بریا او پرمختګ مخکښان

دیل کارنګي د نړۍ مشهور هڅوونکی لېکوال– د غواګانو له لوشلو تر نړیوال شهرت

لیکنه: ياران

دیل کارنګي هغه اغیز ښندونکی او هڅوونکی امریکايي لیکوال دی چې ” د ژوند لار، د دوست موندلو لار، د ښې ویناوالۍ فن ) کتابونو او سلګونو نورو لیکنو یې د افغانستان په شمول د نړۍ په ګوټ کې میلونونه انسانان له اندېښنو را ایستلي او د بریا پوړیو ته یې رسولي دي.

نوموړې د نړۍ د ګڼو بریالیو خلکو هڅوونکي ژوندلیکونه خپار کړي. خو ددې جادوګر قلم لرونکي لیکوال د خپل ژوند په اړه څومره پوهیږئ؟

دیل کارنګي دده لومړنۍ معشوقې ځکه رد کړ چې هغه ډیر بې وزله و.

دا هغه څه و چې دده زړه یې مات کړ. زلمي کارنګي له ځان سره سوګند وکړ چې ځان به یوې داسې بریا ته رسوې چې دا ماته یې هیره شي.

دیل کارنګي په ۱۹۸۸ م کال کې د امریکا په میسوري ایالت په یوې بې وزلې کلیوالې امریکايي کورنۍ کې زیږیدلی و.

هغه هر سهار ۴ بجې له خوبه پاڅیده او ښوونځي ته له تګ مخکې یې غواګانې لوشلې.

دا چې کور یې په یوې لرې کلیوالې سیمه کې و تر ښوونځي یې هره ورځ پر اس ۵۰ میله لاره وهله.

د اس په شا هره ورځ دومره اوږد سفر هغه ته ددې فرصت برابر کړ چې خپلې ویناوې له ځان سره تکرار کړي او ښوونځي ته پر لاره له ځان سره ویناوالې تمرین کړي.

ډیل کارنګي ډیر زر په یو ښه ویناوال بدل شو او په خپل ښوونځي کې یې د وینا کولو څو سیالۍ یې وګټلې.

نورو زده کونکو له نوموړې هیله وکړه چې د پیسو په مقابل کې دوی ته هم د ویناوالۍ روزنه ورکړي چې له دې لارې یې یو څه اندازه پیسې ترلاسه کړې. خو دا پیسې لا هم دده د خوبونو د پوره کولو لپاره کمې وې.
وروسته یې ښوونځي پرېښود او په کوڅو کې سودا پلورل پیل کړل.

هغه له څه خوارۍ وروسته د هغه وخت 500 امریکايي ډالر راټول کړل، او له دې سره وتوانیده چې سودا پلورل پریږدي او د خپلو خوبونو په پوره کیدو پسې ووځي.

د دیل کارنګي مشهوره وینا ده” که چیرې غواړې اندېښنه ماته کړې؛ نو دا یې چاره نه ده چې کور کې کینې او په اړه یې سوچونه وکړې. بلکې بهر ووځه او ځان بوخت کړه. “

دیل کارنګي په خپلو خوبونو پسې د نیویارک ښار ته ولاړ او غوښتل یې ممثل شي. بالاخره وتوانیده چې د تیاتر په یوې نندارې کې ولوبیږي.

خو د تمثیل دا تجربه یې خوښه نه شوه او پریکړه یې وکړه چې د تیاتر عمر دده لپاره نه دی.

په څلور ویشت کلنۍ هغه بیکاره، مات، بې پیسو او بې کوره شو. همدې وخت کې دیل کارنګي پریکړه وکړه چې پر خپل ژوند بیا کتنه وکړي.

هغه د خپل ژوند ښې خاطرې رایادې کړې او هغه په ښوونځي کې دده د ویناوالۍ خاطرې وې.

هیڅ اقدام نه کول، شک او ویرې ته زمینه برابروي، او اقدام کول اعتماد او جرات رامنځ ته کوي.

دیل کارنګي د هغې خیریه ټولنې څخه چې ده سره یې د استوګنې په برخه کې مرسته کوله وغوښتل چې ده ته د تدریس اجازه ورکړي. خو دې خیریه ټولنې ترې د تدریس له درکه د تر لاسه کیدونو پيسو اتیا فیصده وغوښتې.

خپل کار ته ژمن دیل کارنګي ورسره ومنله او د عامه ویناوالۍ په برخه کې یې د خلکو روزنه پیل کړه.

خو په هماغه لومړني صنف کې یې په دې اړه درسي مواد تمام شول. او کارنګي اړ شو چې په دې اړه خپل فکر او نظر رامنځ ته کړي.

هغه پر ځان د باور ستراتیژي جوړه کړه او راتلونکې دوه لسیزې یې همدا ستراتیژي د درسي میتود بنسټ و.

نوموړې ددې لپاره په بشري روانشناسۍ او د نړۍ د هغو سسترو مشرانو پر چلند او کار څیړنې وکړې چې بریالیتوب ته رسیدلي وو.

دیل کارنګي د همدې څیړنو په پایله کې خپل لومړنی کتاب ولیکه ” څنګه ملګري پیدا کړئ او څنګه پر خلکو اغیزې وکړئ.“

ددې کتاب تر دیرش میلونو زیاتې نسخې په هماغه پیل کې وپلورل شوې. او هغه وخت د ټایمز مجلې په لیست کې په ۱۹ مه شمیره راغی.

دا کتاب د نړۍ د ټول عمر په سلو مؤثرو کتابونو کې دی او د پښتو په شمول د نړۍ په نژدې هرې ژبې ژباړل شوی چې چې د یوې پیړۍ له تیریدو وروسته اوس هم لوستوکي لري.

د ډیل کارنګي دا کتاب د امریکا په تاریخ کې یو تر ټولو کامیاب کتاب دی. ددې کتاب د خرڅلاو له درکه پراخو عوایدو نه یوازې د دیل کارنګي ژوند بدل کړ، بلکې تر لسیزو پورې کورنۍ، او دده د روزنیز مرکز مالي ملاتړ برابر کړ.

نوموړي د ”ډیل کارنګي د روزنیز کورس“ پیل کړ چې تر نوي څخه زیاتو هیوادونو کې تر اتلو میلونو زیاتو کسانو په کې ونډه واخیسته.

په ورپسې کلونو کې نوموړې له اندېښنې سره د مبارزې په اړه مشهور اثر ولیکه چې په پښتو ژبه کې ابراهیم شینواري د ” ژوند لار“ په نوم او په فارسي کې د ”ایین زندګي“ په نوم ژباړه شوی دی.

د دیل کارنګي اثارو سره د نړۍ د ګڼو ژبو لوستونکي له لسیزو راهېسې اشنا دي. په پښتو ژبه ددې لیکوال اثار په تیرو درې لسیزو کې ژباړل شوي او د ” ژوند لار “ کتاب یې چې د اندېښنې سره د مبارزې په اړه دی افغانستان کې یو له ډیر پلورل کیدونکو کتابونو څخه دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران