رسنۍ

د افغانستان د 19 کلنو د تېر کال اتله لوبډله، له اسیا جام څخه بیرون شوه

لیکنه: ياران

افغان له نولس کلونو کم عمره لوبډلې په اسیا جام سیالیوکې له سریلانکا څخه ماته وخوړه او له لوبو بهرشوه.

افغانستان د پچې په ګټلو سره توپ اچونه وکړه.

سریلانکایي لوبډلې لومړني دوه لوبغاړي په یوه منډه له لاسه ورکړل، چې منډه هم په وایډ یا پراخ توپ سره راغلې وه، عبدالرحمن او رحمان الله ګوربز دواړه اوپنران په انډه له مېدانه بیرون کړل.

د سریلانکا دریمه وېکټ په ۱۷ منډو کې ولوېده، چې دا هم عبدالرحمن واخېسته.

له دې وروسته د سریلانکا څلورم لوبغاړي ، نووانېډو فرنېنډو ۱۱۱ منډې په یواځې ځان جوړې کړې او د سریلانکا هدف یې ۲۱۰ منډو ته ورساوه.

سریلانکایي لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدوسره ۲۰۹ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې ۲۱۰ منډې هدف ورکړ.

د افغانستان لپاره درې وېکټې عبدالرحمن واخېستې.

افغان لوبډله د هدف په پوره کولو کې ناکامه شوه؛ دې لوبډلې په ۴۸،۳ اورونوکې د ټولو لوبغاړو په سوځېدوسره ۱۷۸ منډې جوړې کړې او لوبه یې په ۳۱ منډو سریلانکایي لوبډلې ته وبایلله.

رحمان الله ګوربز چې افغان لوبډلمشر و، په دې لوبه کې ۴۶ منډې وکړې.

شاشېکه دولشن د افغانستان څلور لوبغاړي وسوځول.

تېر کال افغان له ۱۹ کلونو کم عمره لوبډله د دې سیالیو اتله پاتې شوې وه او سږ کال په دوهمه نيمه پایلوبه کې د سریلانکا له خوا بیرون شوه.

له دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ د اکټوبرپه ۴ مه نېټه هندوستان لومړۍ نیمه پایلوبه کې بنګله دېش ته په ۲ منډو ماته ورکړې وه او تر پایلوبې رسېدلې وه.

د یکشنبې په سهار د اکټوبر په ۷ مه نېټه هندوستان او سریلانکا د بنګله دېش په ډاکه ښآر کې پایلوبه کوي.

افغان لوبډلې ځکه لوبه وبایلله، چې زیاتره لوبغاړي یې نوي وو او بل دا چې تر دې دمه په بهرنیو هېوادونو کې نه وو لوبیدلي؛ نو ستر علت هم همدا و، چې د هندوستان او سریلانکا پر وړاندې یې ماتې وخوړې او له سیالیو ووتله.

افغان لوبډلې په لومړي پړاو کې چې الف ګروپ کې یې وجود درلود، عربي متحده اماراتو او نېپال ته ماتې ورکړې او تر دوهمې نیمه پایلوبې رارسېدلې وه.

په لومړي پړاو کې افغانستان له هندوستان څخه په ۵۱ منډو ماته خوړلې وه.

افغان لوبډله کې رحمان الله، قېس احمد او نصرت الله عمرزی پخواني تجربه کاره لوبغاړي وو او نور ټول نوي او کم تجربه وو.

په بي ګروپ کې پاکستان، هانکانګ، بنګله دېش او سریلانکا ولوبېدل.

په اسیا نولس کلونو کم عمره جام سیالیوکې سږ کال ټولې اته لوبډلې ولوبېدې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران