بریا او پرمختګ زده کړې

دې پوښتنې ته؛ چې ولې دا دنده غواړئ، څنګه ځواب ورکړو؟!

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: سزي ویلچ
ژباړه: غازي عابد

کیدای شي له دې پوښتنې سره په کوم ځای کې مخ شئ، خو که تاسې هماغه یو تکراري او ګډوډ ځواب ورکړئ، ممکن مهم چانس له لاسه ورکړئ.
خپل ځواب مو هر اړخیز چمتو کړئ. په داسې ډول چې د هغه کمپنۍ یا ادارې، د کارکوونکو، تولید یا خدماتو او کارونو په اړه هم په کې څه ووایاست. یعنې له دې باید خبر یاست او ددوی د ښه والي یا معیاروالي له امله تاسې هم دلته راتګ غواړئ.
مثلاً داسې ووايئ: زه ځکه غواړم له دې کمپنۍ سره کار وکړم چې ارزښتونه په کې پالل کیږي. مشتریانو سره ښه رویه کیږي. دلته ابتکار موجود دی او زه مطمئین یم چې که په دې ځای کې زه هم پاتې شم، لا به ډیر کار وکړی شم او بې ساري پرمختګ به ولرو.
باید دا هم یاد کړئ چې ستاسې مهارتونه به د کمپنۍ په پرمخ بیولو کې څرنګه او څومره رول ولري. یعنې باید د خپلو هغو مهارتونو یادونه هم وکړئ چې ته یې لرې او دې کمپنۍ کې یې پر لاره اچولو لپاره دلته کار غواړې.
که چیرته ګمارونکي مدیر ته یو فکري، معلوم او مناسب ځواب ورکړو، نو د هغه باور راباندې پیدا کیږي، د باور پر اساس به مو غوره کاندید وبولي.
یادونه: ځینو خلکو نه چې پوښتنه وشي چې ولې دا دنده غواړئ؟ هغوی ورته د نورو ادارو غیبت کوي، نیمګړتیاوې یې بیانوي، دې دندې سره یوازې شوق لرم… دا ډول ځواب هم مناسب نه دی، معکوس بد تاثیر کولی شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد