سپورټ نړیوال کرکټ

د افغان لوبډلې پخوانی روزونکی لال چاند د زیمبابوې په برخه شو 

 د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او روزونکی لال چاند راجپوټ سیتا رام اخیر هم د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو.

 د زیمبابو کرکټ بورډ د خپلې رسمې ټویټر پاڼې څخه ټویټ کې خبر ورکړی، چې دغه پخوانی هندی لوبغاړی یې د خپلې ملي لوبډلې لپاره د مشر روزونکي په توګه غوره کړ.

 هندی لال چاند د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره یواځې په دوه ټیسټ او څلور ۵۰ اوریزه سیالیو کې لوبیدلی دی، خو نوموړی د فرسټ کلاس څلور ورځینیو سیالیو کې ۱۱۰ ځلې لوبیدلی دی، چې پکې یې څه د پاسه ۴۹ اوریج په درلودلو سره ۷۹۸۸ منډې جوړې کړې دي.

 د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې دغه پخوانی لوبغاړی که څه هم ډیر په نړیوال کرکټ کې د هندۍ ملي لوبډلې لپاره نه دی لوبیدلی؛ خو د روزنې برخه کې یې زیات کار کړی دی.

 نوموړی د کرکټ ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو په لمړي پړاو ۲۰۰۷ م کال کې د هندۍ ملي لوبډلې سره د روزنې د دندې ترڅنګ د هندوستان په کورني کرکټ «آي پي ایل» ۲۰ اوریزه سیالیو لمړي پړاو کې د ممبيي انډینز لوبډلې سره د مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.

لال چاند راچپوټ سیتا رام د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره هم د مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کړه، خو په وروستیو کې یې د افغان کرکټ بورډ سره قرار داد پای ته ورسید.

د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې لپاره د لال چاند د مشر روزونکي په توګه د ټاکنې هر کلی زیمبابوي لوبډلمشر هیمیلټن مسکډزا هم کړې دی او ویلي دي، خوښ دی، چې دغه ډول باتجربه روزونکی یې د لوبډلې لپاره غوره شوی دی.

د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډله د روان ۲۰۱۸ م کال په وروستیو کې د جنوبي افریقا او بنګله دیش سفر لپاره تیاری نیسي، چې نوي روزونکي لال چاند ته به یو سخت ازمایښ وي، تر څو خپله لوبډله د دواړو خلاف بریا ته ورسوي، په داسې حال کې چې همدې لوبډلې په خپل کوربه توب په دې وروستیو کې د پاکستان او اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلو خلاف د ۲۰ اوریزه سیالیو په درې اړخیز سیریز کې بد ترینه ماتې وخوړې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی