۲۰۱۸ اسیايي د کرکټ اسیايي جام لوبې سپورټ نړیوال کرکټ

د اسیا جام سیالو پای لوبې ته د افغان لوبډلې د رسیدو لار

په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ پیل شوي اسیا جام ۵۰ اوریزه سیالیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د لمړي پړاو وروسته د دویم پړاو په لمړۍ لوبه کې پاکستان سره د یوې سختې لوبې ترسره کولو وروسته ماتې وخوړه.

د دغه سیالیو دویم پړاو یا «سوپر ۴» مرحلې ته د افغانستان ترڅنک، هندوستان، پاکستان او  بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلو لار پیدا کړه.

په دې مرحله کې ۴ واړه لوبډلې يو بل سره مخامخ کیږي، چې پکې د دوه لوبو ګټونکې لوبډله تر پای لوبې رسیدلی شي، خو افغان لوبډلې په لمړۍ سیالۍ کې پاکستان ته ماتې خوړلې ده.

افغان لوبډله په پاتې دوه سیالیو کې د بنګله دیش وروسته یو بل قوي حریف هندوستان سره مخامخ ده، چې په سیالۍ کې د بریا خپلول ورته اسانه کار هم نه دی.

افغان لوبډله به څنګه تر پای لوبې ورسیږي ؟

۱ – په دې مرحله کې د ۳ سیالیو له جملې څخه افغان لوبډله لا هم دوه نورې لوبې لري، چې په ګتلو سره یې تر پای لوبې رسیدلی شي.

۲- که افغان کرکټ ملي لوبډله د دوه لوبو څخه په یوې کې بريا خپله کړي او په بله کې له ماتې سره مخ شي، نو بیا هم یو څه چانس شتون لري.

که افغانستان د بنګله دیش خلاف، چې په اوس وخت کې ورباندې افغان لوبډله یو څه برلاسې ښکاري او په تیره سیالۍ کې یې هم ماتې ورکړې ده؛ بریا خپله کړي او هندوستان ته ماتې وخورې، هندوستان به تر پای لوبې ورسیږي، خو بلخوا بیا که بنګله دیش پاکستان ته ماتې ورکړي او افغان لوبډله د بنګله دیش خلاف په لوړ توپیر سره بریا خپله کړي، نو افغان لوبډله به د هندوستان خلاف فاینل ته ورسیږي.

۳ – دريمه لار یې دا، چې که افغان لوبډله په خپلو دواړو لوبو کې هند او بنګله دیش ته ماتې ورکړي او ورسره پاکستان د بنګله دیش یا هند خلاف یوه بریا خپله کړي، نو افغانستان به د پاکستان خلاف پای لوبه کې مخامخ شي، چې دا به تر ټولو ډیره جالبه سیالي ځکه وي، چې افغانستان په لمړۍ لوبه کې پاکستان څخه ماتې خوړلې ده او افغان لوبډله به د خپل غچ اخیستو په موخه مدان ته ځي او پاکستان به د افغان لوبډلې خلاف و ستر ډار له ځان سره ولري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی