ساینس او ټیکنالوژي

ایپل دوه سیمکارته موبایل جوړوي

لیکنه: ياران

لیکنه: قسیم هلال

ایپل کمپنۍ د لومړي ځل لپاره غواړي چې د دوه سیمکارتونو لرونکی موبایل جوړ کړي.

د اېفون خبرونه خپرونکې ویب پاڼې (ناین ټو فایو میک) په تازه خپور شوي خبر کې لیکلي “د دې ډیر امکان دی چې اېفون دې په خپل نوي ماډل سمارټ فون کې د دوه سمکارتونو اسانتیا برابره”.

د ویبپاڼې په وینا د اې او ایس ۱۲ په بیټا ورژن کي یو ځای د دوه سیمکارتونو خبره یاده شوې. په خبر کې د ډیول سیم خبره هم تر د دوهم سیمکارت د ځای او سلاټ په اړه هم یادونه شوې.

نن سبا په امریکا او اروپا کې اکثره خلک له یو ډیر سیمکارتونه استعمالوي، هغه کسان چې ډیری وخت د نړۍ مختلفو سیمې او هیوادونه سفرونه کوي هم د دې ته اړتیا لري چې د دوو سیمکارتونو موبایل دې ولري، د دې تر څنګ په نوره نړۍ کې د دوه سیمکارتونو استعمالونکو مشتریانو لپاره هم ایپل ښایي دغې کار ته زړه ښه کړي تر څو لا ډیر مشتریان ولري.

له اېفون وړاندې سامسنګ، هواوی او ځینو نورو کمپنیو د دوه سیمکارتونو لرونکي موبایلونه بازار ته وړاندې کړي چې د اخیستونکو له تود هر کلي سره مخ شوي، ایپل هم ښایي وغواړي چې د دوه سیمکارتونو استعمالوونکي مشتریان دې ځان خوا ته را واړوي.

ځینې موبایل سیستم څیړونکي بیا وایي ښایي د ایپل کمپنۍ لخوا یو سیم کارت له نویو مبایلونو سره بازار ته وړاندې شي چې ځینې ځانګړنې به ولري، منګ چي کواو مشهور موبایل سیستم څیړونکی وایي ” دا ځل په ستمبر کې امکان شته اېفون درې ډوله موبایلونه خپلو مشتریانو ته وړاندې کړي چې به پکې ۶ نیم انچه ایفون ایکس پلس ، ۶.۱ انچ ساده اېفون او یو داسې موډل به هم وړاندې کړي چې اېفون ایکس ته به ورته وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران