۲۰۱۸ اسیايي د کرکټ اسیايي جام لوبې سپورټ نړیوال کرکټ

د افغانستان او بنګله دېش له ماتو وروسته د سرېلانکا کیپتان ته څه پېښ شول؟

لیکنه: ياران

ياران سپورټ

په اسیا جام کې له ماتو وروسته د سرېلانکا ټیم کیپتان متیوزله یو ورځنیولوبومحروم شو.

د سریلانکا پخوانی لوبډلمشر انجیلیو متیوز له لوبډلمشرۍ نه لرې شو او له هغې وروسته د انګلستان خلاف یو ورځنیو لوبوکې هم نه دی اخېستل شوی.

انجلیو متیوز چې د سریلانکا غوره ال راونډر دی، د اسیا جام سیالیو په لړکې د ده په لوبډلمشرۍ کې بنګله دېش سریلانکاته په ۱۳۷ منډو ماته ورکړه او افغانستان بیا په ۹۱ منډو سریلانکا ماته کړه.

سریلانکا د اسیاجام پیل په ماتې وکړ او په ماتې له اسیا جام سیالیوڅخه بهر هم شوه، دواړه لوبې یې لومړي پړاو کې وبایللې او له لوبو بیرون شوه.

سریلانکایي لوبډلې له سیالیو وروسته کورته له تګ سره سم انجیلیو متیوز د یو ورځنیو لوبو له لوبډلمشرۍ لری کړل شو او پر ځای یې چنډېمل لوبډلمشر شو.

اوس سریلانکايي کرکټ بورډ د انګلستان خلاف د لوبغاړو نوملړ اعلان کړی، چې انجیلیو متیوز د یو ورځنیو لوبو نوملړکې هیڅ نه دی اخېستل شوی.

خو ټېسټ لوبډله کې شامل دی.

چنډېمل د انګلستان خلاف د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لوبډلمشرشو.

متیوز د ۲۰۱۵ م کال څخه تر اوسه پورې ۱۵۹۷ منډې جوړې کړي.

انګلستان د اکټوبر په ۵ مه نېټه سریلانکا ته د ۵ یو ورځنیو، یوې شل اوریزه او درې ټېسټ سیالیو لپاره سفرکوي.

سریلانکا د انګلیستان خلاف په یو ورځنیو لوبوکې د متیوز پرته ۱۴ کسیزه لوبډله اعلان کړې.

د سریلانکا په یو ورځنیو لوبوکې شامل لوبغاړي، ډېنېش چنډېمل لوبډلمشر، اپال ترنګا، سدیرا سمارا وېکراما، نورېشن ډېکوېلا، دننجایا ډېسېلوا، تېسارا پریرا، اکېلا دننجایا، دُشمنتاچمیرا، لسېت ملېنګا، امېلا اپونسو، لکشن سندکن، نوون پراډېپ، کاسون رجیتا او کوسال پرېرا شامل دي.

د ټېسټ لوبو لپاره سریلانکا بیا د متیوز په ګډون ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.

په ټېسټ نوملړکې بیا متیوز هم شامل دی، چنډېمل لوبډلمشر، دېموت کرونرټنی، کاوشال سېلوا، کوسال مېنډس، دننجایا ډیسېلوا، روشېن سېلوا، دلرو وان پرېرا، رنګانا هرات، ملېنډا پوشپاکومارا، اکېلا دننجایا، سورنګا لکمل، کاسون رجیتا، لهیرو کومارا، لکشن سندکن او نېروشن ډېکوېلا شامل دي.

سږ کال د اسیا جام سیالیو څوارلسم پړاو دی، له دې وړاندې شپږ ځلې د دغو سیالیو اتلولي هندوستان، پنځه ځلې سریلانکا او دوه ځلې پاکستان ګټلي د او سږ کال هندوستان تر پایلوبې رسېدلی او د جمعې په ورځ د سپټمبر په ۲۸ مه نېټه به د بنګله دېش او پاکستان ګټونکې لوبډلې سره پایلوبه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران