سپورټ

د افغانستان د کورني کرکټ فرسټ کلاس دویم پړاو سیالۍ پیل شوې 

 د افغانستان د کورني کرکټ فرسټ کلاس یا څلور ورځینۍ سیالۍ، چې د کرکټ نړیوالې شورا سره د لمړۍ درجه لوبو حیثیت لري؛ نن د ۶ زونونو د لوبډلو په سیالیو سره پیل شوې.

 د ۲۰۱۸ م کال د فرسټ کلاس سیالۍ چې د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې د دویم ځل لپاره ترسره کیږي، پکې  د کابل ګرین، سپین غر، بند امیر، امو، بوسټ او میس عینک زونونو لوبډلې شاملې دي.

د دویم پړاو فرسټ کلاس دې سیالیو په لمړۍ ورځ کابل ګرین د سپین غر، بند امیر د امو او بوسټ زون لوبډله د میس عینیک پر وړاندې د لوبې ډګر ته ولاړې.

 د کرکټ فرسټ کلاس ( څلور ورځینۍ ) هغه سیالۍ دي، چې د کرکټ نړیوالې شورا سره د لمړۍ درجې د لوبو حیثیت لري او د هر لوبغاړي ریکارډ د نړیوالو لوبغاړو په څیر د کرکټ نړیوالې شورا او د هغه هېواد کرکټ بورډ سره ثبت کیږي او هر لوبیدونکی لوبغاړی لکه د نړیوال لوبغاړي په څیر حقوق لري. 

د افغانستان د کرکټ بورډ د کورني کرکټ مسول دولت احمدزي د دې سیالیو د رسمي پرانیست غونډې په مراسمو کې په خپلو خبرو کې وویل، له دې سیالیو څخه د کورني کرکټ د پرمختګ سربیره یې یوه موخه دا هم ده، چې له همدې لوبو څخه ورته ځوان لوبغاړي را څرګند شي او خپل استعداد په نړیواله سطحه روښانه کړي.

نوموړي وویل، د فرسټ کلاس سیالیو څخه د لوبغاړو په لټون کې بهیر محبوب هغه بېلګه ده، چې په تیر لمړي پړاو کې د خپلې بهترینې لوبې ترسره کولو سره یې نړیوال ریکارډونه خپل کړل او د کرکټ په ډګر کې د لوړ اوسط لرلو سره لمړی لوبغاړی وشمیرل شو او د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې غړیتوب یې هم ترلاسه کړ.

 بهیر محبوب د افغانستان د کورني کرکټ د فرسټ کلاس سیالیو په لمړي پړاو کې ۵ سلیزې جوړې کړې، چې پکې ټریپل یعنې ۳ غبرګې او ډبل یعنې په یو وار دوه سلیزې جوړې کړې او د خپل لوړ ۱۲۱ اوسط  سره یې په نړیوال کرکټ کې د د ډان بریډ مین د ۹۸ لوړ اوسط  سره پخوانی جوړ شوی ریکارډ مات کړ او لمړي مقام ته ورسید.

  د یادونې وړ ده، چې د فرسټ کلاس سیالیو دویم پړاو لوبې نن د مارچ میاشتې په لمړۍ نېټه د ننګرهار په غازي امان الله خان، کنړ او خوست لوبغالو کې پیل شوې او د مۍ میاشتې تر ۶ مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی