سیاست

د ادارې تاریخي شالید

لیکنه: ياران

لیکنه: نصیر احمد مصلح

د ادارې تاریخي شالید په یو ډول نه یو ډول د انسان له پیدایښت او کورنۍ سره سم پیلېږي. لومړنیو انسانانو د خپلو لومړنیو اړتیاوو لکه (خواړه، کالي، کور…) او نورو ټولو اړتیاوو د رفع کولو لپاره مجبور وو، چې له خپلو همنوعو سره همکاري وکړي او له هغوی څخه هم د همکارۍ هیله وکړي، چې په دې سره د لومړي ځل لپاره د کار وېش موضوع مطرح شوه.

د ادم علیه السلام د خلافت له وخته د ادارې او مدیریت یو ډول موجود وو، په همدې ډول په زړو تمدنونو کې د کرنې، ښارجوړونې، د قوانینو جوړولو د هنر او ادب پرمختگ….په برخه کې هم نمونې تر سترگو کېږي، چې ټول د یادونې وړ دي او په هغه وخت کې په اداره کې د نظم او کار وېشنې استازیتوب کوي.

د ۵۰۰۰ کاله مخکې تر میلاده د مدارکو د ثبت او ساتنې د غوره والي په منظور، د مدیریت د اصولو څخه گټه اخیستنه، د وخت وېشنه، د حسابدارۍ مهارتونه، د مالونو راټولول او مالیه د سومري روحانیانو په وړاندې حساب او کتاب ته اړتیا، دغه راز د مالونو کنټرول ترسره کېدل، چې ښایي د هغې اغیزمن عوامل د خط اختراع وي.

د ادارې تاریخچه تر لرغوني مصر، یونان، روم، آریایې ټولنې او پارسیانو پورې رسیږې. په مصر کې له میلاد څخه ۴۰۰۰ کاله مخکې او له نن څخه ۶۰۰۰ کله وړاندې د اوبو لگولو پروژې جوړې او تطبیق شوې. همدوی یو کال په ۳۶۵ ورځو باندې ووېشه او خپل اداري پلان یې ورسره برابر کړ.

لږ ورسته بیا له میلاد څخه ۲۵۰۰ کاله مخکې د شمېر سیستم ایجاد شو او ۳۰۷۰ کاله مخکې لومړنۍ احصاییه رامنځته شوه. ورپسې له میلاد څخه ۱۵۰۰ کله مخکې د حضرت موسی (علیه الاسلام) فرمانونه او د سلسله مراتبو څخه گټه اخیستنه او د پلان جوړونې په اساس مدیریت او د موعودې ځمکې (فلسطین) په لوري د مهاجرتونو حکم ورکول کولای شو د هغه علیه السلام د ښې ادارې نمونې وگڼو.

د ۱۰۰۰ کالو په شاوخوا کې تر میلاده مخکې د چینایانو په واسطه د مشورتي شوراگانو رامنځته کول او د روزنې د نظم اړخ ته پاملرنه کول، تخصص ته اهمیت ورکول هم کولای شو د مدیریت او ادارې د مفکورو څخه وگڼو چې د چینایانو په ډېرو پخوانیو متنونو کې لیدل کېږي.

پارسیانو خپله امپراتوري په ۲۰ ایالتونو وېشلې وه، د هر ولایت په راس کې يو والي و، چې دا هم یو ډول اداري نظام و. د کوروش څلور گوني اصول (د کار وېش کې نظم، یووالی، لارښوونه او مرسته) د مدیریت او ادارې په چارو کې د ډېر اهمیت څخه برخمن دي.

د میلاد څخه مخکې د درییمې پیړۍ په وروستیو کې د روم د امپراتورۍ په واسطه په مختلفو برخو کې د ادارې او مدیریت په واسطه بنسټیز کارونه او بنسټونه رامنځته شو او له همدې امله د روم امپراتوري د هغه وخت ډېره پرمختللې امپراتوري وگڼل شوه.

د حضرت محمد (ص) لخوا د اسلامي حکومت جوړول، په هغې کې د مالیاتو، ارشاد، زکات، د بهرنیو اړیکو تنظیم، د سفیرانو استول او داسې نور، پخپله د ادارې او د دغه ستر پیغمبر (ص) د پوهې او مدبرانه تدبیر ښه مثالونه دي. په لرغوني چین کې د امپراطور لخوا د فرمانونو صادرول او په ټولنه کې د هغو تطبیق هم د ادارې یو مثال دی؛ خو وروسته بیا د ارسطو او افلاطون لخوا د ادارې د علم تیوریکي اساسات بیان شول. رومیانو هم په اداره کې ډېر کار وکړ. دوی له میلاد څخه ۲۸۴ کله مخکې خپله پراخه امپراتوري په ۱۰۱ ولایتونو وویشله، د دغې امپراتورۍ مشر(دیو کلسېن) درې مرستیالان درلودل، چې هغوی ته یې یو شمېر صلاحیتونه سپارلي وو. په آریایې تمدن کې د ادارې ډېرې ښې نمونې شته. د منځنۍ پیړۍ په وروستیو کې په ځانگړي ډول د پنځلسمې پیړۍ په لومړۍ نیمه کې په غرب کې د نوو صنعتي بدلونونو او تغییراتو شاهد یوو، چې دا ټول د ادارې او مدیریت د ودې او پرمختگ استازیتوب کوي. د بلخ نامتو پاچا(یما) یو ډېر ښه اداري نظام درلود. له دې امله چې آریایان ټول مالداره وو، هر ځای یو مشر درلود. څو کېږدیو یوه اداره درلوده. په دغه ټوله موده کې د ادارې لپاره مقررات او قوانین موجود وو. زمونږ لرغوني هېواد کې سوري شیرشاه(فرید خان) او بیا میرویس نیکه مدبر رهبران او ادارې لارښود وو. له نن څخه ۲۷۰ کاله مخکې احمد شاه بابا پخپله پراخه امپراتورۍ کې یوه کلکه، منظمه، سالمه، اصولي او د قانون، پلان او تشکیل لرونکې اداره جوړه کړې وه.

خو دغه رهبر زیات په جگړو کې بوخت پاتې شو او اداري ریفورم ته ډېر وزگار نشو، له بده مرغه له هغه څخه وروسته ورو ورو د افغانستان اداري نظام د رکود، بې نظمۍ او فساد سره مخامخ شو.

یوازې امیر شیر علي خان په خپله دویمه پلا واکمنۍ کې د علامه سید جماالدین افغاني له خوا د سپارښت شوي اصلاحي پلان له مخې ډېر لږ د ادارې په جوړولو کې گام اوچت کړ. خو د انگریزانو د تحرکاتو له امله بریالی نه شو، لږ وروسته بیا امیر عبدالرحمن خان قوي مرکزي اداره درلوده.

صرف د غازي امان الله خان په دوره کې یو ځل بیا اداري قوانین او نظام ته په عصري بڼه توجه وشوه.

خو سقاوي اغتشاش دغه عصري رېفورمونه ضایع کړل. له هغې وروسته د جمهوریت بنسټ اېښودونکي سرادر داوود خان دې برخې ته پاملرنه وکړه خو د یوې کمونیستي کودتا په واقع کېدو سره افغانستان نږدې څلوېښت کاله سیاسي ثبات له لاسه ورکړ او په ۲۰۰۱ کې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ یو پراخه بنسټه حکومت منځ ته راغی او اوس افغانستان نسبتا یو ښه اداري نظام لري. د بشري ټولنې اوږد تاریخ او زمونږ د خپل مملکت حالاتو وښوده، چې هوساینه، خیر او فلاح، ابادي او ترقي صرف د ادارې په جوړښت سره راتلای شي. اداره یو جمعي نظام دی او د هغې اصول، اهداف او عناصرو باندې باید پوه شو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران