کلتور او هنر

دمؤفق ښوونکي پنځه ځانګړتیاوې!

را ټولوونکی میوند شور

۱:مؤفق ښوونکی په هغه څه چې پوهیږي نورو ته یې توصیه کوي عمل پرې کوي او زده کوونکو ته د انساني اخلاقو عملي نمونه وړاندې کوي لکه څرنګه چې د ښوونکي فعالیت د زده کوونکو تر نظر لاندې قرار لري که خدای نه خواسته د خپلې وینا په خلاف د یو عمل مرتکب شي نور به د ښوونکي ارزښت له لاسه ورکړي او هېڅکله به څوک د نوموړي خبرو ته غوږ کې نه ږدي .

۲:مؤفق ښوونکی وقار او دبدبه لري د زده کوونکو او محصلینو سره د مینې او محبت په پلمه داسې حرکت له خپل ځان څخه نه ښکاره کوي چې د نوموړي وقار او دبدبې ته زیان ورسوي او داسې خبرې په ژبه نه راوړي چې د هغه لپاره د شرم سبب وګرځي تر څو زده کوونکي احساس نه کړي چې ښوونکي سپک او کم ارزښته شوي دي .

۳: مؤفق ښوونکی هڅه کوي چې د خپلو زده کوونکو پر ځان باوراو اعتماد زیات کړي.

۴: مؤفق ښوونکی د هڅونې او تنبه تر منځ انډول او توازون را منځ ته کوي .

۵: مؤفق ښوونکی د خپل ځان سم او ريښتینی تصور لري یعني په کوم علمي موقعیت کې قرار لري او په سمبولیکو هڅونو او چکو وهلو سره مغروري نه اختیاروي او همدارنګه د نیوکو په اوریدو سره د خقارت یا کمښت احساس نکوي .

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */