اقتصاد ژوند او ژواک

لس (۱۰) عادتونه، چې په دفتر کې د کارکوونکي غیري مسلکیتوب ښيي

 

په اداره او دفتر کې د مسلکیتوب او غیرې مسلکتیوب موضوع کومه نوې خبره نه ده؛ خو دا چې څه په اداره کې د یو کارکوونکي مسلکیتوب او څه د هغه غیرې مسلکیتوب ښيي، وخت په وخت بدلیږي. کوم لباس چې تاسې په ادره کې کلونه مخکې اغوسته، اوس ممکن له موده لویدلی وي او په اغوستلو يې تاسې ممکن غیرې مسلکي ښکاره شئ. خو ځینې څیزونه او خبرې لا په خپل ځای پاتي دي.

موږ دلته تاسې ته لس (۱۰) داسې عادتونه درپه ګوته کوو؛ چې که په اداره کې يې یو کس تر سره کړي، ډیر غیرې مسلکي، بې تجربې او ناپوهه ښکاري:

۱ـ په تیلفون زیاتې شخصې خبرې کول

هر څوک له ادارې او کارځای وراخوا شخصي ژوند هم لري. که ستاسې په کور کې کومه مهمه مسله پیښه شي، کولای شئ په ډاډه زړه يې په اړه هر وخت او هرځای وغږیږئ. که ستاسې ډاکتر تاسې ته زنګ وهي، ورسره وغږیږئ؛ خو د خپلې ښځې/خاوند او انډیوال سره د کار پر مهال د زیات وخت لپاره ګپ شپ لګول، د کارکوونکي په نادانۍ دلالت کوي او د هغه غیرې مسلکیتوب ښيي.

په یاد ولرئ، کله چې هم کوم مهم ټیلفون ته ځواب ورکوئ، خپل همکارانو ته مزاحمت مه کوئ. داسې ځای ته لاړ شئ، چې په دفتر کې کوم بل چا ته مزاحمت ونه شي.

۲ـ د انسټګرام او فیسبوک کاروونه

د دندې پر مهال د ټولنیزې میډیا (رسنۍ) کارول چې ستاسې له دندې سره نیغ په نیغه اړیکه ونه لري، یو غیرې مسلکي کار دی. دا کار ستاسې په نورو همکارانو هم اغیز پریباسي او په ټوله کې د کار تولید کمیږي او اداره له خپلو موخو وروسته پاتې کیږي.

که تاسې په دفتر کې انستګرام او فیسبوک کاروئ، نو یواځې يې د چای او ډوډۍ د وقفې (بریک) پر مهال وکاروئ.

۳ـ سیلفي اخستل

د کار پر مهال د سیلفي عکسونو اخستل او له خلکو سره شریکول هم د کارکوونکي غیرې مسلکیتوب او ناپوهي ښيي. د کار پر مهال هیڅکله هم سیلفي مه اخلئ. دا کار نه هم ستاسې مشران خوښوي او نه هم دا ډول عکسونه پر فیسبوک او انسټګرام ښه لایکونه اخلي.

۴ـ هره ورځ ناوخت راتلل

دفتر ته کله کله څو دقیقې ناوخته راتلل کومه جدي خبره نه ده؛ خو هره ورځ ساعت یا نیم ساعت ناوخته راتلل د کارکوونکي تنبلي او کار ته نه ژمنتیا ښيي. دا کار په لویه کچه هغه خلک کوي، چې په کار نه پوهیږي او ورته مسلکي کسان نشو ویلای.

۵ـ ډیر شکایت کول
په دفتر کې په ډير شکایت کولو باندې سړی بد ښکاري. کله کله ددې اړتیا پیښیږي، چې تاسې باید خپلې ستونزې شریکې کړئ، خو هر وخت او هر چیرته له دفتري کارونو سر ټکول غیرې مسلکیتوب دی.

که د کار پر مهال کومه جدي ستونزه ولرئ، د خپل مشر سره يې شریکه کړئ او په ګډه ورته یوه د حل لاره ولټوئ.

۶ـ منفي ګرايي کول
په کارځای کې همیشه منفي اړخ نیول هم لویه ناپوهي ده. هیڅکله د یوې مسلې یواځې منفي خواوې مه تمرکز کوئ. هڅه وکړئ، چې په کاري او شخصي ژوند دواړو کې مثبت اووسئ.

۷ـ په موبایل کې یا کمپیوټر کې ګیم کول

د کار پر مهال د کینډي کرش، کلاین اف کرش او بل هر ګیم کول ستره ناپوهي ده. دا ډول کارونه تاسې غیري مسلکي، تنبل او ناپوهه معرفي کوي. په دفتر کې په خپل موبایل او کمپیوټر کې له هر ډول ګیم څخه په جدي ډول خوداري وکړئ.

۸ـ ګډوډ او چټل

خپل کاري میز منظم او پاک وساتئ. ګډوډ او چټل میز ستاسې غیرې مسلکیتوب ښيي. په خپل کاري میز د خوراک پاتې شونې مه پریږدئ. کاعذونه او نور څیزونه منظم کیږدئ.

۹ـ نوکان اخیستل

په دفتر کې د نوکانو غوڅول (اخستل) هم غیرې مسلکیتوب دی. هیڅکله په دفتر کې د ننه خپل نوکان مه کټ کوئ او مه هم خپل بریت بیاتۍ کوئ. دا ډیره ستره تیروتنه ده.

۱۰ـ په ډکه خوله خبرې کول

کله چې مو مړۍ (لقمه) په خوله کې وي، هیڅ چیرته هم خبرې مه کوئ. لومړی مړۍ (لقمه) له ستوني تیره کړئ، بیا وغږیږئ. د همکارانو په وړاندې په ډکه خوله غږیدل، غیرې مسلکي کار دی. که غرمنۍ ته ناست يۍ او یا هم که د خپل میز په سر چای او بیسکټ خورئ؛ لومړی مړۍ له مرۍ تیره کړئ، بیا وغږیږئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */