رسنۍ سپورټ

نور به د افغانستان ټولې کورنۍ او بهرنۍ لوبې په ژوندۍ بڼه خپریږي

افغان کرکټ بورډ(TSM) کمپنۍ سره تړون وکړ، له دې وروسته به د کرکټ ټولې نړیوالې او کورنۍ لوبې په ژوندۍ بڼه خپریږي!

افغان کرکټ بورډ وایي، د پنځو کلونو لپاره یې ټول رسنیز حقونه یې د ټوټال سپورټ مارکیټینګTotal Sport Marketing) ) کمپنۍ ته سپارلي چې پکې د افغان کرکټ نړیوالې او کورنۍ لوبې شاملې دي.

افغان کرکټ بورډ د پنځو کلونو لپاره له TSM کمپنۍ سره دغه تړون چې په روان ۲۰۱۸ کال راهیسي پیل شي او تر ۲۰۲۳مې کاله به دوام ولري.

کرکټ بورډ یاران ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه تړون یې د دغې کمپنۍ سره د دواطلبۍ له مخې کړی او دغې کمپنۍ ورته تر نورو کمپنیو ډېر مالي وړاندیز کړی.


خو په خبرپاڼه کې د هغه پیسو قیمت نه دی په ډاګه شوی چې پرې دغې کمپنۍ سره د پنځو کلونو لپاره تړون لاسلیک شوی.

کرکټ بورډ زیاتوي چې له روان کال څخه به دغه تړون عملي کیږي او پيل به یې څو ورځې وروسته د بنګله دېش خلاف له شل اوریزو سیالیو وشي.

همدارنګه ټولې کورنۍ، د کرکټ نړیوالې شورا د راتلونکو سفرونو پروګرام کې چې کوربتوب یې افغانستان کوي، دوه اړخیزې لوبې، ګڼ اړخیزې لوبې او د افغان کرکټ بورډ کورنۍ لوبې چې شپږیزه کرکټ لیګ او د غازي امان الله یو ورځنۍ سیالۍ پکې شاملې دي رسنیز حقونه یې (TSM) کمپنۍ ته ورکړل شول.

کرکټ بورډ وایي، ټوټال سپورټ مارکیټنګ کمپنۍ بنګله دیشۍ کمپنۍ ده چې د څو لسیزو راهیسې په دغه برخه کې کار کوي.

دغه راز له دغې کمپنۍ سره د افغانستان سربېره د بنګله دیش د کرکټ نړیوالې او کورنۍ لوبې او د بنګله دیش کرکټ لیګ(BPL) رسنیز حقونه شته.

کرکټ بورډ په راستول شوې خبرپاڼه کې زیاته کړې چې دغې کمپنۍ سره به د کرکټ بورډ ملګرتیا د بنګله دیش سره له روانو درې شل اوریزو سیالیو پيل شي، چې د هند په دهراون کې کېدونکي دي.

دغه راز زیاتوي چې د نړيوالې شورا راتلونکو لوبو په سفرونو پروګرام له مخې به افغانستان له اسټرلیا، بنګله دیش، ایرلینډ، پاکستان، هالنډ، نیوزلینډ، ویسټ انډیز او زمبابوې سره لوبې وکړي.

افغانستان کرکټ بورډ او ټوټال سپورټ مارکیټنګ کمپنۍ مسؤلینو په دغه تړون خوښي ښودلې.

بل لورته د افغان کرکټ مینوال هم خوښ دي چې له دې وروسته به د افغان کرکټ لوبډلې ټولې سیالۍ په ژوندۍ بڼه ننداره کوي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی