لوبې

د اسیا جام سیالیو راتلونکی پړاو په هندوستان کې پیلیږي

د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ (Asia Cup) یا اسیا جام سیالیو ۱۴ م پړاو په هندوستان کې ترسره کیږي، چې پکې به ۶ لوبډلې شاملې وي.

د اسیا جام سیالیو ۱۴ م پړاو کې ۵ د بشپړ غړیتوب لرونکې او یوه د دویمې درجې لوبډله ګډون کوي، چې تر دې مهاله لا نه ده مشخص شوې.
د ګډون کوونکو لوبډلو له ډلې څخه افغانستان، هندوستان، پاکستان، سریلنکا، بنګله دیش او یوه بله لوبډله شامله ده.

د کرکټ اسیا جام سیالیو لمړی پړاو په ۱۹۸۳ م کال کې پیل شو، چې پکې هندوستان د لمړي ځل اتلولي خپله کړه.

په ترسره شویو ۱۳ پړاونو کې ۶ ځلې هندوستان، ۵ ځل سریلنکا او دوه ځلې پاکستان اتلولي خپله کړې ده، خو لا هم بنګله دیشۍ لوبډلې په کوم پړاو کې د اتلولۍ جام نه دی خپل کړی.

د کرکټ اسیا جام سیالیو په ۱۲ پړاونو کې پنځوس اوریزه لوبې ترسره شوې دي، خو یوازې د تیر ۲۰۱۶ م کال ۱۳ م پړاو کې یې ۲۰ اوریزه لوبې ترسره شوې.

د (Asia Cup) یا اسیا جام سیالیو ۱۴ م پړاو د روان ۲۰۱۸ م کال د سیپټمبر میاشتې په ۱۵ مه نېټه پیل کیږي او د همدغه میاشتې تر ۳۰ مې نېټې پورې به دوام وکړي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی