سپورټ نړیوال کرکټ

د افغانستان غچ اخیستو ته انګلستان را مخکې شوی دی 

 د انګلستان په لارډز کرکټ لوبغالي کې د کوربه انګلینډ او میلمه هندۍ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټیسټ لوبو لړۍ دوام لري، چې پکې میلمه هندۍ لوبډله د زیاتو ستونزو سره مخ ده.

 د انګلستان خلاف په لمړۍ سیالۍ کې د ماتې وروسته په دویمه ټیسټ لوبه کې هم د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پښه ښویدلې ده او په لمړي اننګز کې یې ټوله لوبډله په ۱۰۸ منډو راټوله شوې ده.

 کوربه انګلینډۍ لوبډلې د هندۍ لوبډلې د توپ وهنې په ځواب کې د جاني بریسټو د ۹۳ او او الراونډر کریس اووک د ۱۲۰ ناسوځیدلو منډو پرمټ د لوبې تر دریمې ورځې پورې ټولې ۳۵۷ منډې جوړې کړې دي، چې د هندۍ لوبډلې لخوا لمړۍ توپ وهنې ته په کتو هندوستان ته خبره نوره هم سخته شوې ده.

 له دې وړاندې په لمړۍ سیالۍ کې هم هندوستان انګلستان ته د ۳۲ منډو په توپیر سره ماتې خوړلې وه او په روان سیریز کې انګلستاني بالرانو د هندوستان توپ وهنه ناکامه ثابته کړې ده.

 دوه میاشتې وړاندې د همدې هندۍ کرکټ ملي لوبډلې خلاف د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د خپل کرکټ تاریخي ټیسټ سیالیو پیل وکړ، چې پکې هندوستان د خپل کوربه توب څخه په ګټې اخیستنې سیالۍ ته (ګراسي) یا شنه ویکټ چمتو کړه او پکې یې د افغانستان خلاف هر څه په خپلې ګټې وڅرخول، خو اوس د هندوستان خلاف ورته کار انګلستان کړی دی، چې پکې د هندۍ لوبډلې لپاره هر څه سرچپه روان دي.

 د یادونې وړ ده، چې د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۲۰ او درې ۵۰ اوریزه سیالیو وروسته د ۵ ټیسټ یا ۵ ورځینیو لوبو سیریز ترسره کیږي، چې لا یې هم درې سیالۍ نورې پاتې دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی