سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د افغانستان لومړنۍ ټسټ لوبه؛ ستونزې، نیمګړتیاوې او وړاندیزونه

لیکنه: ياران

د حبیب مومن لیکنه

افغانستان د کرېکټ د لنډ تاریخ او چټک سفر یوه حیرانونکې او په زړه پورې قصه لري او په خورا لنډه موده کې یې دومره اوږد واټن وهلی چې د کرېکټ د نړۍ اوسنیو لومړۍ درجه لوبډلو یې د تر لاسه کولو لپاره لسیزې هلې ځلې کړي دي. افغان لوبډلې له آیرلنډۍ لوبډلې سره یو ځای په ۲۰۱۷ م کې د ټسټ درجه تر لاسه کړه.

دا د افغانستان په سپورتي تاریخ کې لومړی ځل دی چې یوه لوبډله یې و دومره لوړ مقام ته رسېږي او د کرېکټ په ډګر کې د ټسټ درجه تر لاسه کوي چې دا په کرېکټ لوبه کې تر ټولو لوړ مقام دی.

افغانستان خپله لومړنۍ ټسټ لوبه د دغو لوبو د لومړۍ درجه لوبډلې هند پر وړاندې د ۲۰۱۸ م د جون پر ۱۴ د د هند د بنګلور په چایناسوامي لوبغالي کې پیل کړه او د همدې میاشتې پر ۱۵ نېټه په یوه ورځ کې دوه ځله د ۱۰ افغان لوبغاړو تر سوزېدو وروسته د هند په ګټه پای ته ورسېده.

که څه هم چې د کرېکټ د نړیوالو مبصرینو د څرګندونو سره سم د محدودو اوورنو په لوبو (۲۰ اوریزو او یو ورځنیو) کې د نړۍ لویو لوبډلو ته د ماتو په ورکولو او ټسټ درجې ته په خورا کمه موده کې د رسېدو له امله افغان لوبډله د ستایلو وړ ده، خو په روانه ټسټ لوبه کې هغه ستونزې وار په وار را برسېره کېدې او له ورایه ښکارېدې چې دغه لوبډله ور سره لاس او ګریوان ده.

د دغو ستونزه څخه درې یې جداً د پام وړ دي او په کار ده چې د راتلونکي نړیوال جام تر را رسېدو وړاندې باید ور ته د حل لاره وموندل شي. له دې دریو ستونزو څخه یوه یې د تېزې توپ ویشتنې نه شتون دی، دا چې ډېری اروپايي میدانونه تېزې توپ ویشتنې ته مرستندوی دي، نو پکار ده چې پیاوړی او مسلکي تېز بالنګ ولرو او یواځې په ورو توپ اچونه تکیه و نه شي او ښايي بسنه هم و نه کړي او که پیاوړی او مسلکي تېز بالنګ و نه لرو ښايي له نړیوال جام څخه ښې پایلې تر لاسه نه شو کړی.

دوهمه لویه ستونزه د توپ وهنې د برخې ده په ځانګړي ډول کله چې هدف لوړ وي او یا لوبډله تر فشار لاندې وي. په دې حالت کې زمونږ توپ وهونکي (حتا هغه هم چې ډېر حساب پرې کېدی شي لکه رحمت شاه، نبي، شهزاد او نور) له جدي ستونزو سره مخامخ کېږي، په دې مانا چې د فشار په حالت کې پر وېکټ پاتې کېدل او د توپ ویشتنې د ځینو مشخصو ډولونو لکه باونسرونو او شارټ پیج بالونو سره مقابله او یا د نړیوالې سطحې د سپېنرانو پر وړاندې له ځانه دفاع هغه هم د څو ورځنیو لوبو پر مهال داسې برېښي لکه اصلاً چې په دې برخه کار نه وي شوی.

دریمه ستونزه د لوبډلې د توازن او بیلانس ده. تر ډېره لیدل کېږي چې زمونږ ډېری لوبې د لوبډلې د عدم توازن له امله له لاسه وځي. دا په دې مانا چې تر ډېره د لوبې پر یوه اړخ له حده زیاته تکیه کېږي او نور اړخونه چې خورا مهم هم دي له پامه غورځول کېږي. یوې لوبډلې ته هغه مهال متوازنه لوبډله ویلی شو چې د توپ ویشتنې، توپ وهنې او توپ ټولونې په ټولو برخو کې مسلکي لوبغاړي ولري او د هرې برخې تشې ډکې کړی شي.

دا دی په دې لیکنه کې دغو ستونزو ته جلا جلا ځغلنده کتنه کوو او د هواري لپاره به یې یو لړ سپارښتنې وړاندې شي.

الف- ستونزې:
1. د تیزې توپ ویشتنې د نه شتون ستونزه: افغان لوبډله د خورا پیاوړي ورو بالنګ د درلودلو له امله ځانګړی نوم لري او د راشد، نبي، مجیب او نورو په څېر ورو توپ ویشتونکي یې په نړیواله کچه شهرت لري، خو د دغه هېواد د کرېکټ د تیزې توپ ویشتنې برخه په نشت حساب ده چې له امله یې تل دغه لوبډله د ستونزو سره لاس او ګرېوان وي. د نړۍ د کرېکټ میدانونه له توپ ویشتنې سره د مرستې له مخې د دوه ډوله ځانګړنو درلودونکي دي چې یو یې تېزې توپ ویشتنې ته مرستندوی میدانونه دي لکه ډېری اروپايي میدانونه او بل یې د ورو یا سپېن توپ ویشتنې سره مرستندوی میدانونه دي لکه ډېری آسیایي میدانونه.

هره لوبډله د لوبې ډګر ته په کتو لوبډله چمتو کوي. داسې ښکاري چې زمونږ د لومړنۍ ټسټ لوبې میدان تیز بالنګ ته چمتو کړل شوی وو او دلته ده چې زمونږ د تېز بالنګ د نه شتون ستونزه را برسېره کېږي. ښايي تاسو به لیدلي وي چې هندي پیلوونکو توپ وهونکو زمونږ پر ورو توپ ویشتونکو څومره ډاډه لوبه کوله، خو په دوه ځوانو نسبتاً تېزو توپ ویشتونکو یې هومره زړه وره لوبه نه شوی کولی. ډاډه یم چې که افغانستان پیاوړی تېز بالنګ درلودای، نو هندي لوبډلې نه شوی کولی پر افغان توپ ویشتونکو دومره ډېرې منډې جوړې کړي کومې چې پر افغان توپ وهونکو د فشار لامل شوې او له امله مو یې وار په وار ویکټې له لاسه ورکړې.

2. د توپ وهنې ستونزه: ښکاري چې زمونږ د کمزورې، نامنظمې او که ووایو چې د توکل په خدای توپ وهنې ستونزه لا هم دوام لري. د کلونو په تېرېدو افغان کرېکټ بورډ نه دی توانېدلی چې دغې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي او د کرېکټ لوبې د درېواړو شکلونو لپاره منظم بېټنګ لاین را منځته کړي. دا هغه لویه ستونزه ده چې تل یې د توپ ویشتونکو هلې ځلې په اوبو لاهو کړي، خو د هواري لپاره یې هېڅ هم نه دي شوي. د لوبې په ډګر کې په ځانګړي ډول د څو ورځنیو لوبو پر مهال د لوبغاړو بې حوصلې، له ستړیا ډکه او نا مسؤلانه توپ وهنه تل سر خوږی جوړوي.
3. په لوبډله کې د موازنې یا بیلانس نه شتون: که څوک د افغانستان د کرېکټ لوبې څاري پوهېږي چې تر ډېره یواځې پر ورو یا سپېن بالنګ تکیه کېږي او د لوبې خورا مهم اړخونه لکه تېزه توپ ویشتنه، منظمه او سمه توپ وهنه له پامه غورځول کېږي، ډګر ساتنې، پر ځان د لوبغاړو باور، د فشار له حالت سره مبارزې او نورو خورا مهمو برخو ته پام نه کېږي. هره بریالۍ لوبډله خپل توازن ته ډېر پام کوي او د هرې برخې لپاره پیاوړو او متخصصو لوبغاړو ته په لوبډله کې ځای ورکوي، خو له بده مرغه افغان لوبډله دغې برخې ته پام نه کوي او یا په لوی لاس له پامه غورځول کېږي.

4. د روزنکو یا کوچنګ سټاف ستونزه: سره د دې چې د کرېکټ مسلکي او کارپوه اشخاص خو پرېږده حتی عام وګړي او کرېکټ مینه وال هم په دې پوهېږي چې زمونږ اصلي ستونزه توپ وهنه ده، خو بیا هم زمونږ مطلق اکثریت بهرني روزونکي توپ ویشتونکي وي او د توپ وهنې په برخه کې ځانګړی مهارت نه لري. همدا ستونزه د دې لامل ګرځی چې ډېری مهال زمونږ توپ وهونکي نه بریالي کېږي چې حتا ډېر واړه هدفونه هم تر لاسه کړي. زمونږ مشران روزونکي ډېری وخت نه حاضرېږي افغانستان ته راشي او زمونږ پر لوبغالو له لوبغاړو سره کار وکړي.

5. د مدیریت ستونزه: د مدیریت یا اداري ستونزه د ټولو ستونزه مور او سرچینه ده. د کرېکټ د ادارې لپاره تل داسې مدیران غوره شوي چې د کرېکټ پر الفباء هم نه پوهېږي او د مدیریت په پوهه کې یې هم شکونه موجود دي. دا چې پخپله مدیریت په ستونزو کې را ګېر وي نو څه ډول به نورو ستونزو ته د هوارې لارې ولټوي. د لوبو لپاره د لوبغاړو په غوراوي کې لاسوهنې او د وړ لوبغاړو پر ځای د واسطو پر بنسټ د لوبغاړو غوره کول د اداري ستونزو بل اړخ دی چې زمونږ لوبډله یې له لاسه کړېږي.

ب: د هوارې لپاره وړاندیزونه:
1- د دې لپاره چې د پورتنیو یادو شویو ټولو ستونزو مخه ونیسو تر هر څه د مخه اداري یا مدیریتي ستونزې ته باید د پای ټکی کېښودل شي. د هېواد د کرېکټ مینه وال او اړوند لوري او د کرېکټ ملاتړي بنسټونه باید دا غږ تر اړوندو چارواکو او حتا ولسمشره ورسوي، څو د کرېکټ بورډ پر رهبرۍ او اداره له سره غور وکا او پر اداري مهارت سر بېره پر کرېکټ د پوهې درلودونکي کورني او که کورني نه وي بهرني مسلکي کسان د کرېکټ د ادارې لپاره غوره کړي. په دې باید فشار واچول شي، څو د لوبغاړو په غوراوي کې د لاس وهنو مخه ونیول شي او د ټیټ رتبه اداري کارکونکو په ټاکنه کې شفافیت را منځته شي. که داسې وشي ایله به د نورو ستونزو پر هواري د کار لپاره فرصت تر لاسه کړو.

2- کرېکټ بورډ باید د مشر روزونکي په توګه داسې شخص غوره کا چې د توپ وهنې پیاوړې مخینه او لازم مهارت ولري څو زمونږ له لوبغاړو سره د توپ وهنې پر ستونزه کار وکا او په ځانګړي ډول له تېزو توپ ویشتونکو (باونسرونو، شارټ پیج بالونو او نور…) سره د مقابلې وړتیا یې لوړه کا، د فشار په حالت کې پر ځان د باور، فزیکي فېټنس او نورو برخو کار وکړي او یو منظم بېټنګ لاین را منځته کړي. مشر روزونکی باید اړ ویستل شي څو تر ټولو ډېر وخت پر کور د ننه (په افغانستان) کې له لوبغاړو سره د دوی پر روزنه تېر کړي.

3- د ټاکونکې ډلګۍ مشرتابه باید رېښتونی او صادق و اوسي او د لوبغاړو په غوراوي کې د هېچا سپارښتنې په پام کې و نه نیسي او د وړتیا له مخې لوبغاړي غوره کړي نه د خپلوۍ او ورورګلوۍ پر بنسټ. دا ستونزه بیا هم مدیریتي ستونزې ته ورګرځي. په دې مانا چې که په ټولیز ډول اداره په فساد کې نه وي ښکېله نو د ټاکونکې ډلګۍ پر مشرتابه سربېره به هېڅوک د دې جرئت و نه کا چې وړتیا او مهارت دې له پامه وغورځوي، وروري، واسطې او سپارښتنې په پام کې ونیسي. دا موضوع هم باید د کرېکټ د ملاتړو بنسټونو او اړخونو له لوري په جدي ډول تر څار لاندې ونیول شي او فشار را وړي څو اړوند چارواکي د سرغړونې جرئت و نه کړي.

ټاکونکې ډلګۍ باید د لوبډلې توازن او بیلانس ته جدي پام وکړي او د هرې برخې مسلکي لوبغاړو ته په لوبډله کې ځای ورکړي. دا هغه څه دي چې د لوبډلو د هر اړخیزې کار کرده ګۍ لپاره خورا اړین دی او که په جدي ډول ور ته پام وشي نو لوبډله به په هېڅ برخه کې تشه و نه لري او د لومړنۍ ټسټ لوبې په څېر به له ستونزو سره نه وو لاس او ګرېوان.

4- کرېکټ بورډ، ټاکونکې ډلګۍ او روزونکو ته په کار دي چې په تېزه توپ ویشتنه جدي کار وکړي او د کورني کرېکټ څخه تېز توپ ویشتونکي غوره کړي، و یې روزي او پر نړیوالو لوبغالو لوبو ته یې چمتو کړي. دا باید د کرېکټ بورډ لومړیتوب وي څو تیز توپ اچوونکي پیدا کړي او د بلې ټسټ لوبې او نړیوال جام له را رسېدو مخکې یې لوبو ته چمتو کړي.

5- وروستی څه چې ډېر مهم دي هغه ولس ته د مالوماتو او حساب ور کړه ده. په ټوله کې چارواکي او په ځانګړي ډول د کرېکټ بورډ چارواکي او د ټاکونکې ډلګۍ مشر باید د خپلې هرې پرېکړې په اړه ولس ته کره مالومات ورکړي، د لوبغاړو د غوراوي دلایل وړاندې کړي او د ماتې په صورت خپل مسؤلیت ومني او حساب کتاب ته غاړه کېږدي.

دا هر څه هله شوني دي چې د کرېکټ مینه وال او ملاتړي بنسټونه یې څارنه او پوښتنه وکړي او هره موضوع په جدي ډول تعقیب کړي، پرې نه ږدي چې چارواکي یې سترګو ته خاورې ور وشیندي او خپله یوه لویه ناکامي د بل چا پر یوه کوچنۍ لاسته راوړنه وپوښي.

په دې هیله چې دا لیکنه تر اړوندو چارواکو ورسېږي او د هېوادوالو د خوښیو پر یواځيني لوري (کرېکټ) زړه وسوځوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران