خواړه روغه سټه ګټه وټه

د دڼیا (ګشنیز) ګټې؛ غوږ، غاښ، سر درد او عصابو لپاره ښه درمل

لیکنه: ياران

ژباړه مریم محمدي

دڼیا ته په طبي نړۍ کې د روغتیا د خزانې نوم ورکول شوی. په اسیا او افریقا کې په پراخه پیمانه موندل کېږي او تر نیم متر جګېږي.

د نورو بوټو په څیر دا بوټی هم په بیلابیلو نومونو پیژندل کیږې، علمي نوم یې Coriandrum Sativum او موږ ورته ګشنیز یا دڼیا وایو.

دڼیا د ګڼ شمېر طبعي موادو په شتون سره د روغتیا لپاره هغه ټول ویټامینونه لري کوم چې زموږ بدن ورته ضرورت لري، لکه: ویټامین آې، ویټامین بي، ویټامین سي، همدارنګه اوسپنه، کلسیم، پوتاشیم اومګنیزیم هم لري.

دا چې دڼیا د کوم خواص لروونکي دي، دلته یې درته وایو؛

د دڼیا ډیر خوراک دا زیانونه لري؛
۱- د یادښت قوت کمزوری کوي.
۲- هغه کسان چې نفس تنګي لري هغه ته دڼیا ښه نه ده.
۳- د دڼیا ډیر خوړل د ژبې د بندښت سبب کیږي.

د دڼیا روغتیایي ګټې
۱- دڼیا اشتها راوړنکي دي چې د خوړو په هضم کې مهم رول لري، ځکه ډنیا د هضم غُدو ته د هضم لپاره شیره تولیدوي او په دې توګه اشتها زیاتوي. که له سره شویو خوړو سره استعمال شي، د خوړو خوند زیاتوي.

۲- دڼیا د چینجو ضد دي او په کُلمو کې یې له پیدایښت نه مخنیوی کوي.

۳- هغه کسان چې د شپې له خوا د څه نه لیدلو ستونزه یا شب كوري لري، هغوی دې د دڼیا اوبه له ګلاب سره یو ځای کړي او په سترګو کې دې استعمال کړي، ګټه ورته لري.

۴- د دڼیا اوبه د پوستکي خارښ له منځه وړي.

۵- د دڼیا تخم د معدې ګاز ښه کوي. هغه کسان چې د معدې درد لري کولی شي چې په خوړو کې له دڼیا استفاده وکړي.

۶- د سترګو د خارښ لپاره کولی شئ چې د دڼیا یوه قطره اوبه په احتیاط سره واچوئ، د سترګو درد او خارښ ښه کوي.

۷- د سر درد، غوږ درد، غاښ درد او د اعصابو ارامتیا لپاره یوه قاشوغه د دڼیا تخم یا پوډر په یو ګلاس اوبو کې جوش کړئ او وښوروئ د درد په ښه والي کې درسره مرسته کوي.

۸ – دڼیا د نورو زیاتو ګټو سربېره د بدن د دفاعي سیستم د پیاوړتیا، د زړه د ناروغیو، وینې فشار، پریشانۍ د کموالي او د بې خوبۍ تر څنګ د پښتورګو د ډبرو د لمنځه وړلو لپاره هم زیات ګټور دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران