ټولنیز ژوند زده کړې

د استادانو د درسي فشار د کنټرول ۵ تجربه شوې لارې

لیکنه: غازي عابد

یاران اپ په ګوګل پلی سټور کې یاران په ګوګل پلی سټور کې

یاران اپ په ایفون اپ سټور کې  یاران په ایفون اپ سټور کې 

لیکنه: سټیفني لینزر
ژباړه: غازي عابد

اکثره استادان، ښوونکي یا نور لارښوونکي چې نورو ته زده کړه ورکوي، د ډیرې بوختیا له امله سخت او لوړو فشارونو سره مخ وي. دا پته یو انسان ته هغه وخت لږیږي کله چې خپله د استاد په حیث چا ته زده کړه ورکوي. هغه خلک بیا تر ټولو ډیر ستومانه وي چې هغوی دوه دندې ترسره کوي یا په هغو ځاینو کې تدریس کوي چې لکچر په کې زیات وي. په حساب یا ریاض کې بیا تر ډیره پورې تدریس کوونکی ګنکس او ستړی کیږي. د والسټریټ ژورنال څیړونکو په یوه راپور کې موندلې چې په استادانو د ډیر فشار راتلل د زده کوونکو په زده کړو تاثیر لرلی شي، هغه ډول چې باید تدریس شي تر پایه یا په بشپړه توګه هغسې تدریس نه شي کیدای. که پاکه یې ووایو کتاب ته کتل اسان دي، خو د کتاب تدریس ته اماده کیدل سخت دي. که استادان یاست یا هم استادان او ښوونکي کیږۍ، لازمه ده چې د فشار او زور کنټرول لپاره باید لارې چارې ومومئ، څو یې ښه مقابله وکولی شئ. په همدې اړه څو حل لارې درته په پنځو عنوانو کې وایو، راسره یې ولولئ:

۱- پاملرنه کول
امانډا بایلي چې په انګلستان کې د یوه ښوونځي ښوونکې ده وايي، چې دوی د خپلې ټولې ډلې یا کارکوونکو لپاره د پاملرنې او توجه کولو زده کړیز جبري ټرایننګونه ورکوي، څو هغوی د ارام تدریس او له فشاره د وتلو او د فشار د مخنیوي له لارو چارو سره روږدي شي او په اسانه سره یې مخه ونیسي.
هغه زیاتوي؛ له دې کار زموږ موخې دا دي چې په کار ځای کې یا د تدریس پرمهال له غوسه کیدنې، فشار او تشویشه پاک او د مهربانۍ او صمیمیت روزانه چال چلند او ژوند ولري.

۲- له نورو ملګرو سره مو تجربې شریکې کړئ
که له نورو ملګرو او کسانو چې هغوی تجربه شوي وي، یا یې په ځینو ستنونزو بریالي شوي، لکه د تدریس پرمهال له فشار او بوجه د خلاصون په اړه مرسته وغوښتل شي او له نورو استادانو او خلکو سره مو دا تجربې شریکې کړئ، ممکن هغوی هم حل لاره ومومي.
په ۲۰۱۴م کال کې د یوې څیړنې پر اساس؛هغه خلک چې د درسي فشار له امله ځوریږي، د نورو هغو کسانو مشورې چې دا حالت یې تجربه کړی وي، ورته خورا ګټورې او مفیدې تمامیدای شي، چې په وسیله یې ژر ستونزه حلولی شي.
علمي او تعلیمي مشاور جیل بیري وايي، د پرسونل (ښوونکو او ټرینرانو) ګډې خونې د ښوونکو لپاره تر ټولو ښه ځای دی چې خپل بحثونه، تجربې او حل لارې په کې سره شریکې کړي. دی د یوه ښوونکي په حیث لارښوونه کوي چې که ښوونکي سره ډیالوګ وکړي او بلاخره سره موافقې او پایلې ته ورسیږي، نو په درسي کړنګلاره کې به ډیر مثبت تاثیر ولري او راحته به اوسي.
نو ویلی شو که چیرته په سټف روم یا راټولیدو ځای کې یو باوري ملګری هم ولرې او هغه درسره خپلې تجربې شریکې کړي، د تدریس لپاره به ښې حل لارې ومومې او خپله تداوې به پرې وکړې.

۳- په هغه څه تاکید وکړئ چې اوس مو مسوولیت دی
ته د یوه ښوونکي په حیث یوازې په خپل صنف کې ددې مسوول یې چې څومره په ښه او نرمه طریقه باید چلند وکړې او تدریس وکړې، نورې بهرنۍ پيښې او واقعیات په تا پورې نه دي تړلي، که چیرته مو هغوی ته ډیر پام وکړ او سوچ او فکر مو هلته وو، نو لرې نه ده چې یو ډول ګډوډۍ او فشار سره به مخ شئ.
د هغو شیانو په اړه چې ذهن کې مو ګرځي په یوه ورقه یې ولیکه بیا ترې دوه لیسته جوړ کړئ، یو لیست کې هغه څه ولیکئ چې اوس مو مسوولیت دی، نو په همدغه مسوولیت چې د ښوونکي په حیث یې لرۍ، تاکید وکړئ او اجرا یې کړئ بریالي به یاست. داسې ووایو؛ اوس زما د تدریس دنده ده، د نورو کارونو خپل وخت شته، هغه مهال به بیا سره ګورو.

۴- رښتیني اهداف مو معلوم کړئ
هڅه وکړئ چې هر ډول فکرونه له ذهنه وباسئ او یوازینی فکر چې باید ویې کړئ هغه ستا د زده کوونکو تدریس دی. همداراز دومره انرژي هم نشته چې ټول کارونه په یو ځل وکړای شئ. که ته څو کارونه په یو ځل سره کوې، نو خامخا دې ګنګس کوي. مثلاً نه شې کولی چې څلور درسونه، د غرمې ډودۍ، وقفې، له زده کوونکو سره مناظرې او بیا ددې تر څنګ نور له درسي چاپيریال بهر کارونه هم وکړې. ته یو انسان یې او انسان نیمګړی دی، همدا اصلي اهداف چې تدریس دی ترسره یې کړئ، ځکه یوازې د همدې بار لا یوسئ، خو که فکر کوې چې په همدې یوه وخت کې نور کارونه او چارې هم کولی شم، ممکن اوس انرژي ولرې، خو دوامداره یې نه شې ترسره کولی. ممکن نیمګړي پاتې شي.

۵- نارمل درسي تکرار یا روزنه وکړئ
د پراینسټون پوهنتون څیړنکو یوه څیړنه چې نیویارک ټایمز په یوه راپور کې خپره کړې ویلي؛ په تمریني شکل سره د خپلو درسونو لپاره ځان ټرینینګ کول د فشار او تشویش کچه کموي. په حقیقت کې دا ډول تمرین کول د انسان په ذهن کې یو ډول مثبت بدلون راوړي، یعنې دوی کولی شي چې په دې سره خپل ذهن فعاله وساتي او ځان ډاډمن کړي.
هغه استادان او شاګردان چې هغوی مخکې له مخکې ځان اماده کړی وي او درس یې ویلی وي، تر ډیره په صنف کې ډاډه او یو ډول مسکا يې پر مخ خپر وي، لامل یې دا دی چې دوی هیڅ ویره نه لري، ځکه درس یې ویلی او که ضرورت شي یا ترې پوښتنه وشي، په ښه ډول به ځواب ورکړي، او په مقابل کې هغه کسان چې له مخکې درسي ټریننګونه نه اخلي، بیا له ګڼو ستونزو سره مخ کیږي او په صنف کې یو ډول فشار او تشویش لري.

پایله؛
خپل زده کوونکي تشویق کړئ. مرسته ورسره وکړئ، د روغ صحت پرمهال تدریس وکړئ او د ناروغۍ پرمهال یې مه کوئ. ځیني وخت کې فشار یوازې د بوختیا پایله هم نه وي، بلکې نور لاملونه هم کیدلی شي، لکه ځینې ستونزې او نور… له نورو مشورې وغواړئ، کارونه مو منظم کړئ او داسې احساس وکړئ چې یو ښوونکی یاست او اصلي دنده مو د خلکو روزل دي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد