سفر

دوبۍ کې زرګونو کارکونکو د موټر نه چلولو ورځ ولمانځله

په دوبۍ کې ” له موټر پرته“ کلنۍ ورځ نن د اتم ځل لپاره ولمانځل شوه. ددې ورځې په ترڅ کې د دوبۍ د چارواکو او سوداګرو په ګډون زرګونو خلکو نن خپل موټرونه ودرول او د سفر لپاره یې له عامه ترانسپورت څخه کار واخیست.

ګلف نیوز خبري اژانس وايي، د یکشنبې په ورځ په زرګونو موټر د دوبۍ په ښار کې له سړکونو کم شوي وو.

په راپور کې ویل شوي دي چې د موټر نه چلولو په دې یو ورځني کمپاین کې د حکومت د ۲۰۰ لویو ادارو او خصوصي شرکتونو د کارکونکو په شمول دوه نیم زره کسانو برخه اخیستې وه.

د دوبۍ د ښاروال په ګډون یو شمیر چارواکو نن موټرونه ودرول او میټرو کې یې سفر وکړ

په دوبۍ کې زرګونو کارکونکو په دې ورځ د مصرفیدونکي تیلو پیسې د خیر ښیګڼې ادارو ته د بسپنې په توګه ورکړي.

ګلف نیوز وايي، د دوبۍ د ښاروالۍ مشر حسین ناصر لوته نن د نورو ادارو د چارواکو سره یو ځای له اتصالات سټیشن څخه تر یونین سټیشن پورې په میټرو کې سفر وکړ.

دا چارواکي وروسته د ” یونین میټرو پارک “ په سیمه کې د ښاروالۍ د سلګونو هغو کارکونکو سره مخ شول چې دا ورځ یې لمانځله.

د دوبۍ ښاروال حسین ناصر وايي، ښاروالۍ د موټر د نه چلولو یو ورځنی کمپاین ددې لپاره پیل کړی چې خلکو ته وښيي په ښارونو کې د موټر چلولو پر ځای د عامه ترانسپورت کارول څومره مهم دي.

نوموړې زیاته کړې چې دوبۍ د عامه ترانسپورت ښه سیستم لري او که خلک د موټرو پر ځای عامه ترانسپورت وکاروي، تر ډیره به یې هم بې ځایه لګښت سپمولی وي. هم به یې ګڼه ګوڼه کمه کړې وي او هم به یې د چاپیریال د ککړتیا مخه نیولي وي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */