کلتور او هنر له نړۍ

د اسیا په کچه ښکلی (رایا بیت الرحمن) مسجد

لیکنه: ياران

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د (رایا بیت الرحمن مسجد) د اسیا په کچه ښکلی مسجد دی، چې د اندونزیا په )باندا آچه( ښار کې موقعیت لري.
ددغه مسجد د جوړېدو چارې په ۱۸۷۹ کال کې پیل او په ۱۸۸۱ کې پای ته ورسېدې.

په ۱۸۷۳ کال کې کله چې هالنډیانو د (باندا آچه) پر ښار برید وکړ دغه مسجد هم د اور په لمبو کې وسوځید، چې بیا بېرته د هالنډیانو په لاس له سره ورغېد. ددغه مسجد لویه مناره په ۱۳۸۳ کال کې جوړه شوې ده. تر ۱۹۳۵ کال پورې دغه مسجد یوازې درې منارې درلودې، خو تر ۱۹۶۸ کال پورې یې د منارو شمېر پنځو ته ورسېد. د رایا بیت الرحمن مسجد په اسیا کې یوازنی مسجد دی، چې په کلني ډول ترې ډېر سیلانیان لیدنه کوي.

په ۲۰۰۴ کال کې اندونزیا سختې سونامي وځپله چې د ښارونو د ډېری برخو د ورانېدو لامل شوه، خو د رایا بیت الرحمن مسجد ښکلا لا هم پر خپل ځای پاتې شوه او کوم زیان ورته ونه رسېد.

مسجد پر یو وخت د (۳۰۰۰۰) زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري. د رایا بیت الرحمن مسجد ۷ ګنبدې او ۸ منارونه لري، چې مسجد ته یې لا ښکلا ورکړې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران