کلتور او هنر

دنګل، د عامر خان نوې فیلم او کم سارې بریا

دنګل د عامر خان نوې فلم دی چې یوه اونۍ کیږي په هندوستان او له هندوستان څخه بهر د سینما پر پرده راڅرګند شوی چې کم سارې بریا یې خپله کړې.

په دې فلم کې کې مرکز کرکټر عامرخان لوبولی دی، ثنا شیخ، سانیا ملهوترا او او ساکشي تنوار هم ورسره په مخکښو رولونو کې دي.

ټایمز اف د اینډیا ورځپاڼه وايي چې په کورني باکس افس کې دې فلم د شنبې تر ورځې پورې ۱۹۷ کروړه هندي روپۍ راټولې کړې دي. همدارنګه دا فلم په یو وخت د نړۍ په یو شمیر سینماګانو هم ښودل شوی دی چې په نړیوال بازار کې یې په تیره یوه اونۍ کې ۱۱۲ کروړه هندي روپۍ ګټلي دي.

دا په دومره کمه موده کې د یو هندي فلم لپاره کم سارې ګټه ده.

اینډیا ایکسپریس ورځپاڼې د دنګل بریا تاریخي بللی ده. او وايي د عامرخان ددې فلم بریا ته په نژدې راتلونکې کې څوک نه شي رسیدلی.

دا فلم د پهلوانۍ د یو کوچ یا لارښود کیسه ده چې غواړې لوڼې یې د پهلوانۍ اتلانې شي. د اینډیا ایکسپریس په وینا دې فلم د هغو خلکو زړونو ته چې د سینما په سکرین یې د اتلولۍ د یو داستان لیدل غوښتل لاره کړې ده.

هغه ځانګړتیا چې دا فلم یې له نورو بیل کړی دا ده چې په فلم کې په شرقي تولڼو کې هغه له تعصب ډک چلن چې د ښځو په وړاندې یې خلک لري داسې څیړل شوی چې شعاري بڼه یې نه ده خپله کړې.

د هندي سینما څارونکي وايي، د بالیوډ سینما کې داسې ډير کم پېښیږي چې یو فلم دې هم نقادان وستايي او هم دې ښه بازار وکړي او دنګل یو له همداسې فلمونو څخه دی.

عامرخان ډیر کله په ټولنیزو مسلو بریالي فلمونه جوړوي. پي کې، او درې احمقان یې له همداسې بریالیو فلمونه څخه دي چې په دې وروستیو کلونو کې یې خپاره کړي او تر ډیره په حساسو ټولنیزو مسلو راڅرخي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */