لوبې

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د لوبو لړۍ؛ دا لوبې څومره مهمې دي؟

د کرکټ نړیوالې شورا سره د پوره غړیتوب یا ټیسټ سیالیو درجې د ترلاسه کولو وروسته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د خپلو سیریزونو یا د پرلپسې سیالیو د لړۍ پیل د نورو پوره غړیتوب لرونکو لوبډلو په خلاف کوي.
د کرکټ نړیوالې شورا سره د افغانستان کرکټ بورډ په تیر ۲۰۱۷ مې کال کې بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، خو د لوبډلو د بوخت مهالویش له مخې افغان لوبډلې تر اوسه نه کومه ټیسټ لوبه ترسره کړې ده او د ایرلینډ پرته یې د هیڅ کومې لوبډلې خلاف د ۲۰ اوریزه او ۵۰ اوریزه کرکټ لوبو په کومه لړۍ کې هم برخه نه ده اخیستې.

د ۲۰۱۸ م کال چې د افغان لوبډلې لپاره تر نورو کلونو خورا زیات اړین ګڼل کیږي، پکې به افغان لوبډله د کرکټ په تاریخ کې خپله لمړنۍ ټیسټ لوبه ترسره کړي، چې په راتلونکې جون میاشت کې د هندوستان پر وړاندې ترسره کیږي.
خو د ټیسټ سیالیو څخه وړاندې افغان کرکټ ملي لوبډله د زیمبابوې خلاف د ۲ شل اوریزه او ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۵ مه نېټه نن د دوشنبې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې پیلوي.
که څه هم افغان لوبډلې د ۲۰۱۵ کال څخه راپدیخوا د زیمبابوې خلاف بېلابېلې سیالۍ ترسره کړې دي او پکې افغان کرکټ ملي لوبډلې زیمبابوې ته مسلسل ماتې هم ورکړې دي، خو دا سیالۍ له هغې څخه ډیرې ځکه مهمې دي، چې د کرکټ لوبډلو ترمنځ د رینکینګ یا درجه بندۍ کې مخکې تګ ترڅنګ د کرکټ نړیوالې شورا سره د بشپړ غړیتوب اخیستلو ثبوت وړاندې کوي، تر څو دغه غړیتوب ته زیان ونه رسیږي او لا په اوږد مهال بدل شي.

د تیر کال په جون میاشت کې دواړو د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې د فول میمبر شیپ یا بشپړ غړیتوب څخه برخمنې شوې، چې دغه موده په موقت ډول د ۳ کلونو لپاره ښودل شوې ده او دواړه کرکټ بورډونه باید د نړیوالې شورا لخوا وړاندې شوي شرایط پوره کړي، تر څو ۳ کلنه موده په اوږ مهال سره بدله شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

var adUnits = [{ code: 'div-gpt-ad-1', sizes: [[300, 250]], bids: [{ bidder: 'audienceNetwork', params: { placementId: '607950352901785_607968806233273', testmode: false, format: 'native' } }] }];

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی