لوبې

د افغانانو خوب په ریښتیا شو؛ افغانستان د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته ورسید

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د انګستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ ۵۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو ته په حیرانونکې توګه لاره ومونده.

د ۲۰۱۸ م کال د زیمبابوې په کوربه توب د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې افغان لوبډلې خپل پیل ډیر خراب وکړ او په مسلسل ډول یې د پیل ۳ لوبې وبایللې، چې په دې ماتو سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ خبره خو لا پریږده، چې د دویم پړاو سوپر سیکس مرحلې ته یې تګ هم ناشونی ښکاریده.

په لمړي پړاو کې افغان لوبډلې یوازې د نیپال لوبډلې ته ماتې ورکړه، خو همدغه نیپالۍ لوبډلې بیرته په افغان لوبډلې ننګه وکړه، هانګ کانګ لوبډلې ته چې افغانستان ترې ماتې هم خوړلې وه، ورته یې ماتې ورکړه او افغان لوبډلې ته یې د سوپر سیکس مرحلې ته د ورتګ چانس برابر کړ.

د سوپر سیکس مرحله کې افغان لوبډله بیرته راپورته شوه او دویسټ انډیز خلاف یې پیل په بریا سره وکړ، ورپسې یې متحده عربي اماراتو ته په یو لوی توپیر سره ماتې ورکړه، چې همدغه د لوبډلې څخه د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته ورتګ غوښتنه وه.

خو د افغان لوبډلې د مخکې تګ هیلې لا هم د ستونزو سره مخ وې، ځکه چې که زیمبابوې یا سکاټلینډ لوبډلې د سوپر سیکی پړاو کې دویمه بریا خپله کړی وی، نو افغانستان، ویسټ انډیز او ایرلینډ به لا د وړاندې د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته په ورتګ پاتې شوی وی.

د سوپر سیکس مرحله کې په افغان لوبډلې ننګه د متحده عربي امارتو لوبډلې وکړه، چې کوربه زیمبابوې ته یې په حیرانونکې توګه ماتې ورکړه او دواړو افغانستان او ایرلینډ ته یې نوي داسې امیدونه ورکړل، چې پیل کې ډیر ستونزمن او د توقع څخه لیرې ښکاریدل.

افغان لوبډلې د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ وروستۍ مهمه لوبه کې د ایرلینډ خوبونه په اوبو لاهو کړل او په بریا خپلولو سره یې ایرلینډ کور ته ولیږه او خپله د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې شامله شوه.

د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د ۱۰ لوبډلو په ګډون په انګلستان کې ترسره کیږي، چې پکې ۸ د بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې (اسټرالیا، هندوستان، پاکستان، سریلنکا، جنوبي افریقا، انګلستان، نیوزیلینډ، بنګله دیش) لا د وړاندې مستقیمآ په دغه جام کې شامل وو، خو د یو سخت پړاو څخه د تیرویدو وروسته پکې ویسټ انډیز او افغانستان هم شامل شول.

اوس څه کول پکار دي ؟

د ۲۰۱۹ م کال هم ډیر لیرې نه دی؛ بلکې راتلونکي کال کې ترسره کیږي، نو دغه نړیوال جام سیالیو ته هر هېواد خپل پوره چمتوالی نیسي.

د افغانستان کرکټ بورډ ته پکار ده، چې نور د خپل منځي روابطو څخه تیر شي او د سلیکشن یا د لوبغاړو غواراوي کمیټه او اړوندو څانګو کې بشپړ بدلون راولي، ځکه اوسنۍ کمیټې ته که قران مخکې کیږدې، نو بیا هم ترې بغاوت کوي او هغه څه کوي، کوم چې د لوبډلې او هېواد په زیان تمامیږي، ښه بېلګه یې همدا د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د روتګ لپاره د غوراوي پړاو لوبې وې، چې پکې مو ټوله ورځ د نورو لوبډلو ته دعاوې کولې.

د کرکټ بورډ د سلیکشن کمیټه باید داسې یوه لوبډله را غوره کړي، چې د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې د نورو لوبډلو پام د ځان پر لور کړي او د ټورنمټ سر سخته لوبډله هم دوي اوسي.

ولې ؟

ځکه چې په اوسني وخت کې د کرکټ په نړۍ کې تر ټول پیاړی سپین بالینګ مونږ لرو او هره لوبډله په داسې ډول راګیرولی شو، چې ځانته هم حیرانې شي لکه د ویسټ انډیز، زیمبابوې، بنګله دیش او داسې نورې.

که د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله د اسیا جام ګټلی شي، په نړیوال جام کې د پاکستان، سریلنکا، ویسټ انډیز، نیوزلینډ او اسټرالیا لوبډېلې ماتولی شي، نو ولې لمړۍ ملي لوبډله نشي ؟!

د ملي لوبډله ستونزه په دوه برخو کې ده

۱ – د لوبډلې د پیل جوړه (اوپنران):

د کلونو راهیسې مونږ په دې مشکل کې ګیر یو، کله چې جوړه برابره شي، نو بیا هغې ته ستونزې جوړې کړو او په یوه او بله بهانه یې د لوبډلې څخه بهر کړو، ښه مثال یې د شهزاد محمدي او نور علي ځدران جوړه وه، چې تر یوې مودې پورې ډیره ښه برابره شوې او روانه وه، خو د یو شمیر نورو ډیرو پیلزو لوبغاړو په یو ځل راتګ سره ګډه وډه شوه.

۲ – د افغان لوبډلې د تیز بالینګ برخه:

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په تیز بالینګ څو کاله وړاندې افغان لوبډلې خپلې ۷۰ سلنه سیالۍ ګټلې او په نړیواله کچه هم مشهور و، خو په وروستیو کې د حمید حسن په ټپي کیدو، د شاپور ځدران په لیرې ساتلو او د دولت ځدران په یوازېتوب دغه برخه د سقوط پر لور روانه ده.
د نړیوال کرکټ په ۵۰ اوریزه سیالیو کې هره لوبډله ۳ یا ۴ تیز بالران لوبوي، خو افغانستان په حیرانونکې توګه اوسني وخت کې په هره سیالۍ کې یوازې یو تیز بالر لوبوي او ټول فشار هم په هغه باندې وي.
د افغانستان د کورني کرکټ مسول ته خبره راجع کیږي، چې باید په دغه یو کلنه موده کې چې د کرکټ د نړیوال جام تر سیالیو پورې وخت لري، د افغان لوبډلې لپاره د تیز بالینګ په برخه کې ۳ یا ۴ داسې بالران را مخکې کړي، چې افغان لوبډله کې پرې لکه د مجیب او راشد حساب وشي.

که دغه دوه برخې مو پیاوړې شي، نو مونږ به کله هم داسې بیکاره لوبې ونکړو، همدا مونږ به په نړیوالو جامونو کې ډغرې وهوو او مقابلې لوبډلې به ماتوو.
افغانستان نور باید د نړیوال جامونو د ګټلو په لټه کې شي، نه د یوازې لوبیدو لپاره، پخوا به مونږ د نړیوالو لوبډلو په اړه خبرې او اټکلونه کول، اوس د شکر ځای دا دی، چې نړیوال په مونږ تبصرې کوي او زمونږ په لوبډلې حساب کوي، نو ولې باید هغه کار ونکړو، چې خلک را باندې حساب کوي او مونږ یې حقدار هم ګڼي؟
وخت د دې را رسیدلی دی، چې افغان لوبډله د نړیوال جام اتله شي او د هېواد د شاوخوا ۳۰ میلونه وګړو په مخ د موسکا ښکاروندي شي او د هر افغان خوب تعبیر په حقیقت بدل شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی