سیاست

د حنیف اتمر تشه؛ ولې یې استعفا وکړه، څه غواړي؟

ارشاد رغاند

ولسمشر غني نن خپل ښي لاس( د ملي امنیت سلاکار) حنیف اتمر رسماً بایلود. اتمر غني ته پخپله استعفا پاڼه کې لیکلي، چې د حکومت له رهبرۍ سره یې د ملي یووالي او ملي اجماع د ساتنې، سولې، امنیت، سیاسي مدیریت، ټاکنو، ښې حکومتوالۍ او له سیمې و نړۍ سره د اړیکو په اړه جدي اختلافات لرل.

د اتمر د استعفا لیک له مخې دا اختلافات له څو میاشتو راهیسې پیدا شوي وو، چې پرې تفاهم ته د نه رسیدوله کبله بالآخره ده استعفا وکړه.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري پرته له دې، چې د اتمر د استعفالیک په اړه غبرګون وښيي ویلي، چې ولسمشر د نوموړي استعفا منلې او په امریکا متحده ایالاتو کې د افغانستان سفیر حمدالله محب یې د هغه پرځای د ملي امنیت نوی سلاکار ټاکلی.

له حکومته د اتمر وتل ولسمشر غني ته نه جبرانیدونکې تشه!

د اتمر تشه په داسې حال کې، چې د ملي یووالي حکومت؛ په ځانګړي ډول ولسمشرغني له سخت بحران سره مخ دی نه جبرانیدونکی بریښي.

اتمر، چې د لغمان د یوې مطرحې کیڼ اړخې کورنۍ غړی دی،د ډاکټرنجیب د حکومت پرمهال یې پرجلال اباد د سختې جګړې په دفاع کې د ملي امنیت د هغه مهالي منصبدار په توګه یوه پښه معلوله شوې.

نوموړی د ډاکټرنجیب له حکومت څخه وروسته په پېښورکې له افغان کډوالو سره د ځينو مرسته کوونکو نړیوالو ادارو او افغان خیریه موسسو کارمند او مشرپاتې شوی.

حنیف اتمر بیا لویدیځ ته تللی، هلته یې زده کړې او د افغانستان د سیاست په تړاو فعالیتونه کړي.

دی د طالبانو له حکومت څخه وروسته د بېړنۍ لویې جرګې غړی او بیا د کرزي په انتقالي اداره کې د کلیو او پراختیا وزیرشو. له دې وزارت څخه وروسته هغه د کرزي په کابینه کې د پوهنې او کورنیو چارو وزیرهم پاتې شوی.

اتمر په ۲۰۱۱کې د لویې جرګې پرخېمې له یوه برید وروسته د ملي امنیت له لوی ریس امرالله صالح سره په ګډه د كرزي لخوا استعفا ته مجبور شو.

نوموړی وروسته د کرزي د حکومت یو منځلاری منتقد شو او د حق او عدالت په نوم یې ګوند جوړکړ. په ۲۰۱۴ ټاکنو کې اتمر د علي احمد جلالي او زلمي خلیلزاد په شان ولسمشرۍ څوکۍ ته د نوماندۍ نیت درلود، خو وېل کیږي چې د همدغو کسانو په منځګړتوب ډاکټرغني له لویدیزه د راستنو شویو ټولو تکنوکراتانو ګډ کاندید شو.

اتمر،چې د غني برعکس په نرم مزاج او پراخو اړیکو مشهور دی په ۲۰۱۴ ټاکنو کې د تحول وتداوم ټاکنیز ټیم د سیاسي برخې مشري وکړه.

وېل کیږي، چې ولسمشرغني د ټاکنیز ټیم جوړولوپرمهال ده ته د ۲۰۱۹ په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماندۍ او ترې د ملاتړ ډاډ ورکړی و.

ولسمشرغني د ولسمشرۍ له پيل سره سم په لومړنیو ګومارنو کې اتمر له پراخو صلاحیتونو سره د ملي امنیت سلاکار وټاکه.

اتمر د پراخ صلاحیت او په کوردننه له مخالفو سیاستوالو، سیمه ییزو هېوادونو او نړیوالو سره د حکومت د اړیکو ښه ساتلو له کبله د ولسمشرغني (ښي لاس) ګڼل کیده.

همدا وجه به وه، چې د غني سیاسي مخالفینو تل له غني مخکې د اتمر استعفا غوښته. ښاغلي غني یو ځل هغه مهال، چې د اتمر پرضد د حکومت ضدو سیاسیونو اعتراضونه جدي او د هغه د ګوښه کیدو اوازه ګرمه شوه اتمر د وزیراکبرخان په عالي دولتي مډال ونازوه.

اتمر سره له دې، چې پخوانۍ سیاسي سابقه یې کیڼ اړخې ده خو له ګڼو سیاسي ډلو سره یې اړیکې ښې ښکاري. له حکومت سره د ګلبدین حکمتیار د سولې په مسئله کې هغه د حکومت استازیتوب کاوه او د سولې لومړنی تړون ده د دغه ګوند له استازو سره لاسلیک کړ.

ولې یې دنده پرېښوده؟

حنیف اتمر په عمومي ډول پخپل استعفا لیک کې هغو اختلافاتو ته اشاره کړې، چې د حکومت له رهبرۍ سره یې له څو میاشتو راهیسې لرل.

خو څه چې ناویلي پاتې او په سیاسي مجلسونو کې ډېراوریدل کیږي په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د هغه د نوماندۍ مسئله ده.

وېل کیږي، چې اتمر او یو شمېرنور هغه سیاستوال، چې په ۲۰۱۴ کې یې ولسمشرغني ټاکنو ته درولی و په راتلونکو ټاکنو کې د ښاغلي غني له بیا نوماندۍ سره مخالف دي.

د معلوماتو له مخې دغه ډله کسانو له څو میاشتو راهیسې هڅه کوله،چې ډاکټرغني له بیاځلي نوماندۍ څخه وګرځوي، خو غني دې غوښتنې ته غاړه کېنښوده چې له کبله یې اتمر استعفا وکړه او اوس راتلونکو ټاکنو ته تیاری نیسي.

د اتمر نوماندي د ولسمشرغني د ترټولو نیږدې او وفادار سیاسي متحد په حیث په راتلونکو ټاکنو کې د هغه لپاره یو لوی سرخوږی ګڼل کیږي.

پر اتمر لګیدلي تورونه

اتمر د دې ترڅنګ، چې د حکومت د ملاتیرګڼل کیده، د ولسي جرګې د یوه غړي ظاهر قدیر لخوا د داعش ډلې په رامنځته کولو او ملاتړهم تورن شوی و، خو حکومت او شخصاً ښاغلي غني دا تور رد کړی و.

د ښاغلي غني نیږدې پلویان اوس حنیف اتمر تورنوي، چې له ولسمشر سره د اختلاف له کبله یې په وروستیو کې په دنده کې کم کاري او غفلت کړی دی.

دوی ادعا لري، چې د ملي امنیت سلاکار په توګه اتمر ولسمشرغني ته د غزني د بحراني وضعیت په اړه دقیق معلومات نه وو ورکړي.

خو اتمرته نیږدې سرچینې دا د اتمر خلاف د ښاغلي غني د ټیم تبلیغات ګڼي.

د دوی په وینا که اتمر ولسمشر غافل کړی و، د هغه په مشرۍ د اعلی سرقومندانۍ دفتر او نورو مراجعو خو به ولسمشر له وروستي بد وضعیت څخه خبرکړی وی.

اتمر د حکومت د سیاسي مخالفینو له لورې د واک په انحصار او په نورو ادارو کې د خپلو کسانو په ګومارنه هم تورن و. د حکومت یو شمېر توندلارو مخالفو ډلو نوموړی د دوی پر تجمعاتو د بریدونو په سمبالولو هم تورن کړی و، خو وروسته ولیدل شول، چې د جمیعت ګوند په ګډون ځینو نورو تور لګونکو خپل دغه تور بیرته اخیستی.

اتمر په ټوله کې د ملي یووالي حکومت له جوړیدو سره ډېروځلیده، څومره چې دا حکومت په ده ودان و، هومره دی د دغه حکومت د لوړموقف له کبله ډېرمطرح شو.

دا چې وروسته به نور څه پېښیږي، وخت ته به وکتل شي.

د افغانستان په پېچلو او هره شېبه بدلیدونکي سیاسي وضعیت او تعاملاتو کې وړاندوینه سخت کار دی! کار دی!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.