چې جعلي او کاذب فالورز پلوري.
امیتاب بچن د چهارشنبې په ماښام په خپل ټویټر پاڼه ولیکل، چې تر ۶۰ زرو پالورز يې تري تم شوي دي. هغه ټویټر ته په خطاب کې وویل: “تاسې زما فالورز کم کړي. زه هم اړ یم چې له تاسې لاس واخلم.”

په دې سره شاروخ خان له امیتابچن په ټویټر فالوروزو کې مخکې شو.

هندوستان کې د ټویټر څانګې د امیتاب بچن ادعاوې، چې ګواکې ټویټر دې د نوموړي فالورز په لوي لاس کم کړي وي، بې اساسه بللي او د هغه دا تورونه يې رد کړي دي.
ټویټر انډیا وايي، “دوې ټول هغه اکونټونه چې د ټویټر د ادارې له اصولو او قواعدو سرغړونه وکړي، له مینځه وړي. ورته چلند له هغه کمپنیو سره هم کیږي، چې کاذب فالورز پلوري.”

اوس چې تازه ټویټر د امیتاب بچن پالورز کم کړي، شارخ خان ترې مخکې شوی. شارخ خان اوس د بالیووډ یواځینی ستوری دی، چې تر ټولو زیات یعنې ۳۲.۹۴۱ میلونه فالورز لري؛ امیتاب بچن بیا ۳۲.۹۰۲ میلونه فالورز لري. له دې مخکې امیتاب بچن په هندي سینما کې تر بل هر چا ډير فالورز درلودل.
امیتاب بچن په نړۍ کې، د ټولنیزو رسنیو، په ځانګړي ډول د ټویټر له مخکښو فعالو کاروونکو څخه دی، چې د خپل مسلکي او شخصي ژوند په اړه زیات ټویټونه کوي.

نیویارک ټایمز رپوټ ورکړی، چې په امریکا کې هم د زیاتو سیاسي څیرو، سینمايي ستورو او نورو مخکښانو د ټویټر فالورز کم شوي.
د ټویټر اداره وايي، چې دا تر ډیره هغه دروغجن او جعلي ادرسونه وه، چې د “ډیوامي” په نوم یو جعلکارې کمپنۍ په خلکو پلورلي. د ټویټر اداره وايي، چې د ډیوامي ادارې په ضد به جدي اقدامات وکړي.
امیتاب بچن ۷۴ کلن دی، چې اوس له عامر خان سره په ګډه د ټګز اف هندوستان فلم لپاره په شوټينګ بوخت دی.
دا فلم به سږ کال دیوالي کې خپور شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

var adUnits = [{ code: 'div-gpt-ad-1', sizes: [[300, 250]], bids: [{ bidder: 'audienceNetwork', params: { placementId: '607950352901785_607968806233273', testmode: false, format: 'native' } }] }];

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ګلاب هېواد