ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د امریکایي پوهنتون استاده: د رضایت او نیکمرغۍ لپاره دا ۵ ټکي عملي کړئ

لیکنه: غازي عابد

ژباړه: محمد عزيز پردېس

د امريکې متحده ايالاتونو د ييل پوهنتون د ارواه پوهنې څانګې استاده، اغلې لاري سانټوس وايي: علمي څېړنو ثابته کړې ده چې د ژوند څخه رضايت يوې ځانګړې پوهنيزې هڅې ته اړتيا لري.

پروفيسوره سانټوس چې د ( ارواه پوهنې او ښه ژوند ) په نامه يو شمېر ټولګيو ته زده کړې ورکوي، وايي: په ناڅاپي ډول نېکمرغي نه راځي. تاسو بايد د نېکمرغۍ او رضايت لپاره تمرين وکړئ.

اغلې سانټوس باور لري چې دا تمرينات اسانه نه دی او وخت ته اړتيا لري. هغه داسې څوک ده چې په دې برخه کې د ښې تجربې خاونده ده او په همدې برخه کې په پوهنتون کې تدریس کوي.

د بي بي سي نړيوال سرويس د راپور په اساس، د پروفيسورې سانټوس د درسونو ټولګي، د ييل پوهنتون په ۳۱۶ کلن تاريخ کې، تر ټولو ډېر پلويان او څاروونکي لري او په وروستيو کې د ۱۲۰۰ څخه ډېر زده کړيالان د نوموړې په ټولګيو رامات شوي دي.
د هغې درسونه د مثبتې ارواپوهنې په قواعدو ولاړ دي؛ د ارواپوهنې هغه برخه چې د رضايت او د انسانانو د عادتونو په تغيراتو څېړنه کوي.

اغلې سانټوس وایي: رضايتمندي داسې څه نه دي چې همداسې يو دم رامنځ ته شي. بايد د هغه لپاره تمرين وشي، لکه د ورزش او هنرونو په څېر بايد ورته تمرين وشي ترڅو پرمختګ وکړئ او وشئ کولی چې بریالي شئ.
هغه په اونۍ کې دوه ځلې خپلو زده کړيالانو ته لکچر ورکوي، چې څنګه کولی شي خپل ژوندانه څخه د رضايت کچه لوړه کړي.

هغه همدارنګه له زده کړيالانو غواړي چې هريو خپل ځان څخه د رضايت ترلاسه کولو لپاره شخصي برنامه او پلان جوړه کړي، ترڅو وشي کولی خوښ او ارامه ژوند ولري.
يو ځل بیا بايد تاکيد وشي، رضايتمندي یا نیکمرغي داسې څه نه دي چې په ناڅاپه توګه دې رامنځ ته شي، د ترلاسه کولو لپاره يې تمرين ته اړتيا ده.

خو څرنګه کولی شو چې د ارواپوهنې دا تيورۍ په خپل ورځني ژوند کې پلي کړو؟
راځئ چې د پروفيسورې سانټوس څو تمرينونو سره ځانونه بلد کړو:

د امريکې متحده ايالاتونو د ييل پوهنتون د ارواه پوهنې څانګې استاده، اغلې لاري سانټوس

۱- هغه څه چې لرئ يې، د هغو يو لېست جوړ کړئ
سانټوس خپلو زده کړيالانو څخه غواړي چې د اونۍ په ترڅ کې، هره شپه؛ د هغه څيزونو يو لېست برابر کړي، چې دوی ترې خوښ او راضي دي؛ يانې د هغو موجوديت، دوی ته د قدردانۍ او مننې احساس ورکوي.
پروفیسوره وايي: ښايي دا کار ډېر ساده وي، خو مونږ ګورو؛ هغه زده کړیالان چې دا تمرين په دوامداره توګه ترسره کوي، خوښ او راضي دي.

۲- ښه او مناسب خوب
د مېرمن سانټوس په وينا، ممکن دا تمرين ډېر ساده او اسانه وي، خو ډېری خلک پرې نه بريالي کېږي.
په ټوله اونۍ کې د هرې شپې لپاره ۸ ساعته خوب مناسب او کافي دی.
هغه وايي: ښه او مناسب خوب، انسانان له ستړيا، تشويش او فشار څخه ژغوري او مثبت ليد يې لوړوي.

۳- د ذهن تمرکز
بايد هر ورځ د ۱۰ دقيقو لپاره تمرکز وکړئ. اغلې سانټوس وايي: د زده کړيالۍ دورې څخه مې په منظم ډول ذهني تمرکز کاوه او ګټه يې دا ده، چې تل ښه احساس لرم.
هغه چې اوس په پوهنتون کې د تدريس سپېڅلې دنده پر مخ وړي، د محصلينو لپاره دا توصيه لري:
ګڼ شمېر څېړنو دا ثابته کړې ده چې: مډيټېشن (Meditation) او نور هغه تمرينونه چې د ذهن ټوله توجه ځان ته اړوي، کولی شي چې تاسو خوښ او نېکمرغه کړي.

۴- خپل ډېر وخت د کورنۍ او ملګرو سره تېر کړئ
اغلې پروفيسور په دې هکله داسې څرګندونې لري: نوې څېړنې ښيي چې، د کورنۍ او ملګرو سره ډېر وخت تېرول، له ژوند څخه ستاسو د خوښۍ، منښت يا رضايتمندۍ لامل ګرځي.
ټولنیزې اړيکې، د خلکو سره ښې او سالمې اړيکې او په ځانګړي ډول د ځينو ملګرو سره په مخامخ ډول ليدل؛ د ښه احساس د لوړېدو او له ژوندانه څخه د رضايتمندۍ باعث کېږي.
سانټوس وايي: د اوس مهال لپاره ژوند وکړئ، یعنې په دې فکر وکړئ چې همدا اوس تاسو په څه بوخت ياست؟ ايا په کومې کړنې چې کوئ؛ ستاسو لپاره ګټورې دي؟ ايا په دې ارزي چې تاسو پرې وخت تېروئ؟ فکر وکړئ او ځان په دې قانع کړئ، چې ستاسو وخت په ګټورو او ارزښتمنو کارونو تېرېږي.
د ژوند څخه رضايت د وخت سره نېغه اړيکه لري.

د امريکې متحده ايالاتونو د ييل پوهنتون

کله چې مونږ د شتمنۍ په اړه غږېږو، نو په دې فکر کې ډوبېږو، چې څومره پيسې لرو، خو څېړنې ښيي چې، شتمني او ثروت په حقيقت کې د وخت سره مستقيمه اړيکه لري. له پخوا څخه دا خبره ويل کېږي چې: وخت سره زر دي، البته چې اوس دا خبره دومره صدق نه کوي، ځکه د وخت ارزښت د سره زرو څخه هم پورته دی.

۵- په ټولنيزو رسنيو کې مو حضور راکم کړئ او رښتيني ژوند ته مو توجه ډېره کړئ
د اغلې پروفيسورې سانټوس په اند، دا ډېره مهمه ده؛ هغه غير واقعي د رضايت حس چې ټولنيزې رسنۍ او مجازي نړۍ يې تاسو ته دربښي، ترې لرې واوسئ.
مېرمن سانټوس وايي: نوې څېړنې ښيي، هغه کسان چې د ټولنيزو يا مجازي رسنيو لکه، انستاګرام څخه ډېره ګټه اخلي؛ برخلاف د هغه کسانو چې د لږې مودې لپاره په دې رسنيو کې پاتې کېږي، د رضايت او منښت حس يې کم دی.

په همدې اساس، که غواړئ خوشاله او ارامه ژوند ولرئ، نو له همدا اوس څخه پيل وکړئ:
ـ د ژوند په ارزښت پوه شئ.
ـ خپلې کورنۍ او ملګرو سره مو اړيکې پياوړې کړئ.
– د يو څو دقيقو لپاره، هره ورځ خپل ذهن له هر څه څخه پاک کړئ او ښه فکر وکړئ.
– له ټولنيزو او مجازي رسنيو څخه لږه او مثبته ګټه پورته کړئ.
که دا لارښوونې د ييل پوهنتون زده کړيالانو ته ګټورې او پايله لرونکې وې، نو تاسو ته به هم ګټورې شي؛ خو عمل شرط دی.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد