سیاست

د امنیتي بحران پراختیا؛ زموږ مسولیتونه څه دي؟

د افغانستان د خبرونو سرټکي نیږدې هره ورځ تر ډېره د امنیتي بحران پر محور را څرخي، داسې ورځ نه وي چې د یوه ولایت او ولسوالۍ خلک د خپلې سیمې د ژغورلو لپاره غونډه، لاریون یا د چارواکو خلاف موضع ګیري ونه لري.

د افغان حکومت په وینا د نړۍ تر شلو پورې ترهګرې ډلې په دغه هېواد کې په فعالیت مصروفه او د خلکو په وژلو بوخت دي.

د دې فعالیتونو په پایله کې هره ورځ لسګونه افغان امنیتي سرتېري، مشهور کسان او ملکیان شهیدانیږي، د ځینو ولسوالیو یا امنیتي پوستو د سقوط او امکاناتو د چور چپاول راپور یې خپریږي.

په یوه لنډه جمله کې د افغانستان د وضعیت تعریف معمولاً همدا وي، چې امنیت یې بحراني او حکومت یې په کنټرول کې پاتې راغلی دی.

حکومت سره له دې، چې د امنیتي سکتور پر پياوړتیا او اصلاحاتو د زیات تمرکز خبره کوي، خو ولې بیا هم وضعیت ورسره لا پېچلی کیږي ؟

تدابیري کمزورۍ او د توجیهاتو لوبه
له نیږدې هرې پېښې وروسته حکومت په عاجل ډول پېښه غندي، د وضعیت د کرارولو ژمنه کوي او ملت ته ډاډ ورکوي، چې عاملین به نیول کیږي او مجازات کیږي به.
خو په عمل کې خورا ډېرې لږې پېښې به داسې وي، چې عاملین یې نیول شوي او دا ډول ژمنې پرې تطبیق شوي وي.

د افغانستان د امنیتي سکتور د زړښت، پکې پراخ فساد، نا همغږي، سیاسي او نور امتیازي چلندونه او په ټوله کې د حکومت لخوا د امنیتي بحران د دقیق تعریف او ورسره د مقابلې د ستراتیژۍ تشه هغه څه دي، چې ډېر ځله امنیتي کارپوهان یې د امنیتي بحران په لویو لاملونو کې یادوي.

یوه جدي ستونزه د دغه بحران د مهارولو لپاره په لوړه کچه د حکومت او نړیوالو متحدینو ترمنځ یې ناهمغږي هم ګڼل شوې؛ په ځانګړي ډول په دې برخه کې چې ځینې سیمه ییز هېوادونه له افغانستان څخه د امریکا پر وړاندې د خپلې نیابتي جګړې د میدان په توګه کار اخلي.

د جګړې له بهرني ـ سیاسي عواملو وراخوا حکومت په دې هم تورن دی، چې د جګړې او امنیتي بحران د کنټرول لپاره لږ تر لږه په پلازمېنه کابل او نورو لویو ښارونو کې وار د مخه لازم تدابیر نه لري.

د کورنیو چارو د وزیر په ګډون ګڼو چارواکو په ځلونو د ملي شورا د یو شمېر غړو په ګډون مافیايي ډلې د وضعیت په ترینګلي کولو کې د وسله والو مخالفین هم لاسه ګڼي، خو په عمل کې یو ځل هم دوی داسې کوم کس نیولی او د مجازاتولو اعلان یې نه دی کړی.

د حکومت یوه بله ستونزه دا ده، چې د وضعیت په اړه ولس ته د ریښتینو معلوماتو پرځای پردې ډېر تمرکز کوي، چې څنګه له خپلو ملامتیو د خلاصیدو لپاره توجیهات ولټوي.

دغه وضعیت په ولس کې د حکومت په اړه باور ته زیان رسولی او که دوام ولري ممکن نور هم خلک خوابدي او د حکومت په اړه یې نظر خراب شي.

د ولس او سیاسي ډلو ستونزه
په ولس او سیاسي ډلو کې ستونزه دا ده، چې دوی هم لکه حکومت د یوې ـ یوې پېښې په غندلو او د یوې ـ یوې سیمې د ژغورلو غږ کوي، خو په لویه کچه داسې جوړښتونه او د فشار اسباب نه لري چې د امنیتي بحران په تشخیص او حل کې له حکومت سره مرسته وکړي.

د امنیتي بحران یوه له بدو اغېزو دا هم ده، چې له حکومت سره یې د ولس او سیاسي ډلو فاصله او بې باوري زیاته کړې. دا لوري د دې پرځای چې په ګډه د وضعیت په اړه سره جرګه او پر مشترکو حل لارو فکر او فیصله وکړي، لیدل کیږي چې ډېروخت یې انرژي د یو بل په مقابله کې مصرفیږي.

د امنیتي بحران د مهارولو لپاره، چې هم له حکومت، هم له سیاسي ډلو او هم له ولس څخه هره ورځ درانه تلفات اخلي لازمه ده، چې ټول لوري یو بل ته نیږدې او د بحران پر حل لارو یوې پایلې ته ورسیږي.
ځکه دا بحران نه یوازې یو لوری مهارولی شي او نه یې خطر یوه لوري ته جوړ کړی.

که په کور دننه ملي ـ سیاسي اجماع پياوړې او امنیتي کمزورۍ له تشخیص وروسته زر په نسبي ډ‌ول حل شي، د امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره به ډېره ګټه ورسوي، خو که داسې ونه شي او وضعیت نور هم خطرناک شي ټول به یې له بده مرغه د اور خوراک او قربانیان وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.