ژوند او ژواک

دفاع وزارت: د ۱۰ داعشیانو په شمول ۵۸ وسلوال مخالفین وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت په يوه خپاره کړي بیان کې ویلي، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۸ وسله وال مخالفین وژل شوي.

سرچینه وايي، چې په وژل شو کې ۱۰ داعش وسله وال هم شامل دي.

د وزارت په خبرپانه کې راغلي، چې یاد عملیات د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو لکه ننګرهار، کاپیسا، لوګر، پکتیا، پکتیکا، بلخ، غزني، بدخشان او هلمند ولایتونو ترسره شوي.

عملیات د ملي اردو ځواکونو له لوري، چې هوايي ځانګړي ځواک يې ملتیا کوله شوي دي.

د سرچینې په حواله، د داعش ۱۰ وسله وال د ننګرهار په هسکه مینه ولسوالۍ کې وژل شوې دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */